World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 01.09.2018

Pa.azadiradio.com 

تر ۵۰ د ډېرو قاچاق کوونکي دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي

د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې تر ۵۰ ډېر قاچاق کوونکي له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي. په هغه خبرپاڼه کې چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوي راغلي چې ۵۶ کسان چې څلور يې ښځې وې د اسد په میاشت کې د نشه‎يي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي او دوسيې یې د څېړلو په حال کې دي. له ۵۶ نیول شوېو کسانو سره ۶۴کیلو ګرامه هیروئین، ۲۴۰کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه ۸۷۷ کیلو ګرامه چرس،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې د هرات په زندان کې یو زنداني وژل شوی

راپورونه وايي چې د هرات په زندان کې یو زنداني وژل شوی دی. دا پېښه د شنبې په ورځ د هرات د زندان په دوهم بلاک کې شوې ده. په هرات کې د ازادي راډیو خبریال د وژل شوي زنداني د ځینو خپلوانو له خولې وايي چې یو شمېر نورو بندیانو له خوا په چړو وهل شوی او وژل شوی دی. د وژل شوي زنداني خپلوانو د زندان مسؤلین د بندیانو د امنیت په برخه کې په بې پروایۍ تورن کړي او په دې برخه کې یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، که څه هم د هرات د زندان ساتونکو ددې پېښې په اړه د نظر له څرګندولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې له کرښې د یوې الوتکې د وتلو له امله یو تن وژل شوی

د روسیې په سوچي ښار کې د الوتنې له کرښې یا (رن وې) څخه د یوې الوتکې د وتلو په پېښه کې د هوايي ډګر یو کارګر وژل شوی او 18 تنه ټپیان شوي دي. د روسیې د ټرانسپورټ وزارت د شنبې په ورځ وویل، د هوا خرابوالی ددې سبب شو چې دا مسافر وړونکې الوتکه د رن وې له کرښې ووځي او یو وزر یې اور واخلي. ددې وزارت په وینا، د هوايي ډګر یو کارګر په داسې حال کې چې له اور اخیستې الوتکې څخه یې د مسافرو په ایستلو کې مرسته کوله، قلبي سکته کړې او ساه یې ورکړې. په دې مسافر وړونکې الوتکه کې چې له مسکو څخه سوچي ته الوتې وه، ۱۶۴ مسافر او د الوتکې ۶ تنه عمله سپاره وو.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو سوریې او روسیې ته خبرداری ورکړی

د امریکا متحدو ایالتونو سوریې او روسیې ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو ورځو کې په ادلیت ولایت کې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستی ولایت دی، هر ډول یرغل به د سوریې د کورنۍ جګړې د زیاتېدو سبب شي. دا خبرداری د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ورکړی دی. بل خوا راپورونه وايي چې په ادلیب ولایت کې د بشارالاسد د حکومت مخالف وسله وال پلونه نړوي او تونلونه وباسي، څو د حکومتي ځواکونو له خوا د هغو پوځي عملیاتو په وړاندې چمتووالي ونیسي چې د سوریې او روسیې مشرانو یې په اړه خبرداری ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشه‎يي مواد وسوځول شول

په پکتیکا ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشه‎يي مواد وسوځول شول. د پکتیکا ولایت مرستیال والي شېرپاچا اُرګوني د نشه‎يي موادو د سوځولو پر مهال وویل، په‎دې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو، په ځانګړي توګه له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹۰ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو او ۲۲۵ګرامه تریاک، څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۱۶۶ ګرامه مورفین، ۱۷لېټره الکولي مشروبات او څه اندازه خاشخاش نیولي دي. نوموړی وايي: "دا نشه‎يي مواد له قاچاق کوونکو او استعمالوونکو سره يو ځای نیول شوي او تاسو یې ګورئ چې سوځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بختیار: په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په لسګونو ټنه نشه‎يي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه‎یي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار رسنیو ته وویل، افغان ځواکونو د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې د ۲۹۴ عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشه‎يي مواد نیولي چې په‎دې نشه‎يي موادو کې هیروئین، تریاک، چرس، کېمیاوي مواد او الکولي مشروبات شامل وو. ښاغلي بختيار زیاته کړه چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۵۹کسان هم نیولي دي. په نیول شوېو کسانو کې درې پولیس، د ملي پوځ درې سرتېري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي د پاکستان د سفارت له خوا پر ده شوې ادعا رد کړه

د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان د سفارت هغه ادعا رد کړه چې ګوندې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي، خو ویې ویل چې د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د قونسلګرۍ څخه بهر موجود دی. د ننګرهار والي ښاغلي حیات الله حیات د شنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغې څرګندونې وکړې چې په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، د ننګرهار د والي د مداخلې له کبله یې جلال اباد کې په موقته توګه خپله قونسلګري تړلې. په کابل کې د پاکستان سفارت په یو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اوکراین کې د یوې بیلتون پالې ډلې مشر ووژل شو

د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې د بیلتون پالو د مشر الکسندر زخارچینکو تر وژل کیدو وروسته د بیلتون پالو مشرتابه شورا بیړنۍ غونډې پیل کړي دي او روسيه بیا دې پیښې سخته په غصه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

۳ تنه هند ته د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي

درې تنه هند ته د نشه‎يي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له‎خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې د فراه ولایت دوه قاچاق کوونکي چې غوښتل یې د هیرویینو ۱۷۷ کېپسولونه په خپلو خېټو کې هندوستان ته قاچاق کړي، د فراه ولایت په هوايي ډګر کې د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو نيولي دي. د یادونې وړ ده چې د دې موادو اصلي خاوند چې قاچاق کوونکي یې مخکې لا هوايي ډګر ته انتقال کړي، د هوايي ډګر د موټرو په پارکينګ نیول شوی دی.

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د دیني مدرسو ترمنځ د کرکټ سیالۍ

په پېښور کې د ديني مدرسو د زده کوونکیو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د پېښور په ارباب نياز سټېډيم کې پای ته ورسېدې.دا په پاکستان کې لومړی ځل وو چې د مدرسو ترمنځ د کرکټ سیالۍ وشوې. په دې ټورنمنټ کې د خېبر پښتونخوا د ۱۲ مدرسو لوبډلو برخه اخیستې وه. د دغه لوبو تابيه پېښور ځلمي فاونډېشن کړې وه چې پکې د مختلفو مسلکونو د مدرسو نږدې ۲۰۰ لوبغاړي ولوبېدل. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د رګبي افغان لوبډلې په اسیایي سیالیو کې پاکستان ته ماته ورکړه

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په اسیايي المپيکي سیالیو کې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې افغان لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته ۱۵ د ۷ په وړاندې ماته ورکړه. له دې وړاندې افغانستان متحده عربي اماراتو ته ۳۶ د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه، خو له کوریا او سریلانکا نه یې ماته منلې وه. د افغانستان د رګبي لوبډله خپله وروستۍ لوبه نن شنبه د اندونیزيا په وړاندې کوي چې په ګټلو سره به یې په اتلسم پړاو اسیايي المپیکي سیالیو کې نهم مقام خپل کړي.

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د افغاني او هندي سوداګریزو توکو یو نندارتون جوړېږي

د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هند په ممبی ښار کې د افغانستان او هند د سوداګرۍ نندارتون جوړ شي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې د افغانستان بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښودل کېږي چې د پرانيستې په مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي هم ګډون کوي. ښاغلی قوقندي وايي، د ياد نندارتون د جوړولو هدف، د افغانستان کورني تولیداتو ته د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو پام اړول دي. د ده په خبره، د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خانجان الکوزی: د هوایي دهلېز له لارې باید صادرات زیات شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که څه هم په اوونۍ کې يو ځل د افغان سوداګرو سوداګریز توکي د هوايي دهلېز له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېږي، خو په خبره یې چې دا کافي نه دي او باید په کې زیاتوالی راشي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال يوازې زعفران او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې هندوستان، قزاقستان، ترکیې او سعودي عربستان ته صادرېږي. ښاغلی الکوزی وايي، د مناسب بازار د نشتوالي له امله په اوونۍ کې يوازې يو ځل د افغان سوداګرو اموال د هوايي دهلېز له لارې دغو هېوادونو ته انتقالېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان په جلال اباد کې خپله کونسلګري بنده کړې

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې تور لګولی، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات له خوا د کونسلګرۍ په چارو کې بې ځايه لاسوهنه شوې چې په وینا یې دا کار له نړیوال تړونه سرغړونه ده.