World News in Pashto
Март
2025

Новости за 31.03.2025

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده. یوې رسمي سرچینې وویل، د افغانستان د ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې. سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ترانزیت او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېز لرلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې له سترې محکمې وغوښتل شول: د طالبانو نوم له تروریستي لیسته وباسي

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي. د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې طالبان باید د روسیې د تروریستي ډلو له لیست څخه وایستل شي. روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د خپل هیواد د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړل. سره له دې چې په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د طالبانو او روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اختر په ورځو کې د تلیفوني شبکو ناسم فعالیت او د خلکو ستونزې

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې د اختر په لومړۍ ورځ د سهار له پیله تر غرمې ټلیفوني انتنونه پرې بند او له هر ډول ټلیفوني اړیکو راګرځول شوي وو. دوی د دوشنبې په ورځ د (مارچ په ۳۱مه) ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې که څه هم د طالبانو حکومت ورته د دې اقدام دلیل د امنیت د ټینګښت ښودلی، خو دوی د بدیلو لارو غوښتونکي دي. د کابل د کارته چهار سیمې یو اوسېدونکي ځدران وویل: “که څوک امنیتي ستونزو د رامنځته کولو اراده ولري نو هغو خو د سټلایت او مخابرې په وسیله یې هم رامنځته کولای شي، نو (د شبکو پرې کول) سمه لاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د بې اسناده افغانانو لپاره له پاکستانه د وتلو د مهلت وروستۍ نېټه ده

په داسې حال کې چې نن د مارچ ۳۱ مه له پاکستانه د هغه افغان کډوالو د جبري ستنونې لپاره د ورکړل شوي مهلت وروستۍ ورځ ده چې د اس سي سي په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري، د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د راولپنډۍ د پولیسو یو مشر پولیسو ته لارښونه کړي چې په دې ښار کې دبې اسناده او ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو په وړاندې اقدام وکړي. ډان ورځپاڼې نن دوشنبه د پولیسو د چارواکو له قوله ویلي چې په دې لارښونه کې راغلي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړي پي او ار کارتونه لري دوی ته هم باید خبرداری ورکول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې کردانو د نوي حکومت مشروعیت رد کړ

د سوریې په شمال ختیځ کې کرد ډلو د احمد الشرع په مشرۍ د اساسي قانون او نوي انتقالي حکومت اعلان رد کړ او دا یې "د استبدادي حکومت تکثیر" وباله. د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو خپلواک حکومت د هغه ایتلاف لخوا د جوړ شوي نوي ملي حکومت مشروعیت رد کړ چې تېر دسمبر کې یې د بشارالاسد اوږدمهاله رژیم نسکور کړ. د سوریې دیموکراتیکې شورا، چې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو سیاسي څانګه ده، اعلان وکړ چې د سوریې نوی منشور د تیرو دیکتاتورانو لاره تکراروي چې اجرایوي واک متمرکزوي، سیاسي فعالیتونه محدودوي، او قومي ډلې او ښځې له پامه غورځوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ بمي تهدید ته د ایران ځواب

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي نن دوشنبه د ( وړي ۱۱) مه وویل چې که تهران له واشنګټن سره نوی اټومي تړون لاسلیک نکړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بمي برید له تهدید سره سم عمل وکړي، واشنګټن به له سخت ګوزار سره مخامخ شي. ټرمپ د یکشنبې په ورځ خپل خبرداری بیا تکرار کړ چې که ایران د مارچ په لومړیو کې د ایران مشرتابه ته په لیږل شوي لیک کې د خبرو اترو لپاره د ده وړاندیز ونه مني، بمبار به شي، او تهران ته یې د پریکړې کولو لپاره دوې میاشتې وخت ورکړی دی. د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت څه ډول سیستم دی؟

حکومتونه کومې بڼې لري؟ د طالبانو حکومت په کومه کټاګوري کې راځي؟ په افغانستان کې د فدرال سیستم مخالفین ولې دغه سیستم نه غواړي؟ د دغو او نورو پوښتنو ځوابونه د ملالۍ بشیر په کوربه توب په پوښتنه خپرونه کې د افغانستان د دفاع له پخواني مرستیال وزیر شاه محمود میاخېل څخه اورئ.

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د پرلتوالو او حکومت ترمنځ مذاکرات ناکام شول

د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل په مشرۍ د پرلتوالو او د حکومتي پلاوي ترمنځ مذاکرات ناکامه شوي دي.د پاکستان ډان او ایکسپریس نیوز پر خپلو ویبپاڼو لیکلي چې د مارچ پر ۳۱مه د صوبايي وزیر ظهور احمد بلیدي په مشرۍ یوه حکومتي پلاوي له پرلتوالو سره ولیدل او د لاریون پای ته رسولو غوښتنې یې وکړي. خو مېنګل ټینګار وکړ چې تر څو چې د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په ګډون د بلوچ یکجهتي کمیټې ټولې نیول شوې مشرانې خوشې نشي او لاريون کوونکي کوټې ته پرېنښودل شي، پرلت به یې روان وي. بلوچستان نيشنل ګوند د مارچ پر ۲۸مه له... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د مردان د ډرون برید پلټنې غواړي

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې د مردان په کاټلنګ کې د شوي د پاکستاني پوځ د هغه ډرون برید په اړه دې بې پرې پلټنې وکړي چې ګڼ ولسي وګړي پکې ووژل شول.‌کمېشن د مارچ پر ۳۰ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې پر وفاقي او صوبايي حکومتونو غږ کړي چې د دې بريد په اړه او په مبیینه ډول پکې د ولسي وګړيو د وژنې څېړنې وکړي. کمېشن په هغه حمله کې د وژل شويو کورنيوو سره غمرازي ښودلې او پر حکومت یې د امن پر ځای کولو غږ کړی دی. د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت د پلټنو د کولو په اړه څه نه دي ويلي. د مارچ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اختر په ورځو کې ګڼ خلک د رځړو مېټايي اخلي

د چارسې د رځړو خواږه یا مېټايي ۱۰۰ کلن تاریخ لري او خلک یې په شوق خوري. د هغې ځانګړې مېټایۍ تیاروونکي وايي، د اختر په ورځو کې یې کاروبار ښه کېږي. دوی وايي، مېټايي یې د پاکستان نورو برخو او نورو هېوادونو ته هم استول کېږي. ویډيويي راپور.

Pa.azadiradio.com 

د اختر لومړۍ ورځ هم د غزې لپاره خونړۍ وه، بل لور ته د روغتیایي کارکوونکو وژنې غسه پارولې

د غزې د عامې روغتیا وزارت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په رفح کې د روغتیایي کارکوونکو د وژلو پیښه وڅیړي. د لویدیځو اژانسونو د راپور له مخې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې او د ملکي دفاع د خدمتونو څانګې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۴ کارکوونکي یې یوه اونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي. د دغو وژل شویو کسانو ډله ییز قبر پرون یکشنبه وموندل شو چې منځ کې یې ۸ د سرې میاشتې کارکوونکي، پنځه ژغورونکي او یو بل تن چې هویت یې معلوم نه دی شامل وو. دوی ویلي چې پر دغو روغتیایي کارکوونکو داسې مهال برید شوی چې هغوی په رفح کې پر بشري مرستو او د ژغورنې پر چارو بوخت وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د روسیې پر تيلو د تعرفې د دویم ځلي لوړولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه د اوکراین د سولې په اړه د ده د تګلارې خنډ شي، د دویم ځل لپاره به یې پر تیلو له پنځه ویشتو تر پنځوس فیصدو پورې تعرفه ولګوي. ټرمپ پرون یکشنبه له ( این.بي.سي نیوز) سره په ټیلفوني مرکه کې وویل، د پوتین هغو خبرو " ډېر غسه کړی" چې ویلې يې دي، اوکراین کې دې انتقالي حکومت رامنځته شي. پوتین غواړي چې اوکراین کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره اوسنی ولسمشر ولادمیر زلنسکي له صحنې لرې شي. ټرمپ ویلي، که د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د اوکراین د سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي. هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي. ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي. تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو شمېر او د کار کچه کموي

رویټرز راپور ورکوي چې دا پریکړه له یاد سازمانه د امریکا د مالي ملاتړ د بندېدو په سبب شوې. متحدو ایالتونو د دې سازمان د بودیجې اتلس سلنه برابروله. د راپور له مخې، د فبروري په میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي بورډ په پیل کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره وړاندیز شوې بودیجه له ۵.۳ ملیارد ډالرو څخه ۴.۲ ملیارد ډالرو ته راټیټه کړې. د روان کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې په لوړې په مراسمو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او د ۹۰ ورځو لپاره یې تمویل وځنډاوه.

Pa.azadiradio.com 

د میانمار د زلزلې د مړو شمېر له ۱۷۰۰ تنو واوښت

د مارچ په ۲۸مه په میانمار کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی، او داسې وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې به دا شمېره لوړه شي. د ۷.۷ درجې زلزلې - چې په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې - ګاونډی تایلینډ هم ولړزاوه، چې هلته یې زیانونه او مرګژوبلې واړولې. د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۰مې پورې په دې هېواد کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شوي، ۳۴۰۰ ټپیان شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان نادرکه دي. نړیوالې مرستندویه ادارې هم د زلزلې وروسته د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې دوه افغان څاه کیندونکي مړه شوي

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب د څانګې ویاند سید جلال مالکي د دغو دوو کارګرانو مړینه تایید کړه. هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا افغان څاه کیندونکي ښايي د څاه دننه د ګازو د خپرېدو یا د اکسیجن د نشتوالي یا کمښت له امله مړه شوي وي. هر کال زرګونه افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، او په ایران کې د شاقه کارونو په ترڅ کې مرګژوبلې ورته اوړي.

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان تابعیت لرونکو کډوالو د ایستلو ضرب الاجل پای ته ورسېد

نن د مارچ ۳۱مه له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د وتلو لپاره حکومتي مهلت پای ته رسیږي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پای کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د یادو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.