World News in Pashto
Август
2018

Новости за 15.08.2018

Pa.azadiradio.com 

یوناما وايي د غزني د جګړې دوام ملکي خلکو ته زیات زیان پېښ کړی

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچي یماموتو ویلي چې د غزني پر ښار د وسله والو طالبانو حمله او د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې د جګړې دوام ملکي خلکو ته زیات تاوان پېښ کړی دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما په یوه خبرپاڼه کې نن چهارشنبه د «زمري ۲۴» د تدامیچي یماموتو په حواله لیکلي چې د غزني پر ښار حملې په داسې وخت کې چې په افغانانو کې یووالی تر هر بل وخت مهم دی، خلکو ته داسې ژور زخمونه ورکړل چې تفرقه اچولائ شي.  د خبرپاڼې په حواله، له غزني څخه خپرېدونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان او ازبکستان د ځمکې پر تبادلې کار کوي

قزاقستان او ازبکستان په خپل ګډ سرحد کې د ځمکې پر تبادلې کار کوي. دواړه هېوادونه په ګډ سرحد کې د بارک په نوم د یوه کلي پر سر لانجه لري چې د قرغزستان په بارک سیمه کې پروت دی. خو له دواړو لورو چارواکو ویلي چې د خبرو او د ځمکې د تبادلې په مرسته د لانجې د حل هڅې کوي.  د قرغزستان یوه چارواکي نن «چهارشنبه د زمري۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري دې موافقې ته رسېدلي چې د بارک سیمه به د ازبکستان په اندیجان سیمه کې د بیرلیشکین د کلي له شااوخوا سیمو سره تبادله کړي. د ازبکستان دا سرحدي سیمه د قزاغستان له پولې سره تړلې ده.

Pa.azadiradio.com 

له روسي بېلتون غوښتونکو سره جګړه کې یو اوکراینی پوځي وژل شوی

په اوکراین کې چارواکي وايي چې یو عسکر یې په ختیځ کې د روسیې له پلویانو بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې وژل شوی او درې عسکر زخمیان شوي دي. د اوکراین دفاع وزار ت نن«چهارشنبه د زمري۲۴» په خبرپاڼه کې ویلي چې بېلتون غوښتونکو په وروستیو ۲۴ ساعتونوکې تقریباً، ۶۴ واره د اوربند پر موافقه تېری کړی دی. د اوکراین پوځ وايي چې بېلتون غوښتونکو د حکومتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته د هاوان مرمې، لاسي بمونه او راکټ ور ویشتي دي.

Pa.azadiradio.com 

محسني: په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر دوو پوستو په حمله کې ۳۰ تنه عسکر او پولیس وژل شوي دي. اسوشېټډپرېس او رویټرز خبري اژانسونو دا معلومات نن چهارشنبه د «زمري ۲۴» په بغلان کې د ولایتي چارواکو په حواله خپاره کړي دي. د بغلان د ولایتي شورا رئيس، محمد صفدر محسني اسوشېټډپرېس ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې حمله وکړه او دوو پوستو ته یې اور اچولی دی. دا خبر په ولسي جرګه کې د بغلان وکیل، دلاور ایماق هم تائید کړی دی. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې حمله دوی کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

مایار: په قلات کې د طالبانو په حمله کې ۴پولیس وژل شوي

د زابل د پولیسو مشر، مصطفی مایار وايي چې په قلات کې د وسله والو طالبانو په حمله کې څلور پولیس وژل شوي او درې تنه زخیمان شوي دي.  مایار نن چهارشنبه د «زمري ۲۴» اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو نن سهار په قلات کې پر امنیتي پوسته حمله وکړه. د زابل د پولیسو مشر ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې څو ساعته دوام وکړ او وسله والو طالبانو درنې وسلې درلودې.  په حمله کې اووه وسله وال وژل شوي او پنځه زخمیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

راشدخان د انګلستان کرکټ لیګ کې درې لوبغاړي وسوځول

د انګلستان د کورني کرکټ لیګ په سالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان یو وار بیا واتوانېده چې د سیالۍ په دریو اورونو کې درې مقابل لوبغاړي وسوځوي. راشد خان د دغه سیالیو په ساسکس لوبډله کې لوبېږي چې تر دې دمه ښه ځلېدلی دی. د چهارشنبې د ورځې په سیالۍ کې پچه ګله مورګن لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د "ساسکس" لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او ۱۸۶ منډې یې ور کړې. په دويمه پاڼۍ کې د راشد خان دوی ساسکس لوبډله ښه وځلېده او ګله مورګن لوبدله يې د ۸۸ منډو په کولو سره وسوځوله.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د هېواد د خپلواکۍ په مناسبت بېلابېلې لوبې کېږي

د جوزجان د بدني روزنې امر وايي، د اسد د ۲۸ یا د هېواد د خپلواکۍ د لماځلو په مناسبت ۲۰ فدراسیونونو د بېلابېلو لوبو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیولی. صدیق فایز نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې به د جوزجان په بخدي پارک کې ترسره شي. نوموړي وویل، سیالیو لپاره تر اتیا سلنې چمتووالۍ نیول شوی او هېله مند دی چې په ډېر شمېر کې نندارچیان به له دغو لوبو لېدنه وکړي. ښاغلی فایز وايي، دوی تر ډېره هڅه کوي چې د افغانستان دودیزې لوبې ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹کلنې لوبډلې جوړولو لپاره دوهمه ازمايښتي لوبه هم شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د نوولس کلنې ملي لوبډلې د جوړولو په موخه د کابل په لوبغالي کې دوهمه ازمايښتي لوبه هم ترسره شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سيالیو کې ۲۷ تنه لوبغاړي برخه لري او په لړ کې به يې د دوی د لوبې مهارتونه وکتل شي. ښاغلی هوتک وايي د دې لوبې په توپ وهوونکو کې بصیر نیازي ۴۱، بلال احمد ۳۲، عبدالله ۲۸، احمدظاهر ۲۷ او سید جماالدین ۲۵ منډې ترسره کړې. د توپ اچونکو په ډله کې سمیع الله ۴، نوید احمد ۳، اکمل، عبدالرحمن، رضوان او سيد جماالدین دوه - دوه ويکټې ترلاسه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برښنا شرکت په کاپیسا کې ۷ پایې ټرانسفارمرې فعالې کړې

د افغانستان برښنا شرکت په کاپیسا کې د ۱،۴ مېګاواټو په ظرفیت ۷ پایې ټرانسفارمرې فعالې کړي. د برښنا شرکت ویاند وحید توحیدي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغو ټرانسفارمرونو په فعالېدو سره به ۱۲۳۵ کورنۍ له برښنا برخه‌منې شي. د نوموړي په وینا، د دغو ټرانسفارمرونو مجموعي لګښت ۲۳ میلیونه او ۷۰ زره افغانیو ته رسېږي. د برښنا شرکت په وینا، د روان کال تر پایه پورې به د دغه ولایت ۲۶ نور کلي هم له برښنا برخه‌منې شي.

Pa.azadiradio.com 

برښنا شرکت په کاپیسا کې ۷ پایې ټرانسفرمرې فعالې کړې

د افغانستان برښنا شرکت په کاپیسا کې د یو اعشاریه څلورو میګاواټو په ظرفیت، ۷ پایې ټرانسفرمرې فعالې کړي. د برښنا شرکت ویاند وحید توحیدي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغو ټرانسفرمرونو په فعالېدو سره به ۱۲۳۵ کورنۍ له برښنا برخمنې شي. د نوموړي په وینا، د دغو ټرانسفرمرونو مجموعي لګښت ۲۳ میلیونه او ۷۰ زرو افغانیو ته رسېږي. د برښنا شرکت په وینا، د روان کال تر پایه پورې به د دغه ولایت ۲۶ نور کلي هم له برښنا برخمنې شي.

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې د ۲۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول

په بادغیس کې د ۲۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه پروژې د بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې دي چې عملي کارونه به یې د بادغیس په څلورو ولسوالیو کې پیل شي. نوموړي وویل، په راتلونکي کې به دغه پروژې نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي. د ښاغلي رستمي په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو هدف دا دی، څو موجوده ستونزې په ځانګړې توګه د اوبو لګولو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا، د دغو پروژو لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

مټېس: طالبان لا هم د ملکیانو ترمنځ جګړې کوي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، د غزني په جګړه کې د طالبانو له‌خوا د خلکو د کورونو سنګر ګرځول د دې لامل شوي چې افغان ځواکونه تصفیوي عملیات ورو مخته یوسي. مټېس پرون د ارجنټاین په پلازمېنې بونیس ایرس کې دا خبرې وکړې. هغه ویلي چې په غزني کې دې جګړو د طالبانو کومه وړتیا نه‌ده ثابته کړې، بلکې دا یې وښودله چې هغوی لا هم د ملکیانو ترمنځ جګړې کوي. په غزني کې د تېرې جمعې شپې راهیسې طالبانو په ښار باندې پراخ بریدونه کړي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د څه باندې ۱۰۰ افغان سرتېرو وژل کېدل تأیید کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مټېس: طالبان لا هم د ملکیانو تر منځ جګړې کوي

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، د غزني په جګړه کې د طالبانو له خوا د خلکو د کورونو سنګر ګرځول د دې لامل شوي چې افغان ځواکونه تصفیوي عملیات ورو مخته یوسي. مټېس پرون د ارجنتاین په پلازمېنې بونیس ایرس کې دا خبرې وکړې. هغه ویلي چې په غزني کې دې جګړو د طالبانو کومه وړتیا نه ده ثابته کړې، بلکې دا یې وښودله چې هغوی لا هم د ملکیانو تر منځ جګړې کوي. په غزني کې د تېرې جمعې شپې راهیسې طالبانو په ښار باندې پراخ بریدونه کړي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د څه باندې سلو افغان سرتېرو وژل کېدل تأیید کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي: په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي ماموریت پیل شي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي ماموریت پیل شي. هغه دا خبره نن چهارشنبه د اګست په پنځلسمه د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وکړه. مودي وویل، یو سړی یا یوه ښځه به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې فضا ته واستول شي او د هند ملي بیرغ به له ځانه سره یوسي. مودي وویل، هند به تر روسیې، امریکا او چین وروستی څلورم هېواد وي چې په فضا کې به خپل ماموریت پیلوي. هند چې له چین سره په دې برخه کې سیالي هم لري، په تېره یوه لسیزه کې یې زیاته پانګونه کړې ده. د هند د فضايي تحقیقاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي: په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي مأموریت پیل شي

د هند صدراعظم نرېندرا مودي وايي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي مأموریت پیل شي. هغه دا خبره نن چهارشنبه د اګسټ په ۱۵مه د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وکړه. مودي وویل، یو سړی یا یوه ښځه به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې فضا ته واستول شي او د هند ملي بیرغ به له ځانه سره یوسي. مودي وویل، هند به تر روسیې، امریکا او چین وروستی څلورم هېواد وي چې په فضا کې به خپل مأموریت پیلوي. هند چې له چین سره په دې برخه کې سیالي هم لري، په تېره یوه لسیزه کې یې زیاته پانګونه کړې ده. د هند د فضايي تحقیقاتو ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سید حسن نصرالله: ژر به په سوریه کې د اوږدې جګړې بریا ولمانځي

د ایران له ملاتړه برخمن د لبنان د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله وايي، د امریکا له بندیزونو سره سره یې ډله له مخکې پیاوړې ده او ژر به په سوریه کې د اوږدې جګړې بریا ولمانځي. حزب الله ډله له ایران سره په خوا کې د اسد د رژيم په پلوۍ په سوریه کې جنګ مخته وړي. حسن نصرالله چې پرون د لبنان او اسرائیل د جګړې د پای ته رسېدو په دولسمه کلیزه کې یې وینا کوله، دا هم وویل چې په حزب الله ډلې او ایران باندې د امریکا بندیزونه کار نه ورکوي. هغه وویل، ایران له ۱۳۵۷ کال راهیسې له بندیزونو سره مخ دی، خو لا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سید حسن نصرالله: ژر به په سوریه کې د اوږدې جګړې بریا ولمانځو

د ایران له ملاتړه برخه‌مند د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر سید حسن نصرالله وايي، د امریکا له بندیزونو سره سره‌یې ډله له مخکې پیاوړې ده او ژر به په سوریه کې د اوږدې جګړې بریا ولمانځي. حزب‌الله ډله له ایران سره په خوا کې د اسد د رژيم په پلوۍ په سوریه کې جنګ مخته وړي. حسن نصرالله چې پرون د لبنان او اسرائیل د جګړې د پای ته رسېدو په دولسمه کلیزه کې یې وینا کوله، دا هم وویل چې په حزب‌الله ډلې او ایران باندې د امریکا بندیزونه کار نه‌ورکوي. هغه وویل، ایران له ۱۳۵۷ کال راهیسې له بندیزونو سره مخ دی، خو لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: هڅه کوو چې نن د کابل – کندهار لار د ټرافیکو په مخ پرانیزو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، هڅه کوي چې نن چهارشنبه د کابل – کندهار لویه لار د ټرافیکو په مخ پرانیزي. ښاغلي ابراهیمي نن له غزني ښاره په ژوندۍ بڼه د ازادي راډیو په سهارنۍ خبري مجله کې مرکه وکړه. هغه وویل چې له امنیتي پلوه ستونزه نشته، خو د لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا ځیني پلونه او پلچکونه الوځول شوي چې په ترمیم سره به یې د کابل – کندهار په لویه لار د خلکو د تګ راتګ پیل شي. په غزني باندې د طالبانو له خوا د جمعې د ورځې د برید له پیل راهیسې د کابل ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: هڅه کوو چې نن د کابل-کندهار لار د ټرافیکو په مخ پرانیزو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، هڅه کوي چې نن چهارشنبه د کابل-کندهار لویه لار د ټرافیکو په مخ پرانیزي. ښاغلي ابراهیمي نن له غزني ښاره په ژوندۍ بڼه د ازادي راډیو په سهارنۍ خبري مجله کې مرکه وکړه. هغه وویل چې له امنیتي پلوه ستونزه نشته، خو د لارې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا ځیني پلونه او پلچکونه الوځول شوي چې په ترمیم سره به‌یې د کابل-کندهار په لویه لار د خلکو تګ راتګ پیل شي. په غزني باندې د طالبانو له‌خوا د جمعې د ورځې د برید له پیل راهیسې د کابل-کندهار... Читать дальше...