افغانستان کې د جګړې دوام؛ طالبانو 'شولګره، دولتاباد، دوشي او جلګه' ولسوالۍ ونیولې
د طالبانو لهخوا د ولسوالیو د نیولو په دوام، دې ډلې نن په بلخ ولایت کې شولګره او دولتاباد ولسوالۍ او په بغلان کې دوشي او جلګه ولسوالۍ نیولې دي. د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي او د دولتاباد ولسوال جلالالدین قاريزاده ازادي راډیو ته د دې دوو ولسوالیو د سقوط خبره تأیید کړې ده. خو د بغلان ځايي چارواکي بیا د دوشي او جلګې ولسوالیو د سقوط په اړه څه نهوايي، خو طالبانیې د نیولو ادعا کوي. پرون هم دې ډلې د نږدې ۱۷ ولسوالیو د نیولو دعوه وکړه، خو افغان حکومت رد کړه او ویېویل، د جګړې پر مهال شاتګ او پرمختګ شته او دا د طالبانو بری نهدی. Читать дальше...