World News in Pashto
Март
2018

Новости за 29.03.2018

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د نوي سياسي ګوند جوړولو هدف څه دی؟

د بلوچستان اسمبلۍ يو شمېر غړو او مخورو سياستوالو په دې صوبه کې د يوه نوي سياسي ګوند جوړولو اعلان کړی دی. دم ګړی د بلوچستان عوامي پارټۍ په نوم دې ګوند کې د صوبې پېژندل شوي سياسي او قبايلي مشران او د اسمبلۍ څه باندې ۲۰ غړي شامل دي.

Mashaalradio.com 

"د اليس ويلز د سفر مهم هدف د افغان سولې پرمختګ دی"

په ملاقات کې دواړو چارواکو سلا وکړه چې د فبروري پر ۲۷مه طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې وړانديز او له هغه وروسته د مارچ پر ۲۷مه په تاشکند کې د افغان سولې په اړه د نړيوالې غونډې د سپارښتنو بهير پرمخ وړلو ته اړتيا ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته ځي او له تروریزم سره په مبارزې خبرې کوي، د مصر د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړۍ پایلې ښيي چې عبدالفتاح السیسي اکثر رایې ګټلي او د کمرو په واسطه له اسمانه د پاریس د کتلو چانس برابر شوی. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

ملاله لس کلنۍ وه چې د نجونو تعلیم یې غوښت

د امن نوبېل جایزه ګټونکې او د نجونو تعليم خورولو نړيواله مبارزه ملاله يوسفزۍ پاکستان ته ستنه شوې چې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته ولاړه شي. د ملالې يوسفزۍ د ژوند یو څرک د مشال راډيو په دغه ویډيو کې ووینئ.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د پرلت غړو د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ

د هلمند د پرلت غړو د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ. د لښکرګاه د پرلت نارینه او ښځینه ګډون کوونکو له دې امله د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ چې تر اوسه‌یې د اوربند په اړه د حکومت او طالبانو نه مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. که څه هم تېره ورځ وسله‌والو طالبانو په یوه پیغام کې د لښکرګاه د پرلت د ګډون کوونکو نه وغوښتل چې د دوی پر ځای دې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره خبرې وکړي چې د سولې د بحث لپاره له وسله‌والو سره کېني، خو د دې پرلت د ښځو د برخې یوې مسئولې حسینې احساس وویل تر هغو به د دې په‌شمول سلګونه ښځې او... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملاله یوسفزۍ: تل مې خپل وطن ته د تلو ارمان درلود

د خیبر پښتونخوا د کښلې سېلانۍ سیمې سوات اوسېدونکې، د امن نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ نن د زیارت/پنجشنبې ورځ نېږدې پنځه کاله پس خپل هېواد ته ستنه شوه. دا وايي، تل یې ارمان وو چې خپل وطن ته ستنه شي.

Mashaalradio.com 

د اسټراليا کرکټ ملي ټیم پر دوو لوبغاړیو بندېز ولګول شو

د اسټريليا کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې پر مشر سټيو سميت او د هغه پر مرستيال ډيوډ وارنر د یو کال بندېز لګولی دی. دا بندېز له دې وجې لګول شوی چې دوی پنځه ورځې مخکې د جنوبي افريقا په وړاندې ټیسټ لوبه کې د بال شکل بدلولو کوښښ کړی وو. دا کار د کرکټ په تاريخ کې له لويو درغليوو ګڼل شوی دی. بشير ګواښ پرې ويډيو جوړه کړې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان او زابل کې ۴۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په زابل او ارزګان کي ۵۵ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څمکنیو او هوایي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ، دهراود او د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې په ترسره شویو عملياتو کې ۴۸ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. سرچينه وایي، په دغو عملياتو کې د وسله‌والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. په خبرپاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه‌ده شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان او زابل کې ۴۸وسله وال طالبان وژل شوي

په زابل او ارزګان کي ۵۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي چې ځمکنیو او هوائي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ، دهراود او د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې په ترسره شویو عملياتو کې ۴۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. سرچينه وایي، په دغو عملياتو کې د وسله والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. په خبر پاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه ده شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د بادرنګو حاصلات زیات شوي

د فراه د سوداګرۍ لو صنایعوو خونه وايي، په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله ډېر شوي دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عسکر نورزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وخت له ۳۵۰ شنو خونو نه هره ورځ دوه سوه ټنه بادرنګ تر لاسه کوي. د ده په وینا دا شنې خونې سوداګرو او بزګرو په خپلو امکاناتو جوړې کړي او په پام کې ده چې شمېر یې اووه سوو ته لوړ شي. ښاغلی نورزی وايي، له دې سره به په نوموړي ولایت کې د کوکنارو کرکیله کمه او تر څنګ به یې خلکو ته د کار ښې زمینې هم برابرې شي. د فراه بزګران... Читать дальше...