World News in Pashto
Май
2018

Новости за 02.05.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

په کابل کې پر خبريالانو د حملو په اړه د نړيوالو عکس العملونو په جریان کې سپينې ماڼۍ دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده. د روغتيا نړيوال سازمان وايي: په نړۍ کې اووه مليونه کسان هر کال د هوا د ککړوالي له کبله مړه کيږي. دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

IPL: بنګلور، ممبي ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د هندوستان د کرکټ غوره‎لیګ سیالیو په لړ کې بنګلور، ممبي ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. رائل چیلنجرز بنګلور لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې ممبيي انډينز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ وکټو په زیان سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر بایلوده. ټیم ساوتي چې په ۴ اورونو کې یې د ۲۵ منډو په بدل کې د ممبيي انډينز لوبډلې دوه لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. ټاکل شوې د نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د غړومبۍ فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېده

د خوست ولایت د غړومبۍ فوټبال لیګ سیالۍ د غړومبۍ ځوانانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. د خوست د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ يوه میاشت وړاندې پېل شوې وې. د دغو سیالیو په پای لوبه کې د غړومبۍ ځوانانو لوبډلې د ګلزار فوټبال لوبډلې ته «۲ د ۰» په وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په‎خپل نوم کړه.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان لوبډله په نوې درجه بندۍ کې له سرې‌لانکا مخکې شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اورېزو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له سرې‌لانکا مخکې شوه. د نړیوالې شورا په وېب‎پاڼه کې د اعلان شوې نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د کرکټ د ۱۲ غورو هېوادونو په ډله کې د ۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتم مقام خپل کړی دی. سرې‌لانکا بیا د ۸۵ امتیازونو سره نهم او بنګله‎دېش د ۷۵ امتیازونو سره په لسم ځای کې قرار لري. په نوې درجه بندۍ کې پاکستان لومړی، اسټرالیا دوهم او هندوستان په درېیم ځای کې دي. د يو ورځینو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې بیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د پانګونې په برخه کې د خلکو لېوالتیا زیاته شوې

د ننګرهار د سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د صنعت او پانګونې لپاره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده. د دغه ریاست مشر شیر علم املوال نن ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د نا امنیو او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي، خو په وینا یې چې د صنعت او فابریکو جوړولو په برخو کې د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او مهمې لاسته راوړنې هم موجودې دي. نوموړي وویل چې د دغه سکټور په برخه کې ۳۵میلیونه ډالر لګول شوي او ۲۰۰۰کارګر په کار بوخت دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر پر بېړنۍ کارموندنې او دوامدارې ودې ټینګار کړی

افغان ولسمشر پر بېړنۍ کارموندنې او دوامدارې ودې ټینګار وکړ او ويې ویل چې د تولیدي اقتصاد لپاره اجماع په کار ده او باید په یوه صادروونکي هېواد بدل شو. د ارګ په یو بیان کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر متوازن انکشاف او سکټوري توازن ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ضروري ده چې د کرنې، صنایعو، کانونو، خدماتو او ساختماني سکټورونو ترمنځ توازان جوړ شي، ځکه که توازن نه وي، موږ دوامدار انکشاف نشو کولای. جمهور رئیس د هېواد د صادراتو او وارداتو ناسم توازن ته په اشارې وویل چې واردات د صادراتو اوه چنده دي چې دا د پرمختګ نښه نه، بلکې د رکود نښه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مراکش اعلان وکړ چې له ایران سره یې خپلې اړیکې پرې کړي

مراکش اعلان وکړ چې له ایران سره یې خپلې اړیکې پرې کړي دي. د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریتا دا اعلان پرون وکړ. مراکش ویلي چې له ایران سره یې اړیکې له پولیساریو ډلې او حزب الله ډلې څخه د تهران د ملاتړ په خاطر پرې کړي دي. د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران سفیر له مراکش وتلی او په ایران کې د مراکش سفارت هم ژر تړل کېږي. ایران تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.