World News in Pashto
Март
2024

Новости за 12.03.2024

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د مېرمنو د لاسي توکيو نندارتون جوړ شوی

د اسلام اباد په یو کلتوري مرکز "لوک ورثه" کې د مېرمنو د لاسي صنايعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی وو. دا نندارتون د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی وو چې پکې د پاکستان د نورو برخو تر څنګ د خیبر پښتونخوا مېرمنو هم خپل د لاس جوړ شوي توکي نندارې او پلور ته اېښي ول. ويډيويي راپور

Mashaalradio.com 

هند د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش مذهبي لږکیو کډوالو ته تابعیت ورکول پیل کړی دی

د هند د تابعیت تعدیل شوی قانون د ٢٠١٩ز کال د ډېسېمبر پر ١١مه نېټه تصویب شو چې له مخې یې د هند مذهبي اقلیتونه او د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش سیکان، جین، پارسي او عیسویان کولای شي چې د هند د تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

Mashaalradio.com 

د هند په هریانه کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې کرکیله کېږي

د هند په هریانه کې ځینو کرونده ګرو مېرمنو ته د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو له لارې په کروندو کې د سرې او درملو پاشلو چل ښودل کېږي. شرمیلا یادوو هم یو له هغو مېرمنو څخه ده چې له همدې لارې د میاشتې تر ۶۰۰ ډالرو پورې عاید هم لري. شرمیلا وايي له وړوکوالي یې ارمان وو چې الوتکه پورته کړي او اوس یې دا ارمان د ډرون الوتکې په پورته کولو سره پوره شوی دی. نور تفصیل د فرانسې خبري اژانس په دې ویډیويي راپور کې.