World News in Pashto
Май
2024

Новости за 14.05.2024

Pa.azadiradio.com 

د بغلان فلول کلی؛ سېلابونو دې سیمې ته خورا ډېر زیانونه اړولي

د بغلان ولایت د فلول کلی یو له هغو سیمو ده چې سېلابونو ورته ډېر زیانونه اړولي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق شمېرې هم ښيي چې د دولسو زرو کورونو په ویجاړېدو او زیانمنېدو سره په دې سېلابونو کې د څلوېښتو زرو ماشومانو په ګډون اتیا زره کسان اغېزمن شوي دي. نور په راپور کې:

Mashaalradio.com 

د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي دي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په سرښار مظفر اباد کې د مې له ۱۰مې احتجاجونه روان دي. دا احتجاجونه د اوړو او بجلۍ يا برېښنا د لوړو بيو خلاف کېږي. احتجاج کوونکي وايي چې د مظاهرو پرمهال امنیتي ځواکونو ډزې ورباندې کړي چې درې مظاهرچيان پکې وژل شوي دي.

Mashaalradio.com 

د چمن پرلتوالو او حکومت تر مینځ خبرې یو ځل بیا بې نتیجې پای ته رسېدلي

د سرکاري پلاوي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي ويلي د احتجاج کوونکو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته وويل چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان ونه کړي.

Mashaalradio.com 

بلوڅان وايي د پاکستان نوی حکومت هم د جبري لادرکيو د مسلې په حل کې "سنجيده" نه دی

د بشري حقونو فعالان د او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

Mashaalradio.com 

مراکش کې ولې د خرو ځغاسته شوې ده؟

د مراکش په یو کلي بني عمار کې د یوې مېلې پر مهال د خرو ځغاسته شوې ده. د مېلې منتظمین وايي چې له ځغاستې یې دا پیغام ورکول غوښتل چې خلک چې له خرو ډېر کار اخلي، باید یې ژوند ته د نورو څارویو او ځناورو په څېر پام وکړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.