د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې موندنې ښيي چې پر امنیتي اندېښنو سربېره په یوشمېر مرکزي او ختیزو اروپايي هېوادونو کې د دوو داسې چینايي شرکتونو د څارګرو کیمرو کارول زیات شوي دي چې له چینايي دولت سره اړیکي لري. داهوا او هېکوېژن د نړۍ پر کچ د څارګرو کیمرو جوړوونکي تر ټولو لوی شرکتونه دي. خو د هغوی د کیمرو دننه د معلوماتو خوندي ساتلو او امنیتي نظامونو کې د نیمګړتیاوو او له بیجنګ سره یې د تړاو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي. تازه څېړنه ښيي چې په تېرو پینځو کلونو کې د مرکزي او ختیزې اروپا په نهو هېوادونو... Читать дальше...
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بیان او رسنيو پر ازادۍ بحث شوی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د مې پر اوومه پر اېکس په بیان کې د جنرال شریف څرګندونې رد کړې او و یې ویل چې د هغه دعوې "بې مسوولیته او له حقیقته لیرې" دي.
د نیویارک د کولمبیا پوهنتون انجینرانو یو داسې روباټ جوړ کړی دی چې د انسان د مخ تاثرات نقلولی شي. د ایمو په نوم د دغه روباټ مخې ته چې کله څوک وخاندي نو دی یې په ثانیو کې د خندا نقل کوي.