World News in Pashto
Май
2024

Новости за 07.05.2024

Mashaalradio.com 

امريکا کې په څارويو د لاس وهلو کاروبار راتلونکی به څنګه وي؟

د اعصابي او رواني ناروغیو پوهان وايي چې په څارويو لاس وهل او د هغوی لمس کول يو ډول درملنه ده چې انسان ته ذهني ارام ورکوي. په امریکا کې زرګونه بزګران په پیسو خلکو ته موقع ورکوي چې د ذهني ناارامۍ او اعصابي فشار کمولو لپاره د هغوی له څارويو سره محدود وخت تېر کړي. خو په وروستیو کې د چرګانو او مارغانو د ناروغۍ یا برډ فلو د اندېښنو له وجې وېره ده چې دا ناروغي څاروو ته هم لګېدی شي او ورسره به دا کاروبار اغېزمن شي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ: وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بريدونه کوي

مېجر جنرل احمد شريف يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د مارچ پر ٢٦مه د خيبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، چې پينځه چينايي انجينران او د هغوی پاکستانی ډرېور پکې وژل شوی وو.

Mashaalradio.com 

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ لاريون کړی دی

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مې پر شپږمه د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم د حکومته مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف او د بلوچستان سوداګرانو د چمن پرلت په ملاتړ، په بلوچستان کې د بدامنۍ، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د راخوشې کولو او د اتم فېبرورۍ په انتخاباتو کې د مبیینه درغلیو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دا احتجاجي لاريون تر هغه وروسته شوی چې د چمن پرلتوالو په وينا د مې پر څلورمه د سرحدي ځواک سرتېرو پر هغوی ډزې وکړې او لږ تر لږه يو پرلتوال يې وواژه او شاوخوا ۱۰ نور يې ژوبل کړل. Читать дальше...