World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 26.11.2018

Mashaalradio.com 

پاکستان: معلوماتو ته لاس رسی او پر حکومت نيوکې

د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وايي معلوماتو د لاس رسي قانون به ژر له قامي اسمبلۍ منظور شي خو تر هغې پورې خلک او خبريالان کولی شي د يو کمېشن له لارې له حکومتي ادارو هغه معلومات واخلي چې پخوا يې تر لاسه کول ستونزمن وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

ټاکل شوې ده سبا د افغانستان په اړه په ژنيو کې یو کنفرانس جوړ شي. د اوکراین ولسمشر له روسیې وغوښتل چې د اوکراین بحري افسران راخوشي کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد د خامې ابادۍ ماشومان تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

په اسلام اباد کې ځېنې خامې یا کچه ابادۍ دي چې پکې د ښار بېوزله خلک اوسي. د دوی مالي وضعیت دومره خراب دی چې واړه، زاړه ټول یې کار ته اړ دي. د دې خلکو بچي ټوله ورځ کار کوي، خو مازیګر مهال یوه خیریه سکول ته ځي. دا داسې سکول دی چې هېڅ وداني نه لري خو تر هر ماښام پورې د ماشومانو په خبرو، خنداګانو او شور اباد وي. دا ښوونځی یوه ښځه چلوي. ویډیو: عمران یونس

Mashaalradio.com 

بل ځل "پردۍ جګړه" کې نه ښکېلېږو: عمران خان

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ګل پر ماښام په بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او ر

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د نذیر ګل استاد د موسیقۍ اکېډمي

په دې اکېډمۍ کې د څلورو جینکو په ګډون ۱۶ کسان زده کړې کوي. په دوی کې غفران د رباب زده کوي. غفران له ماشوموالي له رباب سره مینه لرله خو مخکې ورته د کورنۍ لخوا د دې د زده کړې اجازه نه وه خو چې زلمی شوی نو د رباب زده کول یې شورو کړل

Pa.azadiradio.com 

ښځینه محصلینو ته ۲۵ عرادې بس موټرونه ورکړل شول

دغه بس موټرونه د ازبکستان له خوا افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شوی. د لوړو زده کړو وزارت دغه بس موټرونه د ۲۵ ولایتونو ښځینه محصلینو ته ځانګړي کول، ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د افغان سرتیرو د عکسونو نندارتون

په دغه نندارتون کې د افغان امنیتي ځواکونو ډول ډول عکسونه نندارې ته ایښودل شوي دِ. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی دغه نندارتون ته تللی او دغه ویډیويي راپور یې جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

وچکالۍ او ناامنۍ د فاریاب ممیز سخت متاثره کړي دي

په فاریاب کې د ممیزو بزګران او سوداګر وايي له دې سره د ناامنۍ له امله د ممیزو په خرڅلا کې کمښت راغلی دی. اکرام الله کرم د ممیزو دې بازار ته ورغلی او دغه ویډیو راپور يې پرې برابر کړی چې فیروزه عزیزي يې وړاندې کوي.