World News in Pashto
Март
2018

Новости за 28.03.2018

Mashaalradio.com 

د پوځ ویاند وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ زیاتره غوښتنې منل شوې

د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د شورو/چارشنبې ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې منل شوي او په قبايلي سيمو کې چوکۍ (چيک پوستونه) د ولس ساتنې لپاره دي.

Mashaalradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي ټیم ته د هرکلي جشن

افغان کرکټ لوبډلې د کرکټ نړیوال جام ته د رسېدو او د دغه پړاو د اتلوالۍ جام ګټلو پس هېواد ته ستنه شوه. د لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی وايي چې په نړیوال جام کې نورې پیاوړې لوبډلې باید افغانستان ته په کمه سترګه ونه ګوري. په دې اړه نور د تمیم اخګر په دې ویډیو راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

لویدیځ ته د ماسکو خبرداری، په پاکستان کې له نرښځیانو سره زیاتی او د دې ترڅنګ مو د یوشمیر نورو مهمو نړیوالو خبرونو سربیره د ازادي سټوډیو په دې خبرونو کې له داسې روباټ سره اشنا کوو چې زده کوونکي روزي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي، د شمالي کوریا مشر له ده سره کتنې ته منتظر دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن وویل د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ده سره کتنې ته منتظر دی. د ولسمشر ټرمپ دا خبره د دې نښه بلل کېږي چې د دواړو هېوادونو سرمشریزه ممکنه ده. ولسمشر ټرمپ نن په خپل ټویټ کې ویلي چې د چین ولسمشر ورسره تېره شپه ټیلیفوني خبرې وکړې او ورته‌يې وویل چې د هغه او اون ترمنځ کتنه ډېره ښه وه او د شمالي کوریا مشر له تا سره لیدو ته منتظر دی. خو جمهور رئیس ټرمپ ویلي له بده مرغه پر شمالي کوریا باید په عین حال کې زیات نه زیات فشارونه پر ځای وساتل شي. د امریکا ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او چین طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د پېشنهاد هرکلی وکړ

پاکستان او چین طالبانو ته د افغان دولت د سولې له پېشنهاده هرکلی کړی او په افغانستان کې يې د سولې او ثبات لپاره د خپلو همکاریو ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د تاشکند د کنفرانس پر مهال ویلي دي چې پر طالبانو باید مشترک فشارونه راوړل شي څو دا ډله تاوتریخوالی بند کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني. د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نن په پیکېنګ کې خبریالانو ته وویل، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او نړیوال باید د سولې او له ترورېزم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملېن: پوتین اوس هم چمتو دی چې له ډونالد ټرمپ سره وویني

کرملېن نن وویل سره له دې چې لوېدیځ په برتانیا کې د پخواني جاسوس د مسمومېدو د قضيې اړوند زیات شمېر روسي دیپلوماتان ایستلي دي، ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس هم چمتو دی چې له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره وویني. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل روسیه چمتو ده چې د خپلو شریکانو د چمتووالي په صورت کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ګټورې او باوري دوه اړخیزې اړیکې ولري. نوموړي وویل دوی معلومات نه‌لري چې ولسمشر ټرمپ له جمهور رئیس پوتین سره کتنې ته چمتو دی او کنه. متحده ایالاتو په برتانیا کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: افغانستان کې اوس هم خلک په اسانۍ حقونه نه‌شي ترلاسه کولای

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د افغان حکومت له مثبتو پېشنهادونو سره سره بیا هم خلک نه‌شي کولای چې په اسانۍ سره خپل حقونه ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ مرستیالې کیت ګیلمور د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د افغان دولت له‌خوا یو لړ مثبت تحولات رامنځته شوي، خو د جګړې د دوام له امله خلک په سختۍ سره خپل حقونه ترلاسه کوي. مېرمن ګیلمور وویل، سره له دې چې افغانستان د بشري حقونو په نړیواله شورا کې شامل دی، خو د بشري حقونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ملي ټیم د ښه راغلاست او هرکلي جشن

افغان کرکټ لوبډلې د کرکټ نړیوال جام ته د لار موندولو او ددغه پړاوو د اتلوالۍ کپ د ترلاسه کولو وروسته هېواد ته ستنه شوه. د کرکټ لوبډلې لوبډمشر اصغر ستانکزی وايي چې په نړیوال جام کې نورې پیاوړې لوبډلې باید افغانستان ته په کمه سترګه ونه ګوري. په دې اړه نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډیو راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: روان کال به په کونړ کې ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، په کونړ کې به په روان لمریز کال کې د سلګونه ميلیونو افغانیو په ارزښت ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي. د غه څرګندونې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمن کریمي نن چهارشنبه په کنړ کې د څو پروژو د پرانیستې پر مهال وکړې. نوموړي وویل: "نن ورته موږ د په کونړ ښکلي ولایت کې د عمل بڼه ورکوو، د کونړ د هر کور دروازه به دا پروګرام وټکوي او د دوی هغه ستونزې چې دي، هغه ورحل شي، روان کال کې یوازې د همدې برنامې له لارې به د ۲۱۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۲ پروژې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲۸ قضيې ثبت شوي

د کورنیو چارو په وزارت کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس وايي، په تېر ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي  ۱۳۲۸ قضيې ثبت شوې دي. محمد فرید افضلي نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې قضیو کې د جنسي تېري، وژنې، په زور ودونه او له کوره د ښځو د تېښتې پېښې شاملې دي. نوموړي وویل: خو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د کورنیو چارو د وزارت له اقداماتو راضي نه دی. د دې کمېسيون ویاند وویل، په تېر لمریز کال کې د ښځو ۶۰ په سلو کې قضيې نه دي څېړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

مټېس: د روسي جاسوس مسمومېدل په اروپایي هېوادونو کې نفاق اچول دي

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، په بريتانیا کې د پخواني روسي جاسوس مسمومول په اروپايي هېوادونو کې د بې‌اتفاقۍ او بد ګومانۍ اچولو په هدف د مسکو د پټو عملیاتو برخه ده. یوه ورځ وروسته له هغې چې د نړۍ ۲۷ هېوادونو د روسيې ۱۴۴ ډیپلوماتان او مشکوک جاسوسان وویستل، جېمز مټېس پرون سې شنبه په واشنګټن کې وویل، د سرګي سکريپال او د هغه د لور په مسمومولو کې د روسيې د نه‌لاس لرلو په اړه د ولسمشر ولاديمیر پوتین څرګندونې جدي نه‌بلل کېږي. ناټو هم اعلان کړی چې په بروکسل کې يې د دې تړون له مرکزي دفتر څخه د ۷ روسي ډیپلوماتانو د ویستلو پرېکړه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د دولت ضد ۷ وسله‌وال او ۴ افغان کمانډو سرتېري وژل شوي

د فراه چارواکي وايي، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د روانو تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې د دولت ضد ۷ وسله‌وال او ۴ افغان کمانډو سرتېري وژل شوي دي. په فراه کې د ملي اردو د قرارګاه ویاند نور الحق خالقي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، افغان کمانډو سرتېرو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ په سیاه جنګل سیمه کې د وسله‌والو پر یوه مرکز د برید پر مهال واوښته. د هغه په خبره، په دې برید کې د وسله‌والو مرکز له‌منځه تللی دی. د دولت ضد وسله‌وال مخالفين بیا ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې يې ۶ کمانډو سرتېري وژلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا د کرکټ پر دوو لوبغاړو د کرکټ ۱۲ میاشتینی بندیز ولګېد

د استرالیا دوو مشهورو لوبغاړو ډیورد وارنر او سټیون سمېت ته په کرکټ کې د ۱۲ میاشتو د بندیز سزا اعلان شوه. د کرکټ مشهورې وېب‌پاڼې کرېک انفو لیکلي، دواړه لوبغاړي له سوېلي افریقا سره د ټېسټ سیالۍ په درېیمه ورځ د توپ په خرابولو تورن شوي وو. استرالیا له دې پېښې وروسته له دوی څخه هېواد ته د ژر بېرته ستنېدو غوښتنه کړې وه. دا دواړه لوبغاړي نه‌یوازې د استرالیا لپاره په لوبو کې ښه ځلېدلي، بلکې په هندوستان کې په سوداګریزو سیالیو یا «ای پي ال» کې هم د دوو لوبډلو لوبډل مشران دي.