World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 08.04.2026

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: له ایران سره تر اوربند وروسته خبرې د بندو دروازو ترشا کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اوربند وروسته به له ایران سره راتلونکې خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. ټرمپ په ټروت سوشیل یوه بیان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان شوو مسودو باندې نیوکه وکړه او وې ویل: "یوازې د معنی لرونکو 'ټکو' یوه ټولګه شتون لري چې متحده ایالاتو ته د منلو وړ دي، او موږ به د خبرو اترو په جریان کې د تړلو دروازو تر شا پرې بحث وکړو." هغه زیاته کړه: "دا هماغه ټکي دي چې د اوربند د ټینګولو لپاره زموږ د موافقې اساس وو. "دا یوه منطقي او په اسانۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شهباز شریف: د امریکا، اسراییل او ایران له اوربنده څو ځایه سرغړونې شوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې هیواد یې د متحده ایالاتو، اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی، وایي چې په سیمه کې له اوربنده څو سرغړونې شوي چې د سولې روحیه کمزورې کوي. شریف د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل"زه په صادقانه او جدي توګه له ټولو خواوو غوښتنه کوم چې زغم وساتي او د دوه اونیو اوربند ته درناوی وکړي، ترڅو ډیپلوماسي د دې شخړې په سوله ایز حل کې مخکښ رول ولوبوي." د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ د دوه اونیو په مخه اوربند وړمه شپه ناوخته اعلان شو. د پاکستان دصدر اعظم یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي: له پاکستان سره د ستونزو پر حل جدي کار کوو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، له پاکستان سره سیاسي حل لارې ته جدي اراده لري. متقي په کابل کې د ( افغانستان- منځنۍ اسیا مشورتي غونډې) په پای کې وویل هوډ لري چې د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ افغانستان د نښلوونکي حیثیت پيدا کړي.

Pa.azadiradio.com 

علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده

د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه. عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده. عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه. له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي. دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.

Pa.azadiradio.com 

متیو سالویني: ایټالوي بیړۍ به د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي

د ایټالیا مرستیال صدر اعظم متیو سالویني وایي، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته هیڅ ایټالوۍ بیړۍ د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي. د ایران له خوا د هرموز تنګي تړلو د نړۍ په کچه د انرژۍ ناورین رامنځته کړ او ډیری هېوادونه په ځانګړې توګه ایټالیا یې اغیزمنه کړه. دغې چارې یوشمېر اړخونه، له هغې ډلې د ایټالیا لیګ ګوند د دې خبرې مطرح کولو ته وهڅول چې ووایي له روسیې څخه بیا د تیلو او ګازو پېرل پیلوي. خو د ایټالیا مرستیال صدر اعظم وایي، د اوکراین د جګړې تر پای ته رسیدو پورې داسې کار امکان نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هګیسټ؛ ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ وايي،"ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي". هغه نن چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې وویل،"موږ د ایران دفاعي او صنعتي زیربناوې له منځه وړي، دوی (ایرانیان) نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي". د هغوو په ټکو،" د دغو زیربناوو ویجاړیدل زموږ ماموریت و". هګیسټ وړاندې وویل،"ولسمشر ټرمپ دا ځواک درلوده چې په څو دقیقو کې د ایران اقتصاد له منځه یوسي خو هغه پر ایرانیانو رحم وکړ او په دغو موخو يې بریدونه ونه کړل، نو ځکه ایران تر ډیر فشار لاندې اوربند ومنه". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له ۴ میلیونو زیات افغانان بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وایي، هره افغان کورنۍ د ژوند لپاره د یوه خوندي ځای مستحقه ده. دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۹مه) وویل چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري. د دوی په ټکو وروستیو سیلابونو سرپنا او نورو اساسي خدمتونو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده. دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، چین کې له پاکستاني لوري سره خبرې ( رغوونکې) وې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین په اورمچي کې له پاکستاني لوري سره خبرې " رغوونکې" فضا کې ترسره شوې. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چین په منځګړیتوب یې له پاکستاني لوري سره په دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسلو خبرې وکړې. خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې دا خبرې به لا ډیرې باور جوړونې، تلپاتې اړیکو، متقابل درک او موثرې همکارۍ ته زمینه برابره کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کابل او اسلام اباد استازو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان هنرمندان؛ پر هنرونو بندیزونو او ورته نه پاملرنې دغه برخه خواره کړې

یو شمیر افغان هنرمندان وايي، په افغانستان کې هنر او هنرمند ته کمه پاملرنه شوې او له همدې امله یاده برخه ډېره خواره ده. دوی یې لاملونه په ټولنه کې فقر، فرهنګي، مذهبي او سیاسي محدودیتونه، هنر او هنرمند سره د خلکو ناسم چلند، د دولت نه ملاتړ، سانسور او له افغانستانه د هنرمندانو تېښته ګڼي. د فرهنګي چارو یو شمیر پوهان یې بیا لامل د یوې اوږد مهاله هنري او فرهنګي پالیسی نه شتون بولي. "د افغانستان هنر هغه که معاصر و یا کلاسیک، متاسفانه، خپل غوړېدلی حالت او لوړوالی یې نه دی ساتلی او ورځ په ورځ هیرې ته سپارل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي

اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي. د ازادي راډيو فردا څانګې د راپور له مخې،"اسراییلو نن سهار د لبنان پر صور ښار بریدونه کړي دي". بل پلو، اسراییلو د لبنان د جنوبي ښارونو اوسیدنکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي. دا تازه بریدونه په داسې حال کې دي چې امریکا او ایران تیره شپه ناوخته د دوو اوونیو لپاره پر اوربند سلا شول. رویتز خبري اژانس د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی تمه ده د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه خپل دریځ په یو بیان کې روښانه کړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی دی. د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،"بن رابرټس سیمټ د ۲۰۰۹او ۲۰۱۲کالونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی". د پولیسو په ټکو،"دغه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې غیر مسلح او د اسټرالیا د پولیسو په واک کې وو". د سیمټ وکیل ویلي،" تر حضوري محکمې به، هغه په زندان کې وي". رابرټس سیمټ په اسټرلیا کې یو ملي اتل دی، هغه د "ویکتوریا کراس" پوځي مډال سربیره ډير شمیر پوځي نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړي دي. پر سیمټ دغه تورنه وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین؛ طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هڅې وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي. د رویتز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن چهارشنبې په یوې خبرې ناسته کې ویلي،" د اورمچي په ښار کې طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه څو هغه اقدامات ونه کړي چې روانه شخړه لاپسې زیاتولی شي". د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه روانه ده. د نینګ په ټکو، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب ته داوم ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ایران په وروستۍ شېبه کې پر اوربند سلا شول

امریکا او ایران تیره شپه په یوه اوربند سلا شول. ولسمشر ټرمپ چې پرون یې ایران ته ګواښ کړی وو وویل چې د ایران له لورې یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی دی . تهران هم ویلي چې ددواړو خواوو ترمنځ د “ځانګړو شرطونو په اساس” اوربند رامینځ ته  شوی دی.