د کابل-کندهار د لارې په تړل کېدو د ورځې یو میلیون ډالر زیان اوړي
د کابل-کندهار د لویې لارې د تړل کېدو له امله، خصوصي سکټور ته هره ورځ یو میلیون ډالر زیان اوړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دا یوه ټرانزیتي لاره ده او د پاکستان د کراچۍ ډېری سوداګریز توکي له همدې لارې افغانستان ته انتقالېږي. نوموړي وویل، د دې لارې د تړل کېدو له امله د خوراکي موادو او ساختماني توکو ډکې زرګونه لارۍ بندې پاتې دي. د ښاغلي الکوزي په خبره، په ډېرو دغو لاریو کې یو شمېر اړین توکي بار دي او که چېرې له اختره مخکې انتقال نهشي، ټول به لهمنځه ولاړ شي. Читать дальше...