World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 17.11.2018

Mashaalradio.com 

عوامي نشنل ګوند د طاهر داوړ د وژنې پرضد احتجاج کړی

د عوامي نشنل ګوند له خوا د پېښور د پولیسو د وژل شوي ایس پي طاهر داوړ د وژنې پرضد د پېښور په ګډون په یو شمېر ښارونو کې احتجاج شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه د پلټنو لپاره وار له مخه د اووه کسیزې ډلې اعلان کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

جاوېد: په ننګرهار کې ۵۰ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې یې داعش او طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د اچین، نازیانو، پچیر اګام او خوږیاڼو ولسوالیو کې شااوخوا پنځوسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې د داعش او طالبانو وسله وال شامل دي. دی زیاتوي: "د ننګرهار ولایت په اچین، نازیانو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د داعش او طالب وسله والو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره شوي چې پکې زموږ کومانډو او هوايي ځواک شامل وو، پکې تر پنځوسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پامپیو: د روسیې د تېري په وړاندې اوکراین تر امریکا ښه ملګری نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د روسیې د تېري په وړاندې هڅو کې اوکراین تر امریکا بهتر ملګری نه لري. پامپیو دا څرګندونې د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاولو کليمکین سره تر لیدنې وروسته وکړې. پامپیو ویلي، د امریکا متحده ایالتونه به هېڅ کله له روسیې سره د کریمیا الحاق ونه مني او تر هغې به یې په وړاندې اقداماتو ته دوام ورکړي، څو چې روسیې د تور سمندرګي دا ټاپوزمه بېرته اوکراین ته نه وي سپارلي. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د مارچ په میاشت کې کریمیا ونیوله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې هره میاشت شااوخوا ۱۰ تنه د ماین قرباني کېږي

ماینونه او ناچاودي توکي لا هم د کندهار له خلکو قرباني اخلي. د افغانستان په جنوب کې د ماین پاکۍ د ادارو د همغږۍ بنسټ وایي، دوی په شااوخوا دوو لسیزو کې په کندهار کې له ۲۷۷ کیلومتر مربع زیاته ځمکه د ماینونو له شتونه پاکه کړې ده. محمد صادق رښتیني په دې اړه یو ویډيویي راپور چمتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې یو تن چې غوښتل یې ۲۲ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د دې ولایت له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول. په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پولیسو دوه قاچاق کوونکي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې جلال اباد ښار ته قاچاق کړي. تورن کسان تر لومړنيو څېړنو وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې څه د پاسه ۲۱ ټنه نشه يي مواد ونیول شول

په لوګر ولایت کې څه د پاسه (۲۱) ټنه نشه يي مواد ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د هوايي ځواکونو په مرسته د لوګر ولایت په روسي میدان سیمه کې د نظامي عملیاتو په نتېجه کې ۲۱ ټنه او  ۴۲۵ کیلو ګرامه چرس تر نیولو وروسته وسوځول. ښاغلی یاد ګاري وایي چې په روانه اوونۍ کې د دوی پولیسو د څو نورو نظامي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشه یي مواد او قاچاق کوونکي هم نیولي دي. دی وایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې دوه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په بغلان ولایت کې دوه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر شاه محمود پویا رسنیو ته وویل، (۷۵) کیلو ګرامه تاریاک او (۱۱) کیلو ګرامه چرس چې د دې ولایت له خنجان ولسوالۍ څخه په یوه لارۍ موټر کې بلخ ولایت ته قاچاق کېدل، د پلخمري د امنیتي کمر بند پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول. د دې پېښې په تور دوه تنه هم نیول شوي او د لومړیو څېړنو په نتيجه کې یې پر خپلو جرمومونو اعتراف کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۷ قضیې ثپت شوي

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې د روان کال له پیل راهېسې په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي ۲۲۷ قضیې له دوی سره ثبت شوي چې ډېرې یې کورني تاوتریخوالي او حقوقي مسئلې دي. د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغلته د ښځو په وړاندې په زور زیاتیو کې، وهل ډبول، وژنې، له کوره تېښته او جبري ودونه شامل دي. د بلخ ولایت د ښځو چارو رئیسې شهلا حدید ازادي راډیو ته وویل: ”د روان کال په بهیر کې موږ د ښځو په وړاندې د زور زیاتي ۲۲۷ پېښې ثبت کړي چې پکې د کورني تاوتریخوالي جدي قضیې او حقوقي مسئلې شاملې دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هېواد له ځينو سیمو د حکومت او طالبانو د نښتو راپورونه ورکړل شوي

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي چې پکې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز ترینکوټ کې یې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي. د ارزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سردار محمد حیا نن شنبه ازادي راډيو وویل: "په دې دوو ورځو عملیاتو کې د دښمن شااوخوا ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵ یې ټپیان دي." ښاغلي حیا خپل لوري ته د یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی وکړ. د بادغیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز په ګمرک کې لسګونه ليټره کېمياوي مواد ونيول

د نیمروز ولایت په ګمرک کې لسګونه ليټره هغه کېمياوي مواد ونيول شول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارول کېږي. په هغه خبرپاڼه کې چې د نیمروز ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې څه د پاسه اته سوه ليټره د اسیتون او تولین په نومونو کېمیاوي مواد چې په یوه ټېلر موټر کې بار شوي وو، د ګمرک کارکوونکو ونیول. د ګمرک مسئولین وايي چې په پام کې وه چې دا مواد تر محصول کولو وروسته د هیروئینو د تولید لپاره یوه ولایت ته قاچاق شي.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان پولیسو د ۲۸ کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله

د بدخشان ولایت پولیسو د څو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع رسنیو ته وویل، (۲۸) کیلو ګرامه هیروئین چې په یوه ټونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې له کشم ولسوالۍ د بدخشان ولایت شهر بزرګ ولسوالۍ ته قاچاق شي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي او په دې تور یې دوه کسان هم نیولي دي. په دې وروستیو اوونیو کې د بدخشان ولایت له لارې ګاونډیو ولایتونو او له هېواده دباندې د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په پچیر اګام کې لږ تر لږه ۳۹ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په پچیر اګام کې یې د جمعې له ورځې راهېسې په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۹ داعش وسله وال وژلي او له دوی څخه یې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار دفاع وزارت خپره کړې، ویل شوي چې پر دې سربېره د غزني ولایت د قره باغ او مالستان په ولسوالیو کې ۳۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي او خبره یې چې د بغلان ولایت د بورکې په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۰ تنه نور ټپیان شوي او د زابل ولایت د میزانې او د کندهار ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د واشنګتن د فشار له امله عراق د کرکوک له سیمې د تېلو صادرات پيل کړل

د واشنګتن د فشار په نتیجه کې عراق د کرکوک له سیمې یو ځل بیا د تېلو صادرات پيل کړل. په کرکوک کې د عراق د مرکزي حکومت او د کردانو د نیمه خودمختارې سیمې ترمنځ د جنجال له امله له نېږدې یوه کال راهیسې تېل نه استخراجېدل. د امریکا د متحد ایالتونو حکومت دواړه لوري وهڅول چې لانجه هواره کړي او تېل صادر کړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د خامو تېلو مخه ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت پرون په ټوېټر کې ولیکل چې د کرکوک د تېلو صادرات یو مهم ګام دی چې د ایران د تېلو د صادراتو مخه ورسره ونیول شي. Читать дальше...