World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 12.04.2026

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تایید کړه چې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ نور کسان هم مړه کړي

د طالبانو حکومت تایید کړه چې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ نور کسان هم مړه کړي دي. له پېښو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په ځینو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، د دیوالونو د نړېدو او غره ښوویېدنې په پېښو کې لس کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي. همدارنګه څه باندې ۱۰۰ هستوګن کورونه هم ړنګ شوي. په دې سره په افغانستان کې تېر څه باندې دوه اوونۍ سیلابونو او د کورونو د ړنګېدو په پېښو کې ۱۸۹ مړه او ۲۵۲ نور کسان ټپیان شوي. د دوشنبې لپاره د افغانستان اکثرو سیمو کې هوا نسبتاً ښه بلل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پولیو سراسري واکسیناسیون؛ څه باندې ۱۲ میلیونه افغان ماشومان واکسینیږي

په افغانستان او پاکستان کې به د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد د واکسین نوی کمپاین د دوشنبې په ورځ پيل شي. افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې. له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین به د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې پیل شي او د سړې هوا له امله به په بامیان او دایکندي کې وځنډول شي. دغه وزارت ویلي چې په غور ولایت کې کمپاین به په یوه اونۍ کې پیل شي. تمه کیږي چې د جولای له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د پولیو واکسین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران او امریکا خبرې بې نتیجې شوې؛ ټرمپ د هرمز د محاصرې خبرداری ورکړ

د پاکستان په پلازمېنه کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سمدلاسه د هرمز تنګي د محاصرې امر وکړ. داسې خبرداری چې کولی شي د تیلو نړیوال بازارونه ولړزوي. د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي په یوه ښه او وروستي وړاندیز سره له اسلام اباده ځي. جزییات په دغه رپوټ کې

Pa.azadiradio.com 

حشمت الله شهیدي وايي تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په کابل او ننګرهار کې تمریني کمپونه او سیالۍ کوي. د کرکټ د ملي ټيم مشر روزونکي ریچارډ پایبس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا تمرینونه نږدې راتلونکي کې له هند سره د یوې ټیسټ او دریو یو ورځنیو لوبو د ښه چمتووالي لپاره کېږي. ښاغلي پایبس وویل په اوسنیو تمرینو او سیالیو کې به د ټیم ټاکونکې ډله او لوبډلمشران لوبغاړي وڅاري او تر ټولو تکړه لوبغاړي به د هند لپاره انتخاب کړي. د افغانستان د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کپټان حشمت الله شهیدي وویل لومړۍ اوونۍ په کابل او بیا وروسته ننګرهار کې لوبې او تمرینونه کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه

مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه. د آشا زوی آنند بهوسلي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته تایید کړه چې مور یې وفات شوې. آشا بهوسلي له ۱۹۴۳ کاله کله چې یواځې نهه کلنه وه سندرې پيل کړې وې. هغې په اتو لسیزو فعالیت سره څه باندې ۱۲زره سندرې ثبت کړې او اکثر خلک په تېره د بالیوود سینما مینه وال یې له غږ سره اشنا دي. د آشا بهوسلي مشره خوره لتا منګیشکر د هند تر ټولو نامتو سندرغاړې وه.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ؛ له همدې شیبې د هرمز تنګی محاصره کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسلام اباد کې له ایراني پلاوي سره تر ناکامو مذاکراتو وروسته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګی محاصره کوو. هغه نن پر خپلې سوشل پاڼې ټروت کې لیکي،" له همدې شیبې د امریکا سمندري ځواکونه په هرمز تنګي کې د کښتو هر ډول تګ راتګ محاصره کوي". د ټرمپ په ټکو،"په مذاکراتو کې مهمه موضوع د ایران اټومي پروګرام و، چې هوکړه پرې ونه شوه". هغه وړاندې وویل، د امریکا سمندري ځواکونو ته امر شوی چې "په نړیوالو اوبو کې هر هغه کښتۍ وپیژني او ودروي چې ایران ته مالیه ورکوي". ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما؛ په هرات ولایت کې پر ملکیانو د ډزو په پېښه کې یولس کسان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما تایید کړه چې تېره جمعه په په هرات کې یوولس تنه ملکیان په ډزو سره وژل شوي. یوناما یکشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي "د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي شعیه ګانو د وسله والو په ډزو کې یوولس کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي". په اعلامیه کې راغلي،"په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې جورجیټ ګاګنون ویلي،"موږ د دغې وحشتناکې غمیزې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته روغتیا هیله کوو". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قالبیاف؛ امریکا دې پریکړه وکړي چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالبیاف وايي،"امریکا دې پریکړه وکړي چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه". قالیباف نن یکشنبه په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بې پایلې پایته رسیدو وروسته وویل،" امریکا زموږ اصولو او منطق درک کړل، اوس پریکړه د هغوي په لاس کې ده چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه". د قالیباف دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړي دي. هغه وړاندې ویلي چې د ډپیلماسي او پوځي لارو څخه به د ایران او ایرانیانو له ملي ګټو دفاع ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له بنده د دریو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو په بند کې د افغان خبریالانو بشیر هاتف، شکیب احمد نظري او حمید فرهادي د روحي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دې سازمان په بیړني ډول له قید او شرط پرته د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د سیلونو زیانونه، له تیرو شاوخوا درېو اونیو راهیسې ۱۹۰ کسان مړه شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د اورښتونو او سیلابونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان هم مړه شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي. په دې سره د روانې حمل له ۶مې تر ۲۳ مې د طبیعي افاتو په ځانګړي ډول سختو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر نېږدې ۱۹۰ او د ټپیانو له ۲۵۰  لوړ شو.

Pa.azadiradio.com 

برلین میشتې افغانان "پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي" په نوم یو ملي کمپاین پیلوي

په جرمني کې شمیر افغانان "پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي" په نوم یو ملي کمپاین پیلوي. پرون شنبې د (حمل۲۲مه) په پلازمینه برلین کې د ملي مرکې په نوم د یو بنسټ له خوا یوه غونډه رابلل شوې وه چې په کې د برلین میشتو علمي، سیاسي او ټولنیزو فعالانو ګډون کړی وو. د غونډې د کډونوالو په ټکو، د ناستې اجندا ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د افغانانو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځته کول وو. کډونوالو یو ځل په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغان نجونو د زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دغه بندیز د افغان نجونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ میشتي افغانان؛ پاکستان دې د عامو افغانانو وژنه ودروي

هالنډ میشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او په کې د ملکیانو مرګژوبله غندلی ده. په لسهاوو کسان پرون شنبې د (حمل۲۲مه) د هالنډ په امسټردام ښار کې راټول شوي وو او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو او د دوی په ټکو "د بشري جنایت" پر وړاندې اقدام وکړي. د لاریون کوونکو په خبره،"د عام افغانانو په نښه کول له بشري نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده". لاریون کوونکو د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ او پر عام افغانانو په بریدونو کې ښکیل پاکستاني چارواکي د عدالت محکمې ته راکش کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یوه ورځ کې نژدې څلور زره افغان کډواله له پاکستان او ایرانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي

پرون شنبې نژدې څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د طالبانو د حکومت عالي کمیسیون د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) وویل،"۶۹۶ کورنۍ چې ۳۸۵۹ کسان کیږي د تورخم او سپین بولدک له لارې راغلي دي". د دغه کمیسیون په ټکو، ۴۳ نور افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي. له ایران او پاکستانه په وروستیو کې د افغان کډوال اخراج د پخوا پرتله زیات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله په تیرو درې اونیو کې ۱۷۹کسان مړه شوي دي

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله په تیرو درې اونیو کې ۱۷۹کسان مړه شوي دي. پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د روانې حمل میاشتې له ۶ مې تر مې ۲۲نیټې د بارانونو، سیلابونو، زلزلې او نورو طبیعي پېښو له کبله په ټول افغانستان کې ۱۷۹کسان مړه او ۲۳۸ نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼه په یو ویډيو پیغام کې ویلي چې د دغو شمیرو سربیره ۹ نور کسان نادرکه دي. دغې ادارې وړاندې ویلي چې وروښتو او سیلابونو په ټول افغانستان کې ۱۲۷۷ کورونه په کامله او ۵۷۷۰ کورونه په جزيي توګه ویجاړ کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جي ډي ونس؛ ایران پریکړه کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو په ګډون د امریکا شرایط ونه مني

د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات بې پایلې ته پایته ورسیدل. د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس نن سهار په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې هوکړه ونه شوه او امریکايي پلاوی بیرته ستنیږي. هغه وړاندې وویل، په اسلام اباد کې "خپل وروستۍ او ښه وړاندیز " ایران ته پریږدي. د هغه په ټکو، "موږ یوې هوکړې ته ونه رسېدو موږ خپلې سره کرښې روښانه کړې، دوی (ایرانیانو) زموږ د شرایطو له منلو انکار وکړ". جي ډي ونس د مذاکراتو په بهیر کې نیمګړتیاوو ته په اشارې وویل،"ایران پریکړه کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو په ګډون د امریکا شرایط ونه مني". Читать дальше...