World News in Pashto
Май
2018

Новости за 15.05.2018

Pa.azadiradio.com 

لاوروف او ظریف د ایران د اټمي تړون په اړه د نږدې اړیکو ژمنه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره موافقه وکړه چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون په اړه به نږدې اړیکې ولري. سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل. لاوروف د دغو خبرو په پیل کې وویل چې د ایران د اټمي تړون ټول پاتې اړخونه د دغه تړون په خوندیتوب کې د پام وړ ګټې لري، نو ځکه د هغه په خبره، ټول په ګډه د یو بل د ګټو دفاع ته اړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروسته وویل چې روسیې د دغه تړون د درناوي لپاره چمتووالی وښود. جواد ظریف تر دې سفر دمخه پیکېنګ ته تللی و . Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لاوروف او ظریف د ایران د اټمي تړون په اړه د نېږدې اړیکو ژمنه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره موافقه وکړه چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون په اړه به نېږدې اړیکې ولري. سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل. لاوروف د دغو خبرو په پیل کې وویل چې د ایران د اټمي تړون ټول پاتې اړخونه د دغه تړون په خوندیتوب کې د پام وړ ګټي لري، نو ځکه د هغه په خبره، ټول په ګډه د یوبل د ګټو دفاع ته اړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروسته وویل چې روسیې د دغه تړون د درناوي لپاره چمتووالی وښود. جواد ظریف تر دې سفر دمخه پیکنګ ته تللی و . Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د څرخي پله په زندان کې د اوبو د تصفیې یوه لویه پروژه پرانیستل شوه

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ناپاکو اوبو د تر ټولو لویې تصفیه خانې لګښت ورکوي. د دغې پروژې د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په حضور کې، په څرخي پله په زندان کې کېښودل شوه. د دغه زندان د اوبو د تصفیې چارې لس میلیونه ډالره لګښت غواړي چې په یوه کال کې به د امریکا له لورې ورکړل شي. په کابل کې د امریکا سفارت د اعلامیې له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په دغه زندان کې تر ۱۴ زرو ډېر بندیان له پاکو او تصفیه شویو اوبو برخمن شي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کابل په لوېدیځ کې ۱۸مه امنیتي حوزه هم پرانیستل شوه

تېر ماښام د پلازمېنې کابل د لوېدیځې برخې د لا ښه امنیت د ټینګولو په هدف، ۱۸مه امنیتي حوزه پرانيستل شوه. دا حوزه په ۱۳مه ناحیه، دشت برچي سیمه کې موقعیت لري. د کابل د اسمایي زون د عامه اړیکو مسؤل بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې یوازې ۱۳مه حوزه د دې سیمې لپاره کافي نه‌وه، نو ځکه بله حوزه پرانيستل شوه. دی وایي: "زموږ ۱۳مه امنیتي حوزه پراخه سیمه وه، د ۱۳مې حوزې تر څنګ یوې بلې حوزې ته هم اړتیا وه، د اړوندو چارواکو د سپارښتنې او د خلکو د غوښتنې پر اساس، د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۱۸مه حوزه هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وروستیو طبیعي پېښو په افغانستان کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶ ټپيان دي

وروستیو طبیعي پېښو د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په بدخشان ولایت کې خلکو ته اوښتي دي. نوموړي زیاته کړه: "په ۱۱ ولایتونو کې د سېلابونو، توفانونو او دغه‌راز د ځمکې د ښویېدو له کبله، ۱۶۵ کورونه ویجاړ شوي، ۱۶ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، شااوخوا ۷۲ کورنۍ د ځمکې د ښویېدو د ګواښ له کبله بې‌ځایه شوي دي." ښاغلي سیاس د زیانمنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې ۵۵ قهرېدلي فلسطینیان وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي

په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شوی دی. دا مرګ‎ژوبله او تاوتریخوالی پرون دوشنبه په بیت‎المقدس کې د امریکا د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې رامنځته شوي دي. د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې ۲۷۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي. اسرائیل وايي، شااوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو پرون دوشنبه په غزې تړانګه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړې. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د زور... Читать дальше...