World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 09.09.2018

Mashaalradio.com 

حافظ ثناالله د خپل صحافتي ژوند پاڼې اړوي

دا اوونۍ په مشال مرکه کې له حافظ ثناالله سره د هغه پر ژوند او کار غږېدلي یو. نوموړی چې عمر یې له ۷۰ کلونو زیات دی، په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې فرنټییر سټار مسوول مدیر دی.

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت وايي، لسګونه غیر مسؤل وسله وال یې نیولي

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې ښار کې د لسګونو غیر مسؤلو وسله والو کسانو د نیولو خبر ورکوي. دا کسان د وږي- سنبلې په اتلسمه د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت چې د شهید د اوونۍ په نوم لمانځل کېږي د موټرو له کاروانونو، وسلو او د مجاهدینو د واکمنۍ د مهال له بیرغونو سره د نورو کلونو په شان نن بیاهم د ښار واټونو ته راوتلي و. ښاغلي رحیمي وویل چې د دې کسانو په هوايي ډزو کې د کابل ښار ۱۳ اوسېدونکي ټپیان شوي دي. د یوه بل خبر له مخې په هغه انتحاري حمله کې چې د کابل ښار په تایمني... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سويډن کې عام انتخابات کېږي

په سويډن کې نن یکشنبه خلک په پارلماني انتخاباتو کې خپلې رأیې کاروي. داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د ...

Pa.azadiradio.com 

مجروح: په کابل کې د مسعود تلین لمانځونکو ډزو کې ۱۳تنه ټپیان شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، ۱۳ کسان چې ګومان کېږي د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د پلویانو د لاریونونو په ترڅ کې به ټپیان شوي وي د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي. د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح نن آزادي راډیو ته وویل چې دا کسان په مرمیو لګېدلي دي: "د ورځې په اوږدو کې ۱۳ کسان د مرمیو د ټپونو له کبله د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي خو په دې پېښو کې د چا د مړینې موارد نه لرو." د مسعود یوشمېر پلویان نن د سنبلې په اتلسمه چې د مسعود د تلین له ورځې سره برابره ده او د شهید د اوونۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کابل کې ځانمرګې حمله شوې

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي  مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د شهید اوونۍ لمانځلو کاروان غړي دي.

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې کلتوري مېله پای ته ورسېده

د اسلام اباد په لوک ورثه کې د سېپټېمبر پر نهمه د کلتوري شیانو دوه ورځنۍ مېله پای ته ورسېده. په مېله کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه د شیانو غرفې یا سټالونه لګېدلي ول چې ورته خلک نندارې او د شیانو اخیستو ته ورغلي ول. مېلې ته ورغلو ځېنو کسانو مشال راډیو ته وویل، په داسې ځایونو کې ماشومان نه یوازې له خپل رواج او دوده اشنا کېږي بلکې ساعت یې هم تېرېږي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند کجکي ولسوالي په انځورونو کې!

د هلمند کجکي ولسوالۍ د ښې اب او هوا له امله د هلمند یوه له سمسورو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. دغه ولسوالي د هلمند په شمال کې موقعیت لري. د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي دغې ولسوالۍ ته تللی او دغه په زړه پورې عکسونه یې چمتو کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د سولې حرکت وایي، د دوی یو ملګری په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی

د سولې ولسي حرکت وايي چې د دوی یو ملګری عبدالمالک همدرد په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، همدرد نن یکشنبه سهار لس بجې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په مرکز کې په موټر ووهل شو چې لاس، سر او ملا یې ټپي شوي دي. وطندوست وایي چې دا کار عمدي و او زیاتوي: "همدرد په یوه کرولا ډوله موټر ووهل شو، موټر وتښتېد او پېښې قصدي بڼه درلوده، ځکه که سهوً وای، هغوی باید درېدلي وای، خو موټر وتښتېد او بیا موږ پولیسو ته اطلاع ورکړه." د سولې د ولسي حرکت ویاند... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کالام شاهي باغ ته سیلګري ورځي

د سوات له ښایسته برخو څخه یوه یې د کالام شاهي باغ دی چې ګڼ سیلګري ورځي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په پسرلي کې سیمه په بېلا بېلو ځنګلي ګلانو ښایسته کېږي. شاهي باغ د غرونو په منځ کې پروت دی چې چکر ته مو ورولو.

Mashaalradio.com 

پنجاب: یو کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

د حافظ اباد ضلعې پولیس وايي دا پېښه په نیسووال نومې کلي کې د سېپټمبر په ۷مه ناوخته رامنځ ته شوې ده، چې پکې قاتل خپله لور ثنا، د هغې خاوند فردوس او د دوه او درې کلونو د عمر د هغوی دوه ځامن وژلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د تکواندو یوه ۹ کسیزه افغان لوبډله پاکستان ته ولاړه

د افغانستان د "ای. ټي. اف" تکواندو فدراسیون ۹ کسیزه لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره ولاړه. د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، دغه لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د سپټمبر په ۱۱ مه ترسره کېږي. د دوی په وینا، د یاد ټيم په ترکیب کې اته لوبغاړي او یو پلاوی شامل دي. ‌د بدني روزني ریاست په وینا، د دغو لوبو له جوړېدو هدف دا دی، څو د "ای. ټي. اف" تکواندو نړیوال کپ ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

په دُبۍ کې سبا دوشنبه د کرکټ د افغان لوبغاړو داوطلبي کېږي

ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه په متحده عربي اماراتو کې د لوبغاړو د بولۍ مراسم جوړ شي چې په کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ، يوشمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالیو هره لوبډله به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري چې ۷ به یې بهرني او پاتې به یې افغان لوبغاړي وي. د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا،د لوبغاړو بیې به له سلو زرو امریکايي ډالرو نېولې، تر ۱۵ زرو ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې خلک په ساحوي او سیمه‎ییزو انتخاباتو کې رأی ورکوي

د روسیې خلک نن په داسې حال کې په ساحوي او سیمه‎ییزو انتخاباتو کې رأی ورکوي چې د تقاعد د لازمې عمر د لوړولو لپاره د حکومت پلان خلک ناراضه کړي دي. د پلازمېنې مسکو په ګډون د روسیې له ۸۵ څخه د ۲۱ اداري واحدونو د مشرانو د غوره کولو لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن سهار پرانېستل شول. د څو نظرپوښتنو له مخې په سلو کې نېژدې ۹۰ خلکو د ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې نوښت سره مخالفت کړی دی. د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د ټول هېواد په کچه د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو له طرحې سره مخالفت کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کوزوو کې له سلو زیاتو اعتراض کوونکو د یوه کلي لاره بنده کړه

په کوزوو کې نن یکشنبه له سلو زیاتو اعتراض کوونکو هغه کلي ته ورغلې لاره بنده کړه چې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ غوښتل نن د ورځې په دوام کې د هغه لیدو ته ورشي. اعتراض کوونکو د پلازمېنې میتروویڅا او بانیې «Banje» کلي ترمنځ لوی سړک د موټرو په وسیله بند کړ. دوی په خپلو شعارونو کې لیکلي وو، هغوی چې بې‎ګناه ملکي وګړي یې په ډله‎ییز ډول وژلي، له دې لارې د تېریدو اجازه نه‎لري. سربیا پر کوزوو ولکه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د سرب ځواکونو له‎خوا د البانیایانو د وژنو او په... Читать дальше...