World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 30.09.2018

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: زه او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون پر يو بل مئينان یوو

د امريکا ولسمشر وايي، دى او د شمالي کوريا رهبر يو بل ته د ليکونو تر تبادلې وروسته د يو بل لېوال شوي دي. ډونالد ټرمپ پرون په غربي ويرجنيا کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د دواړو رقيبانو ترمنځ پر اړيکو مخکې تر دې چې ثمره ورکړي، ډېر کار شوى دى. ښاغلي ټرمپ خپلو ملاتړو ته په خبرو کې وويل چې دى او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون د ده په خبره پر يو بل مئينان شوي. دی وایي: ”زه واقعاً سرسخت وم، دى هم، زموږ ترمنځ ترخې خبرې تبادله شوې، وروسته پر يو بل مئينان شو، د شمالي کوريا رهبر ما ته ښکلي او عالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ۳۱ ښوونځیو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول

د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ ښوونځیو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول. د خوست د پوهنې ریاست چارواکو د بیارغونې د دې پروژې د کار د پیلېدو په ځای کې وویل چې د دې ښوونځیو ودانۍ ډېرې زیانمنې شوي او د باد او باران پر مهال زده کوونکي له ګواښ سره مخامخ ول. د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پروژه کې د خوست د مرکز او ولسوالیو ۳۱ ښوونځي دي چې د ترمیم چارې به يې د دریو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې سره به د یاد ښوونځیو ستونزې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

چترال کې وسله والو سکول الوځولی

د چترال د پولیسو مشر فرقان بلال د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې په ارندو سیمه کې وسله والو یو سکول په بارودو تبا کړي خو ځاني تلفات نه دي اوړېدلي ځکه چې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د سهار په پېنځو بجو رامنځ ته شوې ده.

Mashaalradio.com 

له خوسته تر سواته ادبي او کلتوري هلې ځلې

د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه کې مو، په خوست کې د سولې لپاره د مشاعرو له لړۍ خبروو، انیس بشیر د جلال اباد پر دیوالونو انځورګري کوي، وحیدالله قرار په سوات کې پر یو نوي چاپ شوي کتاب تبصره وړاندې کوي او د رابندرنات ټیګور د یوې لنډې کیسې پښتو ژباړه هم اورېدلی شئ.

Mashaalradio.com 

هند او پاکستان یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل

د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په کلنۍ وینا کې پر یو بل د ترهګرو او ترهګرۍ د ملاتړ تورونه پورې کړي دي. دواړه هېوادونه اکثر په دې نړیواله غونډه کې پر یو بل د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې کوي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

اندونيزيا: د زلزلې او سونامې له امله د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى

د اندونيزيا چارواکي وايي چې د زلزلې او سونامې طوفان په نتيجه کې د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى دى. دوى وايي، په سولا ويسي ټاپو کې د دې طبيعي افت په نتيجه کې ښايي د مړو شمېر تر دې زيات وي. د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې وياند سوتوپو پورو نوګروهو نن يوه کنفرانس ته وويل: ”د انډونيزيا د لوېديځ پر ځايي وخت د ماسپښين تر يوې بجې پورې ټولټال د ٨٣٢ کسانو مړينه تأييد شوې ده.“ ښاغلي نوګروهو وويل، د طبيعي افت له کبله د ځپل شوې ټاپو ګڼو سيمو ته لاسرسى محدود دى. د جمعې په ورځ ساحلي ښار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان اول نمبر شوى

د کرکټ د نړيوالې شورا ويبپاڼې په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ مهم لوبغاړى راشد خان د يو ورځنيو لوبو اول نمبر الراونډر شوى دى. د دې شورا د ويبپاڼې د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په تېرو سياليو کې د راشد خان د ځلېدو له کبله، هغه د درجه بندۍ په سر کې راغلى دى. د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، راشد خان په پنځو مسابقو کې ١٠ لوبغاړي سوځولي او ۸۷ منډې یې کړې دي. بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو ته نغدي جایزې او د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ته د میر مسجدي خان مډال ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کابل کې ۲ کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيول شوي

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل کې يې دوه کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيولي دي. دغه رياست نن یکشنبه په يوې اعلاميې کې ويلي چې دغه دوه مشکوک کسان د عملياتو پر مهال د کابل په درېيمه ناحيه کې نيول شوي دي. د اعلاميې په حواله، له دغو کسانو يوه تفنګچه، يو کرولا ډوله موټر او له منفجره موادو ډک يو لاسي بکس هم نيول شوي دي. په هغه ويډيو کې چې رسنيو ته لېږل شوې، ظاهراً دواړه کسان پر خپل جرم اعتراف کوي. د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دغو کسانو د پېښور په اکوړه خټک کې د ماينونو، موټربم او انتحاري واسکټونو جوړول زده کړي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقدونيا اوسېدونکو په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده

د مقدونيا اوسېدونکو د خپل هېواد د نوم بدلولو لپاره په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده. دغه ټولپوښتنه له ګاونډي هېواد يونان سره تر موافقې وروسته رابلل شوې ده. که له پېشنهادي طرحې سره سم د مقدونيا نوم «د شمالي مقدونيا په جمهوريت» بدل شي، د بالکان حوزې دغه هېواد ته به په اروپايي ټولنه او ناټو تړون کې د شموليت لار اواره شي. د مقدونيا صدراعظم زوران زايف د ټولپوښتنې په درشل کې د خلکو ډلې ته په وينا کې ويلي چې دغه ټولپوښتنه له څو اړخونو مهمه ده: "دغه منصفانه حل لار نه يوازې زموږ له جنوبي ګاونډي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اندونیزیا کې زلزله او سونامي ځپلو سيمو ته مرستې دوام لري

د اندونيزيا په سولا ويسي ټاپو کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکي له نن سهاره بيا په زلزله او سونامي ځپلو سيمو کې خپلو مرسته دوام ورکوي. داسې اټکل کېږي چې په دغه توپان او سونامي کې به په زرګونو کسان مړه شوي وي. د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا وويل، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي. د جمعې په ورځ د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزله د سونامي د سبب شوه چې څپې يې ٦ متره لوړې وې. دغې سونامي پالو... Читать дальше...