World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 17.04.2018

Mashaalradio.com 

د ژوب یوازنی روغتون ګڼې ستونزې لري

د ژوب اوسېدونکي وايي چې د ښار په یوازني لوی روغتون د ښځینه ډاکټرانو له کمي سره سره د دوایانو په ګډون له ګڼو اسانتیاو بې برخې دي. دوی وايي چې د دغه ستونزو له کبله ډېری ناروغان او په تېره ښځینه ناروغانې تر کړاونو تېرېږي. د مشال راډيو ویډيو

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال تحقیقات ، په روسیه کې د ټیلګرام د بندیدیو پرضد اعتراض، په ارمنستان کې لاریون او یوه هندي هلک یو جالب قلم اختراع کړی. دا او یوشمیر نور خبرونه په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي:

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ګبینو په تولید کې زیاتوالی راغلی

د کرنې او مالدارۍ وزیر د ګبینو په یوه نندارتون کې وویل چې د ګبینو په تولید کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه نندارتون په کابل کې د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې جوړ شوی و. د کرنې وزیر وايي، تېر کال ۲۱۰۳ ټنه ګبین په ټول افغانستان کې تولید شوي دي. ابراهیم صافی په دغه ویډیويي راپور کې تاسو د ګبینو دغه نندارتون ته بیایي. وېډیو او اېډېټ ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ګبینو په تولید کې زیاتوالی

د کرنې او مالدارۍ وزیر د ګبینو په یوه نندارتون کې وویل د ګبینو په تولید کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه نندارتون په کابل کې د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې جوړ شوی و. د کرنې وزیر وايي تېر کال ۲۱۰۳ ټنه ګبین په افغانستان کې تولید شوي دي. ابراهیم صافی دغه ویډیويي راپور کې تاسو د ګبینو نندارتون ته بیایي.

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه پيل شوه

په کندهار کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوه. خو دا ځل د مرکزونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی. نور حال په دغه راپو رکې وګورئ. ویډیو صادق ریښتنی ایډیټ سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه پيل شوه

په کندهار کي د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شوه. خو دا ځل د مرکزونو په شمېر کي د پام وړ کموالی راغلی. نور حال په دغه راپو رکې وګورئ. ویډیو صادق ریښتنی ایډیټ سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ کې پولیسو یو تن مظاهره کوونکی وژلی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن یو تن هغه مهال ووژل شو چې پولیسو د قهرجنونو مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې وکړې او اوښکې بهونګی ګاز یې استعمال کړ. دغه اخ وډب په هغې مظاهره کې چې روانه اوونۍ د یوې اووه کلنې نجلۍ د ورکېدو او وژل کېدو د پېښې په وړاندې پیل شوې وه، رامنځته شو. مظاهره کونکو پولیس تورن کړ چې په دې پېښه کې یې بې غوري کړې ده. پولیسو ويلي چې اولس تنه چې اکثره یې پولیس په نښتو کې ټپیان شوي دي. د امیر فاروق په نوم د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر وویل چې دغه نجلۍ دوه ورځې مخکې لادرکه شوې وه چې مړی یې پرون وموندل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان سره پر پوله درې ایراني سرتېري وژل شوي

د پاکستان له پولې سره د مشکوکو وسله والو په یوه حمله کې د ایران د امنیتي ځواکونو د درې غړیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د ایران د دولتي ایرنا خبري آژانس د خبرله مخې د سیستان بلوچستان ایالت د سرحدي ښار ګوټي میرجاوه پر یوې سرحدي پوستې په برید کې د ایران د پولیسو یو افسر ووژل شو او دوه نور سرتېري هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې یوه چاودېدونکي وسیله وچاودله. ایرنا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د خبرپاڼې له قوله ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په متقابل ځواب کې درې ترهګر ووژل. په سیستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین له انګلا میرکل سره پر یولړ مسائلو خبرې کړي

کرېملېن وایي، د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره د سوریې د وضعیت او د بالتیک پایپ لاین د لانجمنې پروژې په اړه خبرې وکړې. کرېملېن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې پوتین تېره اوونۍ پرسوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا پرهوایي حملو انتقاد وکړ. پوتین میرکل ته وویل چې دغه برید د یرغل عمل دی چې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ګڼل کېږي. پوتین دغه راز ویلي چې دغه برید هغه پراخې هڅې سختې اغېزمنې کړي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د هواري لټه کوي. د خبرپاڼې له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین له انګلا مېرکل سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړي

کرملېن وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د سوریې د وضعیت او د بالتیک پایپ لاین د لانجمنې پروژې په اړه خبرې وکړې. کرملېن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې پوتین تېره اوونۍ پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا پر هوایي حملو انتقاد وکړ. پوتین مېرکل ته وویل چې دغه برید د یرغل عمل دی چې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ګڼل کېږي. پوتین دغه‌راز ویلي چې دغه برید هغه پراخې هڅې سختې اغېزمنې کړي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د هواري لټه کوي. د خبرپاڼې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رادمنش: په «نصرت» عملیاتو کې لسګونه داعش قوماندانان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نصرت په نوم پیل شویو عملیاتو کې یې ډېرې بریاوې ترلاسه کړې دي. د دې وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پسرلنیو عملیاتو کې چې د هېواد په مختلفو سیمو کې روان دي، د داعش د لسګونه قوماندانانو په ګډون له ۳۰۰ زیات ترهګر وژل شوي دي. رادمنش زیاته کړه چې د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ پورې عملیات ترسره کېږي او یو شمېر ولایتونه لکه فاریاب، جوزجان، غزني، زابل، فراه، کندهار او پکتیا تر اوسه د دښمن تر تهدید لاندې دي.

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو د عامه پوهاوي په اړه د انتخاباتو د کمېسیون هڅه!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د زیاتېدو په هدف‌یې له یو شمېر رسنیو سره د همکارۍ موافقې کړې دي. د دې کمېسیون یوه غړي سید حفیظ‌الله هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دې کمېسیون له ۱۲ مشهورو ټلوېزیونونو او ۶۲ کورنیو راډیوګانو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې خلکو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي. د هغه په وینا دوی به له نورو لارو هم کار واخلي چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د خلکو پوهه زیاته شي او په‌کې پراخ ګډون وکړي. د انتخاباتو کمېسیون د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځمکو ادارې نږدې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې

د افغانستان د ځمکو د ادارې چارواکي وایي چې تر اوسه‌یې نږدې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده. د دغې ادارې د عامه اړیکو مسؤل او ویاند حشمت‌الله ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغې ادارې د دولتي ځمکو د معلوماتي بانک د کار له پیل راهیسې په وروستۍ یوه میاشت کې ۹۹ زره او ۲۲۴ جریبه دولتي ځمکه په ۲۸ ولایتونو کې تثبیت کړې ده. ښاغلي ناصري زیاته کړه چې دغه بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۱۰۷ مسلکي او باتجربه کارکوونکو له‌خوا په شدت دوام لري. د دولتي ځمکو، ملکیتونو او جایدادونو د سروې او تثبیت... Читать дальше...