World News in Pashto
Март
2024

Новости за 01.03.2024

Pa.azadiradio.com 

د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته وسپارل شو

په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین د کلک منتقد الکسي ناوالني د جنازې مراسم ترسره شول او په کې زرګونه کسانو برخه واخیسته. د ناوالني د جنازې په مراسمو کې په مسکو کې د امریکا د سفیر په ګډون څو نورو بهرنیو ډیپلوماتانو هم برخه اخیستې وه. الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶مه ومړ.

Mashaalradio.com 

سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ سپیکر او سید غلام مصطفا شاه مرستیال سپیکر شو

د مارچ پر لومړۍ نېټه چې د قامي اسمبلۍ د تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف په مشرۍ غونډه پیل شوه نو د تحریک انصاف مخکښه مشرانو عمر ایوب خان او ګوهر علي خان ورباندې اعتراض وکړ او و یې ویل چې تر هغو چې د پارلېمان ټول غړي موجود نه وي، د نوي سپیکر انتخاب دې نه کېږي.

Mashaalradio.com 

کابل کې د سپورټي ګاډو د ځغل سيالۍ شوې دي

په کابل کې د ګاډو شوق لرونکي له پخوانیو موټرو سپورټي ګاډي جوړوي. هغوی وايي چې اوس په خلکو کې د سپورټي ګاډو شوق زیات شوی دی خو د مالي مرستو او اسانتياوو د نشتوالي له وجې د دا ډول موټرو د ځغل سیالۍ ډیرې کمې کېږي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ

Pa.azadiradio.com 

د دوحې تړون څلورمه کلیزه؛ د امریکا پخوانی سفیر: دغه تړون یوه ښه معامله نه وه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې جنجالي تړون په څلورمه کلیزه کې لا تر اوسه هم د دې تړون پر څرنګوالي او پایلو په تړاو پوښتنې شته دي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ازادي راډیو ته وویل، د دوحې تړون یوه "ښه معامله نه وه." نور په ویډیو کې: