World News in Pashto
Март
2024

Новости за 09.03.2024

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري څوک دی؟

د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري په دویم ځل ولسمشر ټاکل شوی دی. نوموړي د د مارچ پر نهمه د خپل ګوند ، مسلم لیګ نون او ځینو نور ګوندونو په ملاتړ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل نوماند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته ماته ورکړه. بوریوال کاکړ د رویټرز خبري اژانس د ویډیو پر اساس د اصف علي زرداري ژوند او سیاست ته لنډه کتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

په عبدالولي خان پوهنتون کې د افغانستان د کلتور په اړه نندارتون شوی دی

په پاکستان کې افغان کمېشنرۍ د افغان ښځو سره د یووالي لپاره د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ کړی وو. د مارچ په اوومه په یاد نندارتون کې د افغانستان د کلتور او د ښځو د ژوند په اړه فنپارې نندارې ته وړاندې شوې. په نندارتون کې د افغان ښځو په لاسونو جوړ شیان د خرڅ لپاره ايښودل شوي ول. ویډیویي راپور

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د ښځو ستونزې معلومې دي خو حل لارې یې څه دي؟

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو.

Pa.azadiradio.com 

مثلث: په افغانستان، ایران او پاکستان کې د ښځو د حقوقو نقض څه توپیر لري؟

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره ځانګړی قانون نه شته، مثلا نجلۍ مدرسې ته تللی شي، خو تر شپږم ټولګي ورپورته نجونې مکتب ته نه شي تللی او طالبان وایي چې شرایط ورته چمتو نه دي. په پاکستان کې د ښځو لپاره حقوق شته، خو تر ډيره یې خلک د پلي کیدو مخه نیسي، په ایران کې بیا ګڼ خلک د ښځو د حقونو په برخه کې د قانون د بدلیدو غوښتنه کوي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان د ولسمشر انتخاب: د رایو شمېرل دوام لري

پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی دی. خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوما

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اتم مارچ لاریونونو کې مېرمنو د خپلو حقونو غوښتنه تکرار کړه

دښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اتمه په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکیو سازمانونو لاريونونه او غونډې کړې دي. په دې لاريونونو کي په زیات شمېر کې ښځو ګډون کړی او له حکومته یې یو وار بیا غوښتنه کړې ده چې د مېرمنو د برابرۍ لپاره دې اقدامات وکړي. د دوی په وينا چې په ټولنه کې دې مېرمنو ته په وراثت، تعلیم، نوکریو او نورو چارو کې پوره حق ورکړل شي. په اسلام اباد کې پولیسو مېرمنې پرېښنودلې چې په ډي چوک کې لاریون وکړي. نور تفصیل په دې راپور کې.