World News in Pashto
Май
2024

Новости за 23.05.2024

Mashaalradio.com 

د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د بودا کليزه لمانځل شوې

د هند، نېپال او انډونيزيا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مې پر ۲۲مه، ۲۳مه او ځينو نورو ورځو د بودا د زېږون ۲،۶۵۸مه کليزه لمانځل کېږي. پر دې موقع د بودا پيروکارانو د ځان او انسانيت لپاره دعاګانې وکړې. د فرانس پرېس او رويټرز اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

له قرغزستان څخه پاکستاني محصلان پاکستان ته ستانه شول

یو شمېر پاکستاني محصلان، چې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې یې درس وایه او تېره اوونۍ د قهرجنو کسانو له‌خوا تر ډله‌ییز برید لاندې راغلل، اوس پاکستان ته ستانه شوي دي. هغوی د مې میاشتې د ۱۷مې او ۱۸مې تاوتریخوالو وروسته څو ورځې په لیلیو کې پاتې شول، ځکه د لا ډېر تاوتریخوالي له ګواښ سره مخامخ وو.

Mashaalradio.com 

رفيع حنيف وايي د کابل سقوط تر بل هر چا زيات افغان هنرمندان ځپلي دي

د دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه په پېښور کې مېشت يو افغان کډوال سندرغاړی رفيع حنيف دی. دی وايي، د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې سمدستي وروسته، چې کابل د افغان طالبانو لاسو ته ولوېد، د ده په شمول ګڼ افغان هنرمندان افغانستان پرېښودو ته اړ شول. حنيف زياتوي، په پېښور کې کار روزګار نه لري او ژوند يې سخت دی. د نوموړي په خبره، په دې لټه کې دی چې کوم غربي هېواد ته ولاړ شي او خپل ژوند له نوي سره پيل کړي. د رفيع حنيف دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

باړه کې ۲۴ کاله مخکې جنګونو وران کړی سکول لا هم نه رغول شوی

د خیبر په باړه کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې د وران شوي سرکاري سکول د بیا رغونې کار درېدلی دی. دا ښوونځی په ۲۰۰۹ز کال کې وران شوی وو چې څو کلونه مخکې یې حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې چارې پيل کړې خو زده کوونکي يې اوس هم د ماتو کړکيو په کوټو کې کښېني. شاګردان او استادان وايي د ښوونځي ځينې برخې يې رغېدلې دي‌ خو لا هم ډېر کار ته اړتيا شته. ويډيويي راپور.

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې سېلاب؛ نیک‌محمد څو ورځې کېږي چې د خپلې کورنۍ د مړو په لټه کې دی

په بغلان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه او زرګونه نور بې کوره کړل. د بغلان د برکې ولسوالۍ د فلول کلي د اوسېدونکي نیک‌محمد د کورنۍ درې غړي سېلابونو وړي دي. هغه ازادي راډیو ته وویل، ورځې وشوې چې د خپلې کورنۍ د غړو په لټه کې دی، خو تراوسه یې کوم درک نه دی موندلی.

Mashaalradio.com 

نورالله ترين: زندانونه زموږ د مبارزې مخه نه شي نيولای

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين په څلورو مقدمو کې له بري کېدو او په شپږو مقدمو کې یې له ضمانت منظورېدو وروسته د مې پر ۲۲مه دکراچۍ له زندانه خوشې کړل شو. د نوموړي هرکلي ته د پي ټي ایم ګڼ پلویان ورغلي ول. ترین پر دې مهال مشال راډيو ته وویل چې د پښتنو د حقونو لپاره به سوله ييزه مبارزه جاري ساتي او د هغه په خبره زندانونو يې مخه نه شي نيولای. نوموړی د کراچۍ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر څلورمه د عامه نظم ګډوډلو په تور نيولی وو. پر نوموړي په درج شویو نورو مقدمو کې پر هغه او ملګرو یې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د چیک جمهوریت خلاص زندان بنديان عادي ژوند ته راګرځوي

د چیک جمهوریت سرښار پراګ سره نېږدې د بندیانو لپاره یو خلاص زندان دی. هلته بنديانو ته داسې زمینه برابره شوې چې له زندانه له وتلو وروسته هغوی په ټولنه کې د عادي ژوند کولو جوګه وي. د هغه زندان د جوړولو مقصد دا دی چې بنديان په داسې ډول په ټولنه کې ورګډ کړل شي چې له زندانه له وتلو وروسته نور جرمونه ونه کړي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور

Mashaalradio.com 

شير عالم شينواري وايي زده کوونکې بايد د پوښتني کولو صلاحيت ولری

دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې شير عالم شينواري ميلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۳۴ کلونو راهيسې زدکړي ورکوي. شينواري ډيوشمېر کتابونه پښتو ته ژباړلي او د يو ښوونکي په توګه يې په تعليمي نظام کې ځينې نوښتونه معارفي کړي دي. نوموړی وايي، په پاکستان کې د زده کوونکو د تخليقي صلاحيتونو رابرسېره کولو لپاره کافي کار نه کېږي. د نوموړي په خبره، بايد پخوانی نصاب ختم شي او ماشومانو ته د سوال کولو صلاحيت ورکړل شي. بشپړه مرکه واورئ.