World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 07.04.2026

Pa.azadiradio.com 

ولکر ترک؛ پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي،" پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی". ولکر ترک د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي،"د نړیوالو حقونو له مخې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی او هر هغه څوک چې دغه نړیوال جریم ترسره کوي باید په محکمه کې ځواب ووايي". ترک پرته له دې چې د ایران نوم واخلي، په منځنۍ ختیځ کې روانه جګړه غندلې ده. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ وو، که ایران جوړجاړی ونه کړي او د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د دې هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به بریدونه وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې پرون سه شنبې د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان لوبه مساوي کړه. دا لوبه چې د کابل پرمهال څلور نیمې بجې پیل شوې وه، دواړه لوبډلې د لوبې ترپایه ونه توانیدلې چې ګول ووهي. لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایته ورسیده. له دې مخکې افغانستان خپله لومړی لوبه د دوشنبې په ورځ قرغیزستان ته بایللې وه. دا سیمه‌ییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري. افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حامد کرزي ملګروملتونو په یو لیک کې پر افغان خاوره د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو له مرګژوبلې شکایت کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د دې هېواد کړنې يې له نړیوالو قوانیو غړونه بللې ده. د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک ویلي،" پاکستان پر افغان خاوره بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې سربیره د افغانستان تاسیسات په نښه کړې دي". د هغه په ټکو،" دا ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي زیاتولی شي". ښاغلی کرزی په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته په لیک کې د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د ۴۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" د خامو موادو، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې شل هوکړه لیکونه د څه باندې ۴۰۰ سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پرون د ازبکستان په فرغانه ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول". له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جاپان سفیر؛ د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو ژوند کې مثبت بدلون راوستی

په کابل کې د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو پراختیا اداره (یو این ډي پي) وايي،" په تیرو څلورو کلونو کې د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی دی". په کابل کې د جاپان سفیر کن ایچي ماساموتو پرون سه شنبې په یوې خبرې ناسته کې وویل،" جاپان په افغانستان کې نژدې لس زره کاري فرصتونه رامنځه کړي، ۸سوه کوچنۍ زیربنايي پروژې يې پلي کړې او څه باندې زرو کروندګرو سره يې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي". په دې خبرې ناسته کې د یواین ډي پي استازي سټیفن رودریګز وویل،"په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اورمچي د سولې مذاکرات د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه پایته رسولی شي؟

په داسې حال کې چې د چین په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې د مذاکراتو د دوام په اړه ضد ونقض راپورونه خپاریږي، یوې باخبره سرچیني د نوم نه ښودل په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په رسمي ډول دغه خبرې اترې پرون سه شنبې د حمل ۱۸مه پای ته ورسیدې. خو پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون بیا ویلي،"ښايي دا خبرې اترې تر راتلونکې پنجشنبې دوام وکړي". وړمه ورځ د طالبانو یوې بلې سرچینې ازادي راډيو ته تایید کړې وه چې پیل شوې خبرې پای ته نږدې شوي او دواړه لوري په ځینو مسایلو کې یو بل ته د لیکلو ضمانتونو په ورکړې سلا شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مشهد والي د اسراییل له خبرداري وروسته د رېلګاډو تګ راتګ وځنډاوه

په ایران کې پر ریلګاډو د اسراییل د احتمالي برید له کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي. د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، چې نړیوالو خبري اژانسونو هم خپور کړی، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سې‌شنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي. د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضرب‌الاجل وخت په پوره کېدو دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په استانبول کې د اسراییل کونسلګرۍ ترڅنګ په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې په استانبول کې د هغې ودانۍ ترڅنګ، چې د اسراییل قونسلګري پکې موقعیت لري، د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي. د دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ډزو له پیل سره سم ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي. ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا مهال په ترکیه کې هېڅ اسراییلي ډیپلومات نه شته. په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ډزو د غږ له اورېدو سره سم خپلې وسلې راباسي او پناه اخلي. همداراز په یوه صحنه کې یو کس لیدل کېږي چې په وینو لړلی پر ځمکه پروت دی.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او د کورونو د نړېدو په پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي

د ننګرهار ولایت د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د بارانونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د سې‌شنبې په ورځ (۱۸ حمل) ویلي چې دا پېښې د تېرې شپې او ورځې په ترڅ کې رامنځته شوې دي. هغه زیاته کړه چې په شیرزاد ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي دي. د بدلون په وینا، په هسکه مېنه او شیرزاد ولسوالیو کې په ورته پېښو کې یو ماشوم او یو بل کس مړه شوي دي. د ننګرهار د عامې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی، د سالنګ لاره هم بنده ده

د هواپېژندنې ادارو نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی. د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره چټکو بادونو، په سړو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو، او له ۱۰ تر ۶۵ میلی متره پورې د ورښت اټکل کړی دی. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فاو) ویلي چې په افغانستان کې پرله پسې بارانونه لا هم دوام لري، او تمه ده چې په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په همدې ډول نسبتاً شدید ورښتونه وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې ۳ ښځې مړې شوي

په خوست کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین (۱۷ حمل) د خوست ښار په ګنګیني کلي کې شوې ده. د طالبانو چارواکو ویلي چې دېوال د بارانونو له امله زیانمن شوی و او وروسته راپرېوتی دی. له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو طبیعي پېښو لکه درنو بارانونو او سېلونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جګړه کې اتل استرالیايي سرتېری په حنګي جرم تورن شو

د استرالیا یو سرتېری، چې پخوا د جګړې د اتل لقب ورکړل شوی و، په افغانستان کې د ادعا شويو جنګي جرمونو له امله نیول شوی دی. فدرالي پولیسو د هوايي خدماتو پخوانی ځانګړی سرتېری ۴۷ کلن بن رابرټس-سمیت، د هغو تورونو له امله ونیوه چې ګواکي ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ بې‌وسلې بندیان وژلي دي. چارواکي وایي چې پر نوموړي د جګړې د جرمونو په تړاو د وژنې ۵ تورونه پورې شوي دي، او څېړونکي ادعا کوي چې قربانیان یا خپله ده ویشتلي او یا د هغه د امر پر بنسټ د ده تر قوماندې لاندې کسانو وژلي دي. بن رابرټس-سمیت، چې د استرالیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله له ترکمنستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله نن (سې‌شنبې) د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان سره مخامخ کېږي. دا سیمه‌ییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري. ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې پیل شي. دا مسابقه د افغانستان د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې پرون پر قرغیزستان وبایلله. که دا لوبه هم وبایلي، نو په پاتې سیالیو کې به پر لوبډلې فشار نور هم زیات شي. افغانستان،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده

د سعودي عربستان رسنيو د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي. د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول. چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده. په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې

د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې. ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضرب‌الاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي. په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.