World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 05.04.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د پاکستان صدراعظم کابل ته له سفر مخکې ادعا وکړه چې پاکستان ته ورانکارې ډلې له افغانستانه ورځي، روسیې د ملګرو ملتو له امنیت شورا وغوښتل چې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو نړیواله څېړنه وکړي او په ایټالیا کې روبوټان خلک سودا ته رابولي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د شیریخ ګرم بازار

د اوړي/دوبي له راتلو سره سم د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د شیریخ بازار هم تود شوی دی. دا ویډیويي راپور د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د کامې د شیریخ ګرم بازار او د کونړ د سیند د مستو څپو ننداره

ننګرهار چې په یو شمېر سیمو کې يې داعش او وسله وال طالبان حضور لري خو کامه هره ورځ د سلګونه شیریخ خوړونکو کوربه وي. دا ویډیو راپور د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام جوړ کړی دی. ویډیو: اکرام الله اکرام ایډیټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

اسفندیار: حکومت دې د خیبر پښتونخوا حکومت کې قبایلو ته څوکۍ ورکړي

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې تر پارلېماني انتخاباتو مخکې دې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړي او په صوبايي اسمبلۍ کې دې ورته پوره استازیتوب او د وزیرانو څوکۍ ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان حملې به اړیکې نورې هم خرابې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر خاوره د بمي بریدونو دوام به یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو لا ډېرې بدې اغېزې وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري هوایي برید په سختو ټکو غندل شوی دی او هغه یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده. افغان چارواکي وایي، د پاکستان جېټ الوتکې تېره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه غورځولي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. بل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان حملې به اړیکې نورې هم خرابې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر خاوره د بمي بریدونو دوام به‌یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو لا ډېرې بدې اغېزې وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري هوایي برید په سختو ټکو غندل شوی دی او هغه‌یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده. افغان چارواکي وایي، د پاکستان جېټ الوتکې تېره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه غورځولي او خلکو ته‌یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. بل‌خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر نه ملاتړ وکړ

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا وویل د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل لارې غوښتونکي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل یوه ورځ مخکې تر دې دا خبره کړې چې ټاکل شوې د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي سبا جمعه کابل ته سفر وکړي. فیصل نن په اسلام‌اباد کې افغانستان ته د عباسي د سفر په اړه یوې خبري غونډې ته وویل: "د پاکستان صدراعظم سبا افغانستان ته ځي، موږ به پرمختګونه وګورو، خو پاکستان په وار وار د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور کې د خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ

د پېښور پرېس کلب د رحمان طبي انسټېټيوټ په مرسته خبريالانو لپاره د کرکټ ليګ تابيه کړې ده. د کرکټ دغه سياليو هدف خبريالانو ته د ساعت موقع برابدل دي چې به د روانې مياشتې تر پایې لوبېږي. په دغه سياليو کې پي پي سي قلندرانو پي پي سي ځلمو ته په لومړې لوبه کې ماتې ورکړه.په دې اړه د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

روسیې د سکریپال موضوع ملګرو ملتونو ته راجع کړه

ورورسته له هغې چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان تېره ورځ د سرګي سکریپال د مسمومېدو د قضیې په اړه د مسکو له لوري د ګډو تحقیقاتو وړاندیز رد کړ، روسیې نن دغه موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړه. مسکو غواړي په بریتانیا کې د دغه پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو قضیه په نړیواله سطح وپلټل شي. بریتانیا وایي، ډېر احتمال لري چې مسکو په دې پېښه کې لاس ولري، خو روسیه دا تورونه ردوي. سرګي سکریپال او لور یې یولیا سکریپال د مارچ پر څلورمه د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم وموندل شول. دوی په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سلمان خان ته د بند سزا اورول شوې

د هند وتلي اداکار سلمان خان ته د راجستان يوه عدالت د ناياب نسل یوې تورې هوسۍ د غيرقانوني ښکار کولو په جرم د پينځو کالو د بند سزا اورولې ده. سلمان خان تر سزا اورولو وروسته د جودپور مرکزي جېل ته ولېږول شو. دا مقدمه له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې روانه وه.

Pa.azadiradio.com 

په ګرجستان کې د سکرو کان د نړېدو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله شپږ کان کېندونکي وژل شوي دي. دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه نور ټپیان هم دي. د میندیلي کان د پلازمېنې تبلیسي په شااوخوا ۲۰۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري. د دغه کان د چارو تنظیموونکي وایي، دا کان د هغو ټکانونو په نتیجه کې ونړېد چې د یوې لویې ډبرې د ماتېدو څخه رامنځته شول.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیس وايي، لادرکه شوي چینايي سیلانیان‌یې پيدا کړي

پاکستاني پولیس وایي، یوه ډله جرمن سیلانیان چې ظاهراً یې د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د سفر پر مهال لار ورکه کړې وه، د پراخ لټون په نتیجه کې وموندل شول. شپږ نارینه او یوه مېرمن څو ساعته وروسته له هغه په غرنیو سیمو کې وموندل شوه چې له کوټې ښار څخه د پنجاب مرکز ته پر لاره‌یې له خپلو امنیتي ساتونکو سره اړیکې پرې شوې. دا خبره یوه قبایلي پولیس سید محب‌الله اغا د جرمني خبري اژانس ته کړې ده. نوموړی وایي، دغو سیلانیانو کوټې ته نږدې د بولان په غرونو کې لار ورکه کړې وه چېرې چې کله نا کله د اسلامي دولت ډلې او نورې وسله‌والې ملېشې مسافرین برمته کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان زنده باد تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت ولې کوي؟

دوی جرګه هغه ته وايي چې مثال پولېټيکل اېجنټ د چا جېب ته ۱۰۰۰ روپۍ اچوي هغه ملکان ورغونډ شي، یوه فیصله وکړي نو په دوی پسې به قام روان شي. که دوی هغې ته جرګه وايي، هغې ته موږ سرکاري جرګه وایو. [زموږ جلسې] د ولس جرګې دي.)