د ارمنستان د اپوزېسیون مشر له حکومت سره د خبرو وړاندیز رد کړ
د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفې غوښتنه يې کړې ده. نوموړي وویل اوس د خبرو لپاره ډېر ناوخته شوی دی، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ بحث ته چمتو نه یوو. پاشینیان وویل بحث ته چمتو یوو خو بحث به مو د سرژکیسیان د استعفې د نېټې او په دې اړوند نورو مسلو په اړه وي. هغه وویل صدراعظم سرژکیسیان چې څومره ژر واک پرېږدي هغومره به د هغه د ارمنستان لپاره ګټور وي. په ارمنستان کې وروسته تر هغې پراخې مظاهرې پیل شوې چې د دې هېواد پارلمان سرژکیسیان د صدراعظم په توګه وټاکه. Читать дальше...