World News in Pashto
Август
2018

Новости за 09.08.2018

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي

پرون پنجشنبه په هرات ښار کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.   د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چادونه مازیګر شپږ بجې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په وسیله شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي. ښاغلي فرهاد د چاودنې د هدف په اړه وویل:  ” ددې چاودنې هدف په شینډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پخوانی قومندان ملا امیر و، چې هغه په چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

سعودي عربستان وايي: د دغه هیواد او کاناډا تر منځ ترینګلی وضعيت به د سعودي د تيلو پر صادراتو اغېز ونکړي. په امریکا او اروپا کې د تودوخې درجې له زیاتېدو سره په ځینو سيمو کې ځنګلونو اور اخیستی. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مه‌هېروئ

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د اپوزیشن لوی اتحاد د انتخاباتي نتیجو ضد احتجاج کړی

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د متحده اپوزیشن ګوندونو په دغه ښار کې د الېکشن کمېشن ترمخ په خپله احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېشن ناکامه شوی دی او ژر تر ژره دې استعفا ورکړي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تورونه په بیا بیا رد کړي او وايي، ټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د یمن په صعده ولایت کې بمبارۍ لسګونه کسان وژلي

د یمن په صعده ولایت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي. دا خبره د سره صلیب نړیوالې ادارې او محلي روغتیايي سرچینو کړې ده. سره صلیب ویلي دي هوايي بریدونو په صعده شمالي ولایت کې یو بس چې ماشومان يې لېږدول په نښه کړی دی. د لویدیځ په ملاتړ او د سعودي په مشرۍ ائتلاف بیا ویلي دي چې د حوثي یاغیانو د میزائیلو ویشتونکي دستګاوې يې چې پر سعودي د برید لپاره ځای پرځای شوې وې، په نښه کړي دي. ائتلاف وايي، حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی ماشومان د بشري سپر په توګه کارولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې د جرمني د یوې مرستندویه ډلې ۲ کارکوونکي خوشې شول

په سوریه کې د جرمني د یوې مرستندویه ډلې دوه کارکوونکي د چک جمهوریت د ډیپلوماټانو په منځګړتوب خوشې شوي دي. د چک د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر یان حاما چیک د دغو مرستندویه کارکوونکو د تسلیمۍ لپاره دمشق ته رسیدلی دی. چک جمهوریت د اروپايي ټولنې یوازینی غړی هېواد دی چې له سوريې سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري. په سوریه کې چکې ډیپلوماټان اروپايي ټولنې ته خدمات وړاندې کوي او د دې ټولنې په استازیتوب په مختلفو مسئلو کې منځګړتوب کوي. ټاکل شوې ده چې خوشې شوي جرمني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب کوي. په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې ملګروملتونو به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ترسره کړي. بل لورته د سولې لپاره ولسي حرکت نن د کابل په غازي لوبغالي کې یوه لویه غونډه کوي. دا حرکت وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاري بدل شو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوايي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په‎دې اړه د کابل په هوايي ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې نن پنجشنبه افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاري بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږي. نوموړي دا هم ویلي دي چې د رادار دا نوی سیستم چې پخوا د بهرنیانو له‎خوا کنټرولېده له دې وروسته به د افغانانو په کنټرول کې وي. په اعلامیه کې د ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټوکې بد عواقب هم لري او که نه؟

د ازادي راډیو دا اوونیزه «کور کلي» خپرونه ټوکو ته ځانګړې شوې ده چې: خلک ولې ټوکې کوي؟ دا چې ټوکې له یوې خوا ...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې سبا جمعه د ۲۴ ولایتونو د کېک بوکس سیالۍ پیلېږي

سبا جمعه د ۲۴ ولایتونو د کېک بوکس سیالۍ په هرات کې پیلېږي. د هرات د ورزشي امریت فني او تخنیکي مسؤل ضیاالحق ضیا نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د سولې د جام په نامه ترسره کېږي. د نوموړي په خبره د ځینو ولایتونو ورزشکاران هرات ته رسېدلي او ځیني نور به د ورځې تر پایه ورسېږي.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سامبو رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د سامبو رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې. د دغه ولایت ورزشي امر ګل کریم سحر نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په‎دغه درې ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه. د نوموړي په خبره په دغه سیالیو کې ۱۰ وړ ورزشکاران انتخاب شول چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د پکتیا په اسازیتوب ګډون وکړي. سامبو رزمي ورزش دی چې د کورش فدراسیون په چوکاټ کې شاملېږي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني د امنیه قوماندانۍ پر مېلمستون بریدونکی ووژل شو

د غزني د امنیه قوماندانۍ پر مېلمستون برید کوونکی ووژل شو. څو شېبې وړاندې یو تن وسله‌وال چې غوښتل یې د غزني امنیه قوماندانۍ د مېلمستون ساتونکي د بې‌غږه تومانچې په وسیله په نښه کړي د پولیسو له لوري وژل شوی دی. د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته له امنیه قوماندانۍ څخه ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې یاد کس‌یې د ساتونکو له لوري له پېژندګلوۍ وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژلی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې وسله‌وال غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي، خو د پولیسو له لوري له‌منځه ولاړ، په دې پېښه کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه‌دی اوښتی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان ملي لوبډلې یونیکارنز کلب لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریتانیا د یونیکارنز کلب لوبډلې ته د ۴۶ منډو په توپیر په یوې تمریناتي لوبه کې ماته ورکړه. د افغانستان ملي لوبډلې تېره ورځ په دغه تمریني لوبه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو خپل سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه. خو د یونیکارنز کلب لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۰۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېره اوونۍ د تمریني لوبو لپاره بریتانیا لاړه او د اګسټ د میاشتې تر ۲۰مې نېټې به د دوی تمریناتي سیالۍ دوام وکړي. له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې ۳ فلسطینیان وژل شوي

پر غزې تراړه نن پنجشنبه د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې درې فلسطینیان وژل شوي دي. په همدې حال کې فلسطیني وسله‌والو له غزې تراړې پر اسرائیل راکټي بریدونه کړي دي. په غزه کې روغتیايي چارواکو وویل، په بمبارۍ کې یوه امیندواره مېرمن، د هغې یو کلنه لور او د حماس ډلې یو وسله‌وال وژل شوي دي. د فلسطینیانو په راکټي بریدونو کې بیا لږ تر لږه ۷ اسرائیلیان ژوبل دي. د اسرائیل پوځ وايي، جنګي الوتکو يې په غزه کې د حماس ډلې په اهدافو بریدونه وکړل. له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دېخوا له کله نه چې حماس د غزې کنټرول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د روسيې سفارت د امریکا نوي بندیزونه رد کړي

په واشنګټن کې د روسيې سفارت د امریکا نوي بندیزونه رد کړي دي او هغه‌يې شدید بللي دي. متحده ایالاتو په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو په قضیه کې پر مسکو نوي بندیزونه لګولي دي. په امریکا کې د روسيې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نه متحده ایالاتو او نه هم بریتانيې داسې شواهد وړاندې کړي چې وښيي روسیه د جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومولو کې لاس لري. امریکا بیا وايي شواهد لري، خو محرم دي او په واشنګټن کې يې د روسيې سفارت ته ویلي دي چې دا شواهد کافي دي چې له مخې يې... Читать дальше...