World News in Pashto
Март
2025

Новости за 17.03.2025

Pa.azadiradio.com 

د ډنمارک د کډوالو شورا: د راتلونکي کال تر پایه به په افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر ۴۳۰ زره کسانو ته ورسېږي

د ډنمارک د کډوالو شورا (ډی ار سي) وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بې ځایه شویو شمېر زیات شي او له ۴۳۰ زره ډېر کسان به د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي. «ډي ار سي» "د ۲۰۲۵ کال د نړیوالې بې ځایه کېدنې وړاندوینه" په نوم په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو نه د کډوالو ویستل، داخلي بې ځایه کېدنه او طبیعي افتونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې پیچلی کړی دی. په دې راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسي پاکستان له دې هېواده د کډوالو د جبري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دې وغځوي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې اسنادو افغان کډوالو او د «اې سي سي» کارتونو لرونکو د اوسیدو وروستۍ نیټې ته له دوو اونیو کم وخت پاتې دی، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد حکومت د دې مودې د غځولو لپاره د طالبانو د حکومت غوښتنه رد کړې ده. له دې ډلې ایکسپریس ټریبیون د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۷ د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې له ډیپلوماټیکو لارو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي او دوی ته نور وخت ورکړي. وړاندې د پاکستان د حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د ډیورند کرښې دواړو غاړو دوهمه غونډه

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو لسګونه قومي مشران او سوداګر نن په تورخم ښارګوټي کې راټول شول او په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې د دایمي حل لپاره یې بحثونه وکړل. د جرګې یو غړي او په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل: "دواړو لورو په لانجمنو ټکو یو وار بیا بحثونه وکړل، دواړه لوري به د بحثونو پایلې له خپلو مشرتابه سره شریکوي چې د ستونزو لپاره د حل لارې پیدا شي، نن تر ماښامه به د جرګې غړي یو بل سره خپل پیغامونه شریکوي او دواړه لوري د لانجمنو مسایلو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د تمدید لپاره رایې ورکوي

تمه ده نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) د مأموریت د تمدید لپاره د پرېکړه لیک مسودې ته رایې ورکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۵مه په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي و چې دوی به د یوناما مأموریت د مسودې د لومړیتوبونو له بدلولو پرته، د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې تمدید کړي. د دې شورا د راپور له مخې، د دې مسودې په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د نشه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د اوربند لپاره به ټرمپ له پوتین سره د مارچ په ۱۸مه خبرې وکړي

ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د اوربند په لټه کې د مارچ په ۱۸مه له پوتین سره ټلیفوني خبرې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پلان لري د مارچ په ۱۸مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به ټیلیفوني خبرې وکړي. ډونالډ ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د اوربند راوستلو هڅه کوي چې پکې دواړو خواوو سرتیري او سرچینې له لاسه ورکړي دي. ټرمپ په فلوریډا ایالت کې له خپل تفریحي ځایه واشنګټن ته د راستنیدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دی غواړي جګړه پای ته ورسیږي. ټرمپ وویل: "موږ غواړو ووینو چې ایا موږ دا جګړه پای ته رسولی شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوناما د ماموریت غځولو په اړه غونډه کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، د کب ۲۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي. په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی. بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني سوریې ته ۳۰۰ ملیونه یورو مرسته ورکوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک نن دوشنبه د کب (۲۷) مه، په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مشرۍ د بسپنه ورکوونکو تر کنفرانس مخکې ویلي، جرمني د ملګرو ملتونو او ځینو سازمانونو له لارې د سوریې لپاره د ۳۰۰ ملیون یورو د مرستو ژمنه کوي. بیربوک وویل، د چمتو شویو مرستو له نیمایي څخه ډیر به د سوریې خلکو ته ګټه ورسوي، او دا مرستې به په سوریه کې د انتقالي حکومت پرته ورکړل شي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا مرستې به د خوړو، روغتیا خدماتو او بیړنیو سرپناهو چمتو کولو او همدارنګه د ځانګړي زیان منونکو لپاره د محافظتي اقداماتو لپاره ولګول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریال ملي ورځ; راپور وايي د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندي ۲۴ سلنه سرغړونې زیاتې شوي

نن د کب ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه د راپور په خپرولو زیاته کړې چې په تېرو ۱۲ میاشتوکې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت کړې دي. د راپور له مخې په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ لیک ته به تر څېړنې وروسته ځواب ورکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ایران به د ټرمپ لیک ته تر بشپړه څېړنې وروسته ځواب ورکړي. دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د اټومي خبرو لپاره یو لیک لېږلی و. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نن دوشنبه ( مارچ ۱۷مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تر بشپړه څېړنې وروسته د ټرمپ لیک ته د ځواب ورکولو خبره کړې ده. تیره اونۍ، د اماراتو یوه چارواکي د امریکا د ولسمشر له خوا له تهران سره د اټومي خبرو اترو وړاندیز شوی لیک راوړ، چې ایران ستر مذهبي مشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندي د ښځينه افغان خبریالانو وضعیت

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو او بندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي، او وايي، چې ژوند یې تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي. د رسنیو يو شمېر ملاتړي سازمانونونه وايي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز په تازه راپور کې چې یکشنبې د کب په ۲۶مه د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت خپور شو په کې راغلي چې ، په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادیو ځپلو بهیر یوه نوي او پېچلي پړاو ته ننوتی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د اسرایل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول

د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول. د رویترز خبری آژانس په دې اړه په راپور کې ویلي چې دا په داسې حال کې ده چې د عربي او امریکایي منځګړو له خوا د حماس او اسراییل ترمنځ د جنوري د ۱۹مې د اوربند د تړون د غځولو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي. د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) هم اعلان وکړ چې دوی په مرکزي غزه کې د اسراییلو سرتیرو ته د ګواښونو په اړه شکمن یو شمیر ترهګر پیژندلي او د الوتکو په وسیله یې برید وکړ. د اسراییلو او حماس ترمنځ د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایران ښځینه سندرغاړې په عامه ځایونو کې پر سندرو ویلو نیولي

ایرانيو چارواکي د هغو ښځینه سندرغاړو په وړاندې سخت اقدامات کوي چې په عامه ځایونو کې د ښځو د سندرو ویلو په اړه د هېواد له بندیزونو څخه سرغړونه کوي. په دې وروستیو اونیو کې، د یو شمیې هنرمندانو د ټولنیزو رسنیو پاڼې بندې شوې دي او نورې بیا امنیتي چارواکو د پوښتنو لپاره نیولي دي. ويډيو رپورټ

Mashaalradio.com 

د لیبیا خلک هم د پښتنو په شان د تناره ډوډۍ پخوي

د لیبیا د بن غازي ښار خلک هم د پښتنو په شان ډوډۍ پخوي. دوی هماغسې تنورونه هم لري چې پکې د غنمو خوندورې او پستې ډوډۍ پخوي چې خلک یې ډېر خوښوي. د یو تنور مالک مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول په روژه کې د تناره ډوډۍ مینوال ډېر زیات وي. په بن غازي ښار کې د تناره د یوې غټې ډوډۍ بیه د یوه ډالر په اندازه ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې چې د رویټرز اژانس پر استناد جوړ شوی دی:

Mashaalradio.com 

حامد کرزي پر طالبانو د نجونو د ښوونځيوو د پرانیستلو غږ کړی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هغه هېواد کې د نوي تعليمي کال له رارسېدو سره سم د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.حامد کرزي د مارچ پر ۱۶مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "زده کړه یوازې یو حق نه، بلکې دا زموږ د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده" دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شي. طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان او پاکستاني سوداګر او مشران نن بیا د تورخم د پرانستو پر سر جرګه کیږي

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان سوداګر نن ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو پر سر سره جرګه شي. په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې نننیو خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قومي مشران ګډون کوي. دوی تېره اونۍ هم د دغې لارې د خلاصون پر سره سره ناست وو او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د تورخم د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو خبرو یې لا پایله ورنه کړه. هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي وویل، پاکستانی لوري په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ۷۹ کلن بریتانوي زنداني روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی

په افغانستان کې د نهه اویا کلن بریتانوي‌ پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی، ژوند له خطر سره مخامخ دی. د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې دغه خبره د دغې جوړې د لور سارا اینټویسټل په حواله پرون یکشنبه کړې ده. سارا ویلي، پلار یې د زړه دوامداره درمل خوري او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې وروسته تر هغه ډېر خراب شوی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان ته لېږدول شوی دی. سارا ویلي، د پلار سینه او دواړه سترګې یې مکروبي شوي او د سمې نه تغذیې له کبله یې د هاضمې سیستم هم له ستونزو سره مخ شوی دی. Читать дальше...