World News in Pashto
Март
2024

Новости за 25.03.2024

Mashaalradio.com 

د پکتیا ورزشکاران وایي د لوبغالو او وسایلو کمښت یې پرمختګ ته نه پرېږدي

د پکتیا ولایت یو بل ورزشکار ممتاز وايي، ورزش په افغانستان کې د ټولو بنسټونو ملاتړ او پام ته اړتیا لري، ځکه یوازې د بدني روزنې اداره د دې وس نه لري، چې لسګونه زره کسانو ته د سپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

Mashaalradio.com 

د موصل ښار اوسېدونکي خلک څنګه پیشلمي ته بیداروي؟

غفران ثامر د عراق د موصل تاریخي ښار په کوڅو کې ګرځي او مسلمانان پیشلمي (پیشمني) ته بیداروي. دا په هغه ښار کې د روژې د میاشتې یو پخوانی دود دی چې پر موصل د ترکیې د عثمانیانو له واکمنېدو سره سم پیل شوی وو. خو اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د نورو فرهنګي کارونو په ګډون پر دې هم بندیز ولګاوه. البته په ۲۰۱۸ز کال کې چې موصل د هغې ډلې له کنټروله ازاد شو نو دا عمل بیا پیل شو او د ښار اوسېدونکي وايي چې دا دود ژوندی ساتل غواړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ماتم کوونکو په روسیه کې د کانسرت پر مهال د مرګونې حملې قربانیانو ته درناوي مراسم پرځای کړل

خلک د روسیې د کراسنوګورسک ښار په کراکاس کې د کنسرت پر مهال د حملې قربانیانو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې په پار راټول شوي دي. په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون۱۳۷ کسان ووژل شول.

Mashaalradio.com 

نری رنځ څه ډول ناروغي ده او درملنه یې څنګه کېږي؟

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر نري رنځ یا ټي بي غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د مارچ ۲۴مه د تپ دق یا توبرکلوز په اړه پوهاوي ته ځانګړې کوي. دا یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې له مریضه نورو کسانو ته خپرېدای شي او که پر وخت یې درملنه و نه شي نو د مرګ سبب هم کېږي. نن په خپرونه کې د دې ناروغۍ د علاماتو، تشخیص او درملنې په اړه مفصل معلومات درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.

Mashaalradio.com 

فعالانو د ګلګت بلتستان د ۱۳ کلنې نجلۍ تښتونې پرضد مظاهره کړې ده

مدني او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستانه د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د تښتونې او ودولو پرضد مظاهره کړې ده. د مارچ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې مظاهرچیانو وویل چې د نجلۍ د تښتونې مقدمه دوه میاشتې مخکې دایره شوې خو چارواکو یې د تښتوونکو پرضد اقدام نه دی کړی. البته څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې نجلۍ ویلي دي چې په خپله خوښه یې واده کړی دی خو احتجاجیانو ویلي دي چې په هغې ویډیو په زور جوړه شوې ده. د ګلګت بلتستان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د سوات مدني فعالې اسټرالیا کې د ځوانانو نړیواله جایزه ګټلې

د سوات ۲۲ کلنې مدني فعالې حدیقې بشیر د مارچ پر شپږمه په اسټرالیا کې د ځوانانو یوه نړیواله جایزه ګټلې ده. نوموړې وايي چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په سوات کې د نجونو د کم عمرۍ د ودونو پر ضد مبارزه او په ټولنه کې د اب و هوا یا اقلیم بدلون په اړه د پوهاوي پیدا کولو هڅه کوي. نوموړې په وروستیو کې له اسټرالیا څخه سیدو شریف ته په ستنېدو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

Mashaalradio.com 

هند کې د نړۍ تر ټولو لویه ډوسا ډوډۍ جوړه شوې ده

د هند خلک د وريژو او دالونو له اوړو یو ډول نرۍ ډوډۍ جوړوي چې ډوسا یا دوسا بلل کېږي. د هغې ډوډۍ جوړولو بېلابېلې طریقې دي خو د مارچ پر ۱۶مه د خوړو یو شرکت شاوخوا ۳۷ میټره ډوسې په پخولو نړیوال رېکارډ جوړ کړی دی. انیسې اجمل یې په اړه د اې اېف پي له ویډیو رپورټ جوړ کړی دی.