World News in Pashto
Март
2025

Новости за 12.03.2025

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې د یرغمل شوي اورګاډي خوشي شویو مسافرو څه وليدل؟

د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې لخوا له یرغمل شوي اورګاډي یو شمېر خوشي شوي مساپر کوټې ته رسېدلې او له رسنیو سره یې د خبرو پر مهال ویلي چې له تشدده ډکې صحنې یې په خپلو سترګو لیدلې دي. دا اورګاډی د مارچ پر ۱۱مه له کوټې، د لاهور په لاره پېښور ته روان و چې ډهاډر سیمه کې د بلوچ لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې لخوا تر برید لاندې راغلو. بلخوا حکومتي او امنيتي چارواکي وايي د پاتې محاصره کسانو د خوشې کولو لپاره یې عمليات روان دي. نور حال د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

بلوڅ بیلتونپاله: پنځوس یرغمل مو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې وژلي دي

بوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچستان لیبریشن ارمي" ادعا کړې چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ځواب کې یې پنځوس یرغمل شوي کسان وژلي دي. دغې ډلې نن چهارشنبې خبرداری ورکړی که حکومت په شلو ساعتونو کې د بندیانو د تبادلې وړاندیز و نه مني، نو ۱۵۰ نور یرغمل به هم ووژني. د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینو ویلي، پوځي عملیات پای ته رسېدلي او یرغمل شوي کسان خوشي شوي دي. بل پل، د پاکستان پوځي چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ۳۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. سیمې ته د نه رسیدو له امله د دواړو لورو د ادعاوو تاییدول ستونزمن دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بې پولې ډاکټرانو ټولنه: د شري ناروغۍ له کبله هره ورځ یو ماشوم مړي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د ۲۰۲۵ کال له پيله نژدې هره ورځ یو ماشوم د بلخ، هرات، او هلمند په روغتونونو کې د شري یا سرخکان له کبله مري. د دغه سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د مړینې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. یاد سازمان ویلي چې د شري له کبله د ماشومانو دا مړینه د اندیښنې وړ ده. په راپور کې د د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د استازي میکاییل لي پای په حواله راغلي چې د واکسین تطبیق د شري د مخنیوي یوازنۍ لاره ده. تر دې وړاندې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا له افغان کډوالو سره د ۴میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ایټالیا د افغان کډوالو د بیرته ستنېدنې د ملاتړ په هدف د نژدې ۴ میلیونه ډالرو مرسته ورسره کړې ده. دغه سازمان نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایتالیا د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلې يې دي، دا پيسې به د ایران او پاکستان پولې په اوږدو کې د ۲۵ زره ستنېدونکو کډوالو پر لاسنیوي ولګول شي. خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته داسې یوه حالت کې شوې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تيزه شوې او دا دواړه هېوادونه پلان لري چې د سږکال ترپایه ګڼ شمېر نور کډوال هم وباسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوښتنه- څنګه یو قوي برانډ جوړولای شو؟

د یوه پیاوړي برانډ جوړولو لپاره باید څه وکړو؟ د سوداګرۍ په برخه کې هغه کومې تېروتنې دي چې باید مخه یې ونیول شي؟ د دغو او نورو پوښتنو ځوابونه به د ملالۍ بشیر په کوربه توب په پوښتنه خپرونه کې له متشبثې ډيوې پتنګ ځخه اورئ. بشپړه خپرونه دلته وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې تېرو دوو کلونو ته په کتو زیاته شوې ده. د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر د هغه راپور پر بنسټ دغه خبره کړې ده چې نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) یې خپور کړی دی. د دغه راپور له مخې دا مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالره ده، خو راپور کې یې پخوانۍ یا ټیټه بیه نه ده یاده شوې. وړاندې راغلي، کله چې طالبانو ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، نو ورسره سم د تریاکو عرضه کمه او بیه یې لوړه شوه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان ولې ناامنه دی؟ ریاست څنګه امن راوستلی شي؟

دا اونۍ «د مشال تر رڼا لاندې بحث» د بلوچستان امنیتي حالاتو ته ځانګړی شوی دی. په هغه صوبه کې د بلوچستان د ازادۍ لپاره د جنګیدونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي لخوا د مارچ پر ۱۱مه له کوټې پېښور ته روان د جعفر ایکسپریس په نامه اورګاډی تر برید لاندې راغلو او بیا هغوی زیات شمېر سپرلۍ چې ویل کېږي امنیتي سرتېري دي، برمته کړل. د بلوچستان حکومت وايي، د نیولو شوو کسانو د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي. یادې پېښې یو وارې بیا وښودله چې په بلوچستان صوبه کې د بیلتونپالو ډلو فعالیت زیات شوی دی. بلوچستان او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د عدلیې وزارت وکیلان: امریکا ته د افغانانو د انتقال د بهیر بیا پیلیدل ښايي میاشتې وخت ونیسي

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ته د پناه غوښتونې یو شمېر کیس لرونکي د کډوالو منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه اندیښمن دي، د متحده ایالاتوحکومت اعلان کړی چې ممکن میاشتې وخت ونیسي، څو دا پروګرام د محکمې د حکم پر بنسټ په بشپړه توګه له سره پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه شل ورځې کیږي تړلې ده، نن یې د خلاصولو په موخه رابلل شوې جرګه لغوه شوه

ټاکل شوې وه چې د تورخم دروازې د پرانستل کېدو او دغلته د رامنځته شوې ستونزې د دایمې حل په هدف د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تېرې جرګې په دوام د خبرو دوهم پړاو نن پیل شي خو د نن ورځې ناسته د نامعلومو دلایلو له امله لغوه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

سیف ده چلډرن: د بودیجې د کمښت له کبله اړ شو د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ یو شمیر روغتیايي مرکزونه وتړو

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره (سیف ده چلډرن) وايي، د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله یې په افغانستان کې ګڼ روغتیایي مرکزونه تړل شوي اود ګڼو نورو د تړل کېدو خبرداری هم ورکوي.

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د محاصره اورګاډي خوشې شوو مسافرو څه وليدل؟

د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې لخوا له محاصره شوي اورګاډي یو شمېر خوشي شوي مساپر کوټې ته رسېدلې او له رسنیو سره یې د خبرو پر مهال ویلي چې له تشدده ډکې صحنې یې په خپلو سترګو لیدلې دي. دا اورګاډی د مارچ پر ۱۱مه له کوټې، د لاهور په لاره پېښور ته روان و چې ډهاډر سیمه کې د بلوچ لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې لخوا تر برید لاندې راغلو. بلخوا حکومتي او امنيتي چارواکي وايي د پاتې محاصره کسانو د خوشې کولو لپاره یې عمليات روان دي. نور حال د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

روسي سرچینې: پوتین د امریکا هغه وړاندیز ته لیواله نه دی چې له مخې، له اوکرایین سره دیرش ورځینی اوربند کیږي

روسي سرچینو ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د دیرش ورځني اوربند په تړاو د امریکا د وړاندیز عملي کولو ته لیواله نه دی. رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د دغو سرچینو په حواله ویلي چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې باید په جګړه کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنې لرې کړي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بیرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شریکو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی. رویټرز سره په خبرو کې روسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لیک استولی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ وایي، ټاکل شوې د دوی ستر مشر ایت الله علي خامنه یې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د یوه عرب ډيپلومات په لاس ورسیږي. عراقچي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي. د ازادۍ راډيو د ایراني څانګې راډيو فردا د راپور له مخې عراقچي د ډونالډ ټرمپ د لیک د محتوا او دا چې د کوم عربي هېواد استازی یې تهران ته سپاري، څه ونه ویل. ډونالډ ټرمپ د کب په ۱۷مه ویلي و چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته لیوالتیا لري او له همدې کبله یې د ایران ستر مشر ته لیک لیږلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انتونیو ګوتیرش: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او ښځې له " وحشتناکو پریکړه" سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې نجونې او ښځې له " وحشتناکو پریکړه" سره مخامخې دي. ګوتیرش دغه څرګندونې تېره شپه ( دکب ۲۱مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ښځو کمیسیون نهه شپیتمې غونډه کې کړې دي. د ګوتیرش د خبرو په یوه برخه کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خپرې کړي راغلي " نجونې او ښځې لا هم د خپلو حقونو په اړه د وحشتناکو پریکړو له یوې ټولګې سره مخامخ دي او مونږ دغه وضعیت تر ټولو ډېر په افغانستان کې په سترګو وینو." ګوتیریش ټینګار کړی چې هېوادونه او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایرلنډ کرکټ بورډ: د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره د سږکال پلان شوې لوبې لغوه کوو

د ایرلنډ کریکټ بورد اعلان کړی چې د مالي ستونزو له کبله یې له افغانستان سره د سږکال پلان شوې سیلالۍ لغو کړې دي. ټاکل شوې وه چې د ایرلنډ د کریکټ لوبډله په جولای میاشته کې د افغانستان له لوبډلې سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي. دغه ټولې سیالۍ د ایرلنډ په کوربتوب پلان شوې وې. رویټرز خبري اژانس د ایرلنډ د کریکټ بورد د مشر وارن ډیوتروم په حواله ویلي، افغانستان سره سیالۍ یې په بودجه کې د لنډمهالي کمي له کبله لغو کړي. دغه هېواد بیا سږ کال اوړی د ویسټ انډیز او دغه راز انګلستان د کریکټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د روژې میاشتې په مناسب د هنري اثارو نندارتون جوړ شوی

په هرات ولایت کې د روژې میاشتې په مناسبت د پیام نور په نامه یو نندارتون جوړ شوی ده، چې په کې د نقاشۍ، خطاطۍ، تذهیب او نورو هنري برخو ۷۵ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د هرات د ملي نګارستان مدیر عبدالله عثماني د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری اژانس ته ویلي چې دا هنري اثار د ۴۰ غوره استادانو له خوا چمتو شوي دي. دا په‌ داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ډېرو نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو هنرونو هم ستر محدودیتونه وضع کړل. له دغو محدودیتونو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې له محاصره اورګاډي ګڼ مسافر خوشې شوي، پوځ او وسله وال یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي

د پاکستان امنيتي چارواکو دعوه کړي چې له محاصره شوي جعفر ایکسپریس اورګاډي یې ۱۰۴ مسافر خوشې کړي او ۱۶ وسله وال یې وژلي خو بلوچ ليبرېشن ارمي وايي له ۵۰ زیات پوځيان یې وژلي او ګڼې ولسي کورنۍ یې خوشې کړې دي.امنیتي چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط د مارچ پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان په کچي (بولان) ضلع کي د بلوڅو وسلوالو پرضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو عمليات نن پر دويمه ورځ هم روان دي. د چارواکو په خبره ۱۶ وسله وال یې تر اوسه وژلي او د د ژغورل شويو مسافرو يو اورګاډی کوټې ته رسېدلی دی. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراییني چارواکې: اوکرایین له روسیې سره اوربند ته چمتو دی

په سعودي عربستان کې له شاوخوا نهو ساعتونو خبرو اترو وروسته، امریکايي او اوکرایني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به له اوکراین سره د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو شریکول ځنډ به لغوه کړي، ځکه اوکراین له روسیې سره د اوربند له لارې جګړې ته چمتووالی ښودلی دی. د اسوشیېټډ پرېس په وینا، د ولسمشر ټرمپ ادارې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې له اوکراین سره پوځي مرستې او د استخباراتو شریکول وځنډول، څو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانو ښځو په تبعید کې د "افغانو ښځو د نړیوالې شبکې " په نوم د یوې مدني ټولنې د فعالیتونو د بیا پیل اعلان وکړ

د افغانو ښځو له حقونو څخه د دفاع او د ښځو د پیاوړتیا په موخه یو شمیر افغانې ښځو د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د نړی له ګوټ ګوټ څخه راټول شوي وي څو د افغانو ښځو نړیوالي شبکه (AWNI) په نامه یوه نړیواله مدني ټولنه جوړه کړي.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کرکټ بېټونه څنګه جوړېږي؟

په افغانستان کې کرکټ ورځ تر بلې پراخېږي. کرکټ په تېره بیا په خوست کې ډېر مشهور دی. له دې ولايته ګڼ لوبغاړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته رسېدلي دي. اوس هغلته د بيټونو يوه کارخانه هم جوړه شوې چې نه یوازې ګڼو کسانو ته یې کار روزګار برابر کړی بلکې ځايي لوبغاړو ته په ارزاته بیه بیټونه هم ورکوي. په دې اړه د نجیب الله الوخيل ويډيو راپور وګورئ