World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 13.11.2018

Pa.azadiradio.com 

ارګ: ژمن یو چې د ولسمشرۍ ټاکنې اساسي قانون سره سمې ترسره شي

ارګ نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه وویل، د ملي یووالي حکومت متعهد دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې له اساسي قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سمې ترسره شي. د افغانستان د جمهور رئيس ویاند، هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې په اساسي قانون کې د ولس له مطرح شویو غوښتنو پرته هېڅ بل انتخاب ځای نه‌لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال جمهوري ریاست انتخابات به د حمل  یا وري د میاشتې په ۳۱مه، وشي.  خو یو شمېر غربي رسنۍ په افغانستان کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ځنډ پر امکان خبرې کوي.

Pa.azadiradio.com 

هیومن رایټس واچ: پاکستان د نړۍ تر ټولو نیمګړی تعلیمي نظام لري

د بشري حقونو د څار ټولنه په یو نوي راپور کې وايي چې په پاکستان کې سیاسي بې‌اعتمادي، د وسله‌والو ډلو تشدد، بې‌وزلي او د دولت له‌خوا ځپونکي اقدامات د دې باعث شوي چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو نیمګړی تعلیمي نظام ولري. هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې چې نن خپور شو په پاکستان کې د ښځو د تعلیم په وړاندې خنډونو ته اشاره کوي او وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د هېوادونو سرمشریزې د پاکستان تعلیمي نظام د نړۍ تر ټولو ناوړه نظام وباله، خو له هغه په راوروسته کلونو کې هم د پاکستان په تعلیمي نظام کې په تېره د نجونو په برخه کې هېڅ‌راز بدلون نه‌دی راغلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لا هم پاکستان ته د پُنبې صادروونکو شااوخوا ۱۰۰ موټر بندې پاتې دي

لا هم پاکستان ته د پُنبې صادروونکي شااوخوا ۱۰۰ موټرې د دغه هېواد په سرحد کې بندې پاتې دي. د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې اړخه افغان سوداګر هره ورځ یو لک او ۶۰ زره افغانۍ زیان ویني. نوموړی وايي، که دولت دغې ستونزې ته رسېدنه ونه‌کړي، نو پُنبه تولیدوونکي به له سلګونه زره افغانیو زیان سره مخ شي او شااوخوا درې زره کسان به هم بې‌کاره شي. د راپورونو له مخې، پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه هېواد ته د پُنبې واردات بند کړي دي. افغانستان هر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رستمي: د پنځو مسلخونو د جوړولو چارې خصوصي سکټور ته سپارل کېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د پنځو مسلخونو د جوړولو چارې خصوصي سکټور ته وسپاري. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کار هدف د حکومت د عوایدو لوړوالی او په اړونده برخه کې سمون راوستل دي. له يادو پنځو مسلخونو دوه‌یې د کابل ولایت د بګرامیو په ریشخور کې او درې نور یې په هرات، بلخ او کندز ولایتونو کې جوړېږي چې په ټوله کې د دغو پنځو مسلخونو په جوړولو باندې ۶ میليونه ډالر لګښت راځي. ښاغلی رستمي وايي، هر يو مسلخ به په يو وخت کې د ۵۰۰ پسونو او ۱۰۰... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حمله په سختو ټکو وغندله

سعودي عربستان په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حمله چې لږ تر لږه ۶ تنه په‎کې ووژل شول، په سختو ټکو وغندله. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا ډول بې‌رحمانه اعمال په کلکه غندلي او قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته‌یې د خواخوږۍ تر څنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبازره کې د افغانستان له حکومت سره خپل کلک پیوستون څرګند کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په‎دې حمله کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه حمله د لسګونه معترضانو د راټولېدو ځای ته نږدې شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي په کابل کې پرونۍ ځانوژونکي حمله په سختو ټکو وغندله

سعودي عربستان په کابل کې پرونۍ ځانوژونکي حمله چې لږ تر لږه ۶ تنه په‎کې ووژل شول، په سختو ټکو وغندله. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا ډول بې رحمانه اعمال په کلکه غندلي او قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته یې د خواخوږي ترڅنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبازره کې د افغانستان له حکومت سره خپل کلک پیوستون څرګند کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په‎دې حمله کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی، شل تنه نور ټپیان شوي دي. دغه حمله د په لسګونو معترضانو د راټولېدو ځای ته نېژدې شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه ۵ تنه وژلي

د ترکیې ساحلي ګارډ وایي چې د دې هېواد په لویدیځ سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې چې ۱۴ افغانان او یو ایرانی په‎کې سپاره وو، د درې ماشومانو په ګډون پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ساحلي ګارډ په وینا په‎دغه پېښه کې چې پرون دوشنبه وشوه پنځه تنه نور تري تم دي. په ورکو شوېو پسې د لټون عملیات دوام لري. درې تنه د سیمې کب نیونکو د کوچینو کشتیو په ذریعه ژغورلي او دوه تنه هم توانیدلي چې ځانونه له اوبو را وباسي. اروپا ته له ترکیې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هغه پراخ بهیر په ترڅ کې چې په ۲۰۱۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې ۵ تنه وژلي

د ترکیې ساحلي ګارډ وایي چې د دې هېواد په لوېدیځ سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې چې ۱۴ افغانان او یو ایرانی په‎کې سپاره وو، د درې ماشومانو په ګډون پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ساحلي ګارډ په وینا په‎دغه پېښه کې چې پرون دوشنبه وشوه پنځه تنه نور تري تم دي. په ورکو شویو پسې د لټون عملیات دوام لري. درې تنه د سیمې کب نیوونکو د کوچنیو کښتیو په ذریعه ژغورلي او دوه تنه هم توانېدلي چې ځانونه له اوبو راوباسي. اروپا ته له ترکیې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هغه پراخ بهیر په ترڅ کې چې په ۲۰۱۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیل‌زاد په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د حکومت له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر پر مخ بیولو تاکید وکړ. زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل. د عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل: "ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړه چې واشنګټن ژمن دی چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړي او امریکا او نور هېوادونه به د اسانتیاوو برابرونکو په توګه رول لوبوي. اجرائیه رئیس هم تاکید وکړ چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې ډاکتران: په حدیده ښار کې ۱۵۰ تنه وژل شوي

په یمن کې ډاکتران په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بندري ښار حدیده په جګړو کې د لږ تر لږه ۱۵۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د یمن حکومت پلوي ځواکونه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف‌یې ملاتړ کوي، د حوثي یاغیانو په وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخه‌مند دي، جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي چې حدیده ښار له دغو یاغیانو تصفیه کړي. په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت پرون دوشنبې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره وکتل، څو پر هغه فشار راوړي چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې ډاکټران: په حدیده ښار کې۱۵۰ تنه وژل شوي

په یمن کې ډاکټران په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بندري ښار حدیده په جګړو کې د لږ تر لږه ۱۵۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د یمن حکومت پلوي ځواکونه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف یې ملاتړ کوي، د حوثي یاغیانو په وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي چې حدیده ښار له دغو یاغیانو تصفیه کړي. په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت پرون دوشنبې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره وکتل، څو پر هغه فشار راوړي چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: اروپایي غړي دې د ناټو دفاعي اتحاد خطر سره نه مخ کوي

د ناټو عمومي منشي د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ د وروستۍ لفظي شخړې وروسته خبرداری ورکړ چې د ناټو اروپایي غړي باید د دې سازمان دفاعي اتحاد له خطر سره مخامخ نه‌کړي. ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په برلین کې په یوه غونډه کې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوومبر په نهمه په یوه ټویټر کې ولیکل چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون په‌دې خبرې سره چې اروپا باید یوه واقعي اردو ولري، سپکاوی کړی دی. مکرون د اروپایي اردو د اړتیا په اړه په څرګندونو کې دغه راز د متحده ایالاتو نوم هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ تړون ته ژمن پاتې شوی

د ملګروملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران له خپله اړخه د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شوی دی. دا وروسته له هغې چې واشنګټن پر تهران د تیلو بندیزونه بېرته ولګول، د دغې نړیوالې ادارې لومړنی راپور دی چې خپرېږي. د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې په ویانا کې له خپل مقره خپورکړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې په‎دغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي. د دغې ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شوی

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران له خپله اړخه د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شوی دی. دا وروسته له هغې چې واشنګټن پر تهران د تېلو بندیزونه بېرته ولګول، د دغې نړیوالې ادارې لومړنی راپور دی چې خپرېږي. د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبه‌یې په ویانا کې له خپل مقره خپور کړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې په‎دغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي. د دغې... Читать дальше...