World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 09.04.2018

Mashaalradio.com 

حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې غوښتنې منل شوې دي

پاکستاني چارواکي وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنې مطابق په کراچۍ کې د وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود په وژنې تورن، د ملېر پوليسو پخوانی ايس ايس پي نيول شوی او غېب کړل شوي کسان يو يو کورونه ته راستنيږي.

Mashaalradio.com 

نوازشريف د راتلونکو ټاکنو پر شفافيت شک لري

د پاکستان ليري شوي وزیراعظم او واکمن ګوند، مسلم لېګ (ن) مشر نوازشريف د جولايي په مېاشت کې کېدونکو عمومي ټاکنو په اړه اندېښنې ښودلې دي. نوموړي پرون اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ده ته نه ښکاري چې راتلونکي انتخابات به شفاف وي.

Pa.azadiradio.com 

د پښتنو د ژغورنې غورځنګ ملاتړ په اروپا او امریکا کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ غونډه پرون په پېښور کې پای ته ورسېده خو ټاکل شوې راتلونکې غونډې شا او خوا يوه نيمه مياشت وروسته په لاهور او سوات کې جوړې شي. په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې په ملاتړ په جرمني، ډنمارک، سويډن، استرالیا او واشنګټن ډي سي کې هم غونډې جوړې شوې.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

ترکيې سلګونو افغانان بيرته افغانستان ته ولېږل. د سوريې په دوما ښار کې د شنبې د ورځې کيمياوي حملې نړیوال انتقادونه راپارولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې غونډې به په لاهور او سوات کې جوړې شي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.

Mashaalradio.com 

د مسلم لېګ (ن) ۸ نورو مهمو غړو استعفا ورکړه

د پاکستان حکمران ګوند، مسلم لېګ (ن) شپږ غړو له قامي اسمبلۍ او دوو د پنجاب له صوبايي اسمبلۍ استعفا ورکړې ده. د اپرېل په نهم تاريخ په لاهور کې يوې خبري غونډې ته دوی وويل چې د استعفا وجه یې د حکمران ګوند له خوا د جنوبي پنجاب ځانله صوبې کولو ژمنې نه پوره کول دي.

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د ګلونو نندارتون جوړ شوی

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د اسلام اباد په فاطمه جناح پارک کې دې نندارتون ته ډېر کسان ورغلي ول چې بېلا بېل ډول ګلان یې ولیدل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د اوبو د سرچینو په اړه کنفرانس کې له روسیې د تاجکستان تمه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوشنبه تمه کوي چې د روسیې یو پلاوی په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د دې هېواد په کوربه توب په جون کې د منځنۍ اسیا د اوبو د سرچینو په اړه جوړېږي. د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین اصلوف نن دوشنبه په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له کتنې وروسته وویل چې تاجکستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان ترملاتړ لاندې دغه راز له روسیې غواړي چې په دې هېواد کې د مخدره موادو ضد د یوه مرکز د جوړېدو ملاتړ وکړي. د اوبو زیرمو ته لاسرسی د پخواني شوروي اتحاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې درې سوو ښځینه پولیسو ته استوګن ځایونه جوړیږي

د افغان ښځینه پولیسو لپاره په نویو استوګن ځایونو یو سلو شل مېلیونه ډالره لګښت راځي. ددغه کورونو د جوړښت مالي لګښت په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت لخوا ورکول کيږي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی.

Mashaalradio.com 

د پېښور جلسه او د ورکو کسانو لټون

د اپرېل پر اتمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په لسګونه زره ورغلیو کسانو کې هغه سلګونه ښځې او ماشومان هم ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. دوی مشال راډیو ته وویل، تر مودې تېرېدو وروسته هم ورته معلومه نشوه چې کسان یې چا بیولي، چېرې دي او کله به کورونو ته ستنېږي. ویډیويي رپورټ پامیر ساحل اېډېټ کړی.

Pa.azadiradio.com 

د هند کرکټ سیالۍ: پنجاب ډهلي ته او کلکتې بنګلور ته ماته ورکړه

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په دوهمه ورځ پنجاب ډهلي ته او کلکتې بنګلور ته ماته ورکړه. په لومړۍ لوبه کې ډهلي ډارډیولز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وېکټو په زیان سره د کنګز الېون پنجاب لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه چې پنجاب لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اوور کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه‌یې د ۶ وېکټو په توپیر سره وګټله. په دغې لوبه کې مجیب ځدراڼ د کنګز الېون پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبېد او دوه وېکټې يې واخیستې. په دوهمه لوبه کې رائل چلېنجر بنګلور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جوجیتسو افغان لوبغاړو د اسیا په سیالیو کې ۴ مډالونه وګټل

د افغانستان د جوجیتسو لوبغاړو د اسیا په ازادو سیالیو کې څلور مډالونه وګټل. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو دوه دوه مډالونه خپل کړي دي. ښاغلی شهزاد وايي، مصطفی الکوزی او صبور رحیمي په دغو سیالیو کې تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل او د سپینو زرو مډالونه‌يې د افغانستان په نوم کړل. د اسیا د جوجیتسو ازادې سیالۍ د اپرېل له ۶مې نه تر ۸مې نېټې پورې د قرغزستان په کوربه‌توب په بشکېک ښار کې ترسره شوې.

Mashaalradio.com 

پر اسراییلو د سوریې پر هوايي ډګر د برید تور

سوریې او د هغه ټلوالې روسیې پر اسراییلو تور پورې کړی چې بېګا شپه د سوریې پر یوه پوځي هوايي اډه د توغندیو برید کړی دی. اسراییلیانو چې وړاندې یې هم پر سوریې ورته بریدونه کړي، سمدستي څه نه ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن، میره او پلار په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي

په ننګرهار ولایت کې يوه کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپله مېرمن، مور او پلار په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي. د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا دوه بجې د جلال‎اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند عبدالحق مېنه کې د نور محمد په نوم يو تن چې اصلي د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، میره او پلار په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي دي. د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نور محمد د پولیسو له لوري نيول شوی او په خپل جرم‌يې اعتراف کړی دی. نوموړی وايي، د قضيې د روښانه کولو په هدف له نیول شوي قاتل څخه نورې څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

روحاني: که امریکا له اټمي تړونه سرغړونه وکړي، پښېمانه به شي

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه سرغړونه وکړي، په دې کار به پښېمانه شي. حسن روحاني نن دوشنبه په تهران کې په یوه کنفرانس کې چې نن ورځ د دې هېواد د اټمي ټکنالوژۍ په نوم بلل شوی وویل، موږ به لومړني کسان نه‌یوو چې له دغه اټمي تړونه سرغړونه کوي، خو هغوی باید پوه شي چې که یې سرغړونه وکړه، پښېمانه به شي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې له دغه تړونه به ووځي او د مې تر ۱۲مې به نوي بندیزونه پر تهران ولګوي،... Читать дальше...