World News in Pashto
Август
2018

Новости за 02.08.2018

Mashaalradio.com 

چېف جسټس د ريټايرډ پوځي مشرانو بهرنيوو ملازمتونو سپيناوی غوښتی

د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار په مشرۍ یو درې کسیزه بینچ د دفاع سکتر ته ویلي چې په بهر هیوادونو کې د پوځ د پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د ملازمتونو په اړه دې عدالت ته سپیناوی وکړي.

Mashaalradio.com 

د افغانستان په جوزجان کې د تسلیمو شویو وسله والو ویډیو

افغان چارواکو هغه لسګونه داعش وسله وال د جوزجان په مرکز شبرغان کې یوې ودانۍ ته بیولي چې د جولای پر ۳۱مه حکومت ته تسلیم شول. جوزجان د افغانستان شمالي ولایت دی. د مشال راډیو خبریال د تسلیمو شویو وسله والو د انتقال پر وخت حکومتي ودانۍ ته ورغلی وو او دا ویډیو يې جوړه کړې.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په زېمبابوې کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي په زېمبابوې کې له انتخاباتو وروسته د پورته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په مرکز هرارې کې پرون پر قهرجنو مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوی دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویترس د زمبابوې پر سیاسیونو او ولس غږ کړی دی چې له زغم نه کار واخلي او هر ډول تاوتریخوالی رد کړي. په زېمبابوې کې تېره دوشنبه د ولسمشرۍ انتخابات وشول او پرون د دې هېواد اپوزېسیون د ډیموکراټیک بدلون ګوند تور پورې کړ چې په انتخاباتو درغلۍ شوي دي. د ډیموراټیک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ماشومانو ته د مور د شيدې ګټې

په بلوچستان کې د روغتیا کارپوهانو ویلي دي چې ماشوم لپاره د مور شيدې تر ټولو مهم خوراک دی نو پکار دې چې هره مور خپل ماشوم ته د زيږیدو څخه بیا تر دوو کلونو پورې شيدې ورکړي. دوی دغه خبرې په کوټه کې په یوه غونډه کې وکړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا له خوا په ۲ ترکي وزیرانو بندیزونه او د ترکیې عکس العمل!

ترکیه وايي، د امریکا له خوا پر دوو ترکي وزیرانو د بندیزونو د لګولو پر وړاندې به عکس العمل څرګند کړي. امریکا د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغې د ترکيې د کورنیو چارو او عدليې پر وزیرانو بندیزونه ولګول چې انقرې د نظر بند امریکايي پادري له خوشې کولو انکار وکړ. ۵۰ کلن اندریو برانسون چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ترکیه کې زنداني شو او له تېرې اوونۍ راهیسې په کور کې نظر بند دی. پردې امریکايي پادري تور دی چې له هغو ډلو سره يې همکاري کړې ده چې په ترکیه کې يې دوه کاله وړاندې د پوځي کودتاه ناکامه هڅه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سمنګان کې د ۱.۵میلیونو ډالرو په لګښت پروژې افتتاح شوې

په سمنګان ولایت کې نن پنجشنبه د یو اعشاریه پینځو میلیونو ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې افتتاح شوې. دا پروژې د اقتصاد، عامې روغتیا او لوړو زده کړو د وزیرانو له خوا پرانېستل شوې. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، په دې پروژو کې د پینځو کلینیکونو، دوه ښونځیو او د سمنګان د پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ جوړول شامل دي. ښاغلي عزیزي وویل، د دې پروژو لګښت د هند حکومت ورکړی دی.

Mashaalradio.com 

کابل کې د ۳ بهرنیانو مړي موندل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، هغه درې تنه بهرنیان چې د کابل ښار له ډیسپچیلي سیمې ورک شوي وو، مړي یې په موسهي ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

Mashaalradio.com 

د ایران پارلېمان لخوا ولسمشر روحاني ته خبرداری

د ایران د پارلېمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړی څو هغه د ملک د مخ په خرابیدونکي اقتصاد له وجې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د پارلېمان په وړاندې حاضر شي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تنکیو ځوانانو د سوک وهلو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د تنکیو ځوانانو د سوک وهلو د غوراوي سیالۍ پیل شوې. د سوک وهنې د فدراسیون رئیس عبدالله شکیب نن ازادي راډیو ته وویل، د غواروۍ په دغو سیالیو کې ۶۵۰ تنو تنکیو ځوانانو ګډون کړی چې له دې ډلې به ۵۲ لوبغاړي انتخاب شي. نوموړی وايي، دا سیالۍ به تر لسو ورځو پورې دوام کوي. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو په پای کې د افغانستان د سوک وهلو فدراسیون د ۱۳ کلنو، ۱۴ کلنو، ۱۵ کلنو او ۱۶ کلنو سوک وهونکو ملي لوبډلې اعلان کړي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د لومړي ځل لپاره د باولېنګ انتخابي سیالۍ پیل شوې

په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د باولېنګ انتخابي سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ د باولېنګ فدراسیون له‎خوا جوړې شوي چې هدف يې د کابل د باولېنګ لوبډلې لپاره د ۶ غوره لوبډلو انتخاب دی. دی وايي، دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره دي چې په‎کې ۳۲ لوبغاړي په اتو ګروپونو کې سیالۍ تر سره کوي. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې باولېنګ د مسلکي کېدو په طرف تللی او ډېر مینه‎وال یي پیدا کړي دي. ښاغلی پیمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې تمرینات پیل کړل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د لوبو لپاره تمرینات پیل کړل. دا تمرینات د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکو په شتون کې نن پنجشنبې په انګلستان کې پیل شول او ټاکل شوې چې د اګسټ د میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې دوام وکړي. د کرکټ ملي لوبډله د تېرې شنبې په ورځ له ایرلنډ سره د درې نړیوالو۲۰ اوورېزو او درې ۵۰ اوورېزو لوبو وړاندې د تمریناتي کمپ په هدف انګلستان ته ولاړه. ملي لوبغاړي به د انګلستان په تمریناتي کمپ کې له برخې اخېستلو وروسته د اګسټ ۱۷مه ایرلنډ هېواد ته ولاړه شي. د افغانستان او ایرلنډ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جوزجان: تسلیم شوي داعش وسله وال به د بشر ضد جنایاتو په تور محاکمه شي

د افغانستان په جوزجان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه ته به تسلیم شوي داعش وسله وال د بشر ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور د مقدمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د دوهمې شپې لپاره هم د خلکو مظاهرو دوام وکړ

د ایران مرکز تهران ته نېږدې د دوهمې شپې لپاره هم د خلکو مظاهرو دوام وکړ. دا اعتراضونه په ایران کې د مخ په زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو په عکس العمل کې پیل شوي دي. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شوو وډیوګانو کې ښکاره کېږي چې د تهران په کرج ولسوالۍ کې خلک سړکونو ته راوتلي دي او د اخوندانو د نظام د لېرې کېدو شعارونه ورکوي. دغه راز په یوې بله وډیو کې خلکو مرګ پر دیکتاتور شعار ورکوي چې په ظاهره يې اشاره مذهبي مشر ایت الله علي خامنيه اي ته ده. تر دې مخکې هم په تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو د ورستیو اقتصادی ستونزو له امله مظاهرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د امید سبا د ملي سازمان په نوم سیاسې ډلې خپل فعالیت اعلان کړ

د امید سبا د ملي سازمان په نوم یوې نوې سیاسې ډلې نن په کابل کې خپل فعالیت اعلان کړ. دا سیاسي ډله د ملي امنیت د پخواني رئیس اسد الله خالد په مشرۍ جوړه شوې ده. اسد الله خالد وویل، دې سازمان له تېرو دوو کلونو راهیسې په غیر علني ډول فعالیت کاوه د ټولو سیمو ځوانانو په کې ونډه لري او د سولې له پروسې ملاتړ کوي. د ملي امنیت د ادارې پخواني رئیس وویل، د ملي یووالي حکومت باید د نفاق پرضد مبارزه وکړي او په خپله دې هم په هېواد کې د قومي شخړو د رامنځته کیدو مخه ونیسي. د دې نوي سیاسي جریان مشر د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ .