World News in Pashto
Март
2018

Новости за 09.03.2018

Mashaalradio.com 

منظور پښتون: د پښتنو غیر عدالتي وژنې دې بندې شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په ژوب کې یوې لویې ولسي غونډې ته چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه وویل، په زرګونو ورک پښتانه باید خوشې کړل شي او که یې جرم کړی وي عدالتونو ته دې وړاندې شي.

Mashaalradio.com 

منظور پښتین: د پښتنو غیر عدالتي وژنې دې بندې شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ژوب کې یوې لویې ولسي غونډې ته چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه وویل، په زرګونو ورک پښتانه باید خوشې کړل شي او که یې جرم کړی وي عدالتونو ته دې وړاندې شي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغان حکومت وايي: پاکستان له افغانستان سره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده. د جنوبي کوريا استازي اعلان وکړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی د شمالي کوريا له مشر کيم جانګ اون سره وګوري. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې يوازنۍ د سوک وهنې زده کوونکې

شهناز کمال په پاکستان کې يوازنۍ د سوک وهنې زده کوونکې ده، په کور دننه جينکو ته د باکسنګ زده کړې ورکوي او خپله يې يو شمېر جازی ګټلي دي، په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریلان حميدالله او ارشد مومند په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د ښځو نړيوالې ورځ په تړاو ټوله نړۍ کې مظاهرې

د مارچ په ۸مه د ښځو نړيوالې ورځې د لمانځلو په لړ کې په ګرده نړۍ کې ښځو لاريونونه کړي. د پاکستان افغانستان په ګډون د نړۍ لویو لويو ښارونو کې په سلګونو زرو ښځو دا ورځ لماځلې.

Mashaalradio.com 

د لاهور بادشاهي کلا

د پاکستان لاهور ښار په يو وخت کې د مغلو سلطنت کې پایه تخت اوسېدلی وو، او هغوی پکې ډېري زياتي وداني جوړي کړي وي. په دغه کې ځينې وداني ۵۰۰ کاله زړې دي خو اوس له خطر سره مخامخې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې عامو خلکو د نیالګیو کېنولو، ساتلو او پاللو ته اوږه ورکړې

په خوست کې به پخوا د سپرلي په نږدې شپو ورځو کې په عامو ځایونو، غونډیو او پارکونو کې یو شمېر حکومتي ادارو او ځینو موسسو نیالګي کېنول، خو سږ کال بیا عامو خلکو او ځوانانو د خپلو کینول شویو نیالګیو د ساتلو او اوبولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې

په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې او درې پولیس ټپیان شوي دي. د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي نن جمعه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو تر منځ دا خپلمنځي نښته تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې شوې چې تر لفظي شخړې وروسته پولیسو خپل منځ کې پر یو بل د ټوپک خولې ور اړولي او ډزې یې کړي چې پر مهال یې یوه مېرمن په خپل کور کې د یادو پولیسو په مرمۍ لګېدلې او ژوند او ساه یې ورکړې او همداراز درې پولیس ټپیان شوي دي. د چورې ولسوال امین الله خالقي بیا وايي، د سیمه اییزو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د مشال خان پلار وايي که اړ شوی سپریم کورټ ته ځي

پروسږ کال د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پلار او د ده وکيلانو د جمعې پر ورځ په پېښور کې خبري غونډه وکړه او ويې ويل چې د عدالت لخوا د مشال خان په کېس کې د ۲۵ کسانو سزا معطلول سمه خبره نه ده. د مشال خان پلار وويل چې د عدالت لخوا د دغه کسانو د سزا معطلول پرضد يې اپيلونه جمع کړي دي او که ضرورت پېښ شو نو سپريم کورټ ته به هم ځي.

Pa.azadiradio.com 

ځانوژونکي حملې بیا هم په کابل کې مرګ ژوبله واړوله

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون، ۹ تنه وژل شوي او ۱۸ نو ټپیان شوي دي. په دغو مراسمو کې عبدالله عبدالله، د نوموړي دوهم مرستیال، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال او یو شمېر نورو دولتي او سیاسي څېرو ګډون درلود. ددې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی ویډیو او اېډیټ ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

'د بوټونو په رنگولو ګوله ډوډۍ ګټم'

د افغانستان د هلمند ولایت دغه بې ځایه شوی اوسیدونکی د بوټونو په رنگولو خپلې کورنۍ ته ګوله ډوډۍ گټي په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال حسیب مودودي ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

يوې افغانې میرمنې په خپل ځانګړي هنر نړۍ حیرانه کړی

يوې افغانې میرمنې په خپل ځانګړي هنر نړۍ حیرانه کړی. د کابل اوسیدونکې سعیده اعتباري په غوږونو نه اوري خو دغه معذوري يې د خپل هنر په لار کې خنډ نه دې جوړ کړی. هغه زرګره ده او په لاس جوړ شوي توکي یې په انلاین بازار کې هم خرڅېږي. د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریالې منزه شهید په کابل کې ورسره لیده کاته کړی اولاندینې ويډیویې راپور یې تیار کړی.

Mashaalradio.com 

وزیرستان: د غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې افغانستان ته تلونکې د غلام خان بندر لار یې په ازمویښتي توګه پرانیستي او نن د جمعې ورځ د مارچ په نهمه نېټه شاوخوا ۹ ګاډيو افغانستان ته مالونه يووړل. د وزیرستان سوداګرو دغه دولتي پرېکړه ستایلې ده.

Pa.azadiradio.com 

کورتېس: د بالکان د سیمې پر خلکو د روسیې فشارونه په زیاتېدو دي

په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قوماندان خبرداری ورکړی چې د بالکان د سیمې پر خلکو د روسیې فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي. هغه ویلي، اړینه ده چې امریکا او ناټو په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. جنرال کورتېس سکاپارواټي پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې دا خبرې وکړې. هغه وویل، امریکا متحده ایالتونو د روسیې سایبري بریدونو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی. په بالکان کې د مونټینګرو وړوکی هېواد تېر کال د ناټو د ۲۹ غړي په توګه ومنل شو، هغه څه چې د روسیې له انتقاد او په مونټینګرو کې د مسکو د پلویانو له مخالفت سره مخ شو.