World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 15.11.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغانستان، امریکا،سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو یو لړ موافقې کړي چې د افغان سولې لپاره ګټورې بلل کیږي.د سعودي عربستان څارنوالۍ د جمال خاشقجي د وژنې په تور د ۵ کسانو اعدام وغوښت او د بالیووډ فلمي ستورو ډیپيکا پډوکن او رنویر سینګ واده وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امنیت شورا: امریکا، سعودي او عربي اماراتو سره ګډې موافقې شوي

د افغانستان د امنیت شورا وايي، له امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره یو لړ ګډې موافقې شوي چې له مخې به يې د سولې په پروسه کې د افغانانو حقونه خوندي شي. امنیت شورا نن په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون په دې وروستیو کې په ابوظبي کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه. امنیت شورا وايي، د افغانستان د ملي امینت سلاکار حمد الله محب هم په دې غونډه کې برخه درلوده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښايي هرات سږ کال ۱۲ ټنه زعفران تولید کړي

په هرات ولایت کې مېرمنې تر ډېره د زعفرانو په کښت او ټولولو کې اساسي رول لري. که څه هم د زعفرانو په بیه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی، خو کروندګر وایي د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله ګټور دي د ازادي راډیو خبریال شاپورصابر په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړی چې ابراهیم صافی یې وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: شنبې به سرحدي او نظم عامه ځواکونو ته معاشونه ورکړل شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له راتلونکې شنبې ورځې به سرحدي او نظم عامه ځواکونو او هغو منسوبینو ته چې تنخواګانې یې نه‌دي اخيستي، معاشونه ورکړل شي. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ملي دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د معاشاتو د شفافیت لپاره د معاشاتو برښنايي سېستم پر لاره اچولی دی چې له نېکه مرغه دغه سېستم دوه اتیا په سلو کې بشپړ شوی دی، د سرحدي او نظم عامه ځواکونو چې د کورنیو چارو له وزارته دفاع وزارت ته انتقال شوي، د هغوی د ځینو منسوبینو تنخواګانې د اسنادو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: شنبې به سرحدي او نظم عامه پولیسو ته معاشونه ورکړل شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له راتلونکې شنبې ورځې نه به سرحدي او نظم عامه پولیسو او هغو منسوبینو ته چې تنخواګانې یې نه‌دي اخېستې، معاشونه ورکړل شي. د دفاع د وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ملي دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د معاشاتو د شفافیت لپاره د معاشاتو برښنايي سیستم پر لاره اچولی دی چې له نیکه مرغه دغه سیستم دوه اتیا په سلو کې بشپړ شوی دی. د سرحدي پولیسو او نظم عامه پولیسو چې د کورنیو چارو له وزارته دفاع وزارت ته انتقال شوي، د هغوی د ځینو منسوبینو تنخواګانې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنبش ګوند: عبد الرشید دوستم به انتخاباتو کې ځان کاندید نه کړي

د افغانستان ملي اسلامي جنبش وايي، د دې ګوند مشر عبد الرشید دوستم به په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید نه‌کړي. د جنبش ګوند یوه غړي احمد ته‌ینج نن ازادي رادیو ته وویل، دوی به پوره قوت سره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ونډه واخلي، خو د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال پُسټ ته به د دوستم پر ځای بل څوک کاندید کړي. تراوسه ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو د خپلې کاندیداتوری خبره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

یوسف له خپل معلولیته کړیږي

دولس کلن یوسف شپون و چې چاودنې یې یو لاس او سترګې ترې واخیستې. د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي په دې اړه ویډیويي راپور لري. ویډیو: بشیر احمد غزالي  ویډیو: لیمه هادي

Mashaalradio.com 

د طاهر خان داوړ مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو

د مومندو يوه مشر او د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند د طاهر خان داوړ مړینه د لر او بر پښتون ولس ترمنځ د بې اعتمادۍ رامنځته کولو سازش وباله.

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان لوی څارنوال ۵ کسانو ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې

د سعودي عربستان لوی څارنوال ۵ هغو کسانو ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده چې د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې په لاس لرلو تورن دي. د سعودي د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي نن په پایتخت ریاض کې وویل، د هغو ۱۸ کسانو له ډلې څخه چې د خاشقجي د قتل په قضیه کې په لاس لرلو تورن دي، ۱۱ يې تر عدلي تعقیب او پلټنو لاندې دي. که څه هم د سعودي لویه څارنوالۍ د دغو ۱۱ تورونو نومونه نه‌دي په ډاګه کړي، خو چارواکو ویلي چې په‌دې ډله کې د سعودي د استخباراتو د ادارې پخوانۍ مرستیال هم شامل دی. د سعودي لویې څارنوالۍ ویلي، دوی... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اماراتو کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په عربي متحده اماراتو کې د درېیو هېوادونو له استازو سره پر دې مسئلې خبرې کړې دي او تمه ده چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د هندوانو دیوالي

د نومبر پر۱۴مه د پېښور په یو مقامي هوټل کې د غېر سرکاري ادارې (عورت فاونډېشن) لخوا د هندوانو لپاره د دیوالي لمانځلو یو پرګرام جوړ کړل شوی و چې په کې د هندوانو په ګډون مسلمانان، سکهان او عیسویان هم ورغلي ول. په دې اړه د رابعه اکرم خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې یو تن وسله‌والو ته د مهماتو په برابرولو نیول شوی

د افغانستان ملي امنیت وايي، په پکتیکا ولایت کې يې یو تن د دولت ضد وسله‌والو ته د وسلو او مهماتو د برابرولو په تور نیولی دی. ملي امنیت نن په یوه بیان کې ویلي دي دا ۱۷۹ میله وسلې د بهاول په نوم د وسله‌والو یوه قوماندان چې په ایوبي مستعار نوم يې فعالیت درلود د پکتیکا سروبي ولسوالۍ ته راوړې وې. بیان وايي، دا وسلې چې ۱۶۸ میله تفنګچې، ۷ کلاشنکوفونه او څلور زره مرمۍ دي په یوه موټر کې تر لرګیو لاندې ځای پرځای شوې وې او د ډیورند له کرښې هاغې غاړې څخه يې غزني ولایت کې انتقالېدې.

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټوسک د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې مشر ډونالد ټوسک د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې له دې اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو معامله تأیید کړي. ډونالد ټوسک نن وویل، که کومه فوق‌العاده پېښه ونه‌شي نو د اروپايي شورا غونډه به جوړه کړي چې له دې ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو معامله نهايي کړي. تر دې یوه ورځ مخکې د اروپايي ټولنې مرکچي او د بریتانيا صدراعظمې ترزا مې اعلان وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو په یوه ۵۸۵ مخیزه مسوده‌يې موافقه کړې ده. د بریتانيا خلکو د ۲۰۱۶... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټوسک د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې ده

د اروپايي ټولنې مشر ډونالډ ټوسک د روانې نوومبر میاشت په ۲۵مه نېټه د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې له دې اتحاديې څخه د بریتانيې د وتلو معامله تأیید کړي. ډونالډ ټوسک نن وویل، که کومه فوق‌العاده پېښه ونه‌شي نو د اروپايي شورا غونډه به جوړه کړي چې له دې ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو معامله نهايي کړي. تردې یوه ورځ مخکې د اروپايي ټولنې مرکچي او د بریتانيې صدراعظمې ټرزا مې اعلان وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيې د وتلو په یوه ۵۸۵ مخیزه مسوده يې موافقه کړې ده. د بریتانيې خلکو د ۲۰۱۶میلادي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

منظور پښتين: د طاهر داوړ د مړينې مراسم به د مشورتي جرګې په خوښه کوو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې افغان چارواکي به نن د خېبر پښتونخوا د پوليس يو افسر طاهر خان داوړ مړی نن د هغه خپلوانو ته سپاري. نوموړي نن په پېښور کې د طاهر داوړ پر کور د مشال راډيو خبريال غلام غوث ته وويل چې د مشورتي جرګې پر خوښه به تورخم ته د مړي تر لاسه کولو مراسم ته ځي. هغه پر دې مهال زياته کړه چې د طاهر داوړ مړينه به د احتجاجونو يوه نوې لړۍ پېل کړي.