World News in Pashto
Август
2018

Новости за 13.08.2018

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ محلي پولیس وژل شوي

د بلخ ولایت پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په برید کې د اتو محلي پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې چې د جوزجان د ولایت پولې ته نېږدې پرته ده، برید وکړ چې محلي پولیسو ته یې مرګ ژوبله واړوله. هغه د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر ونه ښود، خو د محلي پولیسو یوه پخواني قوماندان او قومي مشر ضابط کریم د پېښې له ځایه ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د محلي پولیسو اته غړي وژل شوي او دوه یې ټپیان دي.

Pa.azadiradio.com 

دولتي رسنۍ: د چین په سین کیانګ کې د یوه ستر ناورین مخه نیول شوې

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو یوې کمېټې اعلان وکړ چې په چین کې د شااوخوا یوميلیون اویغوریانو د بې‌ځایه کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري، د چین دولتي رسنۍ نن دوشنبه د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې په لیرې لوېدیځ سین کیانګ ولایت کې یې د یوه ستر ناورین مخه نیولې ده. د ملګرو ملتونو د نژادې تصفیې کمېټې د اګست په ۱۰مه وویل چې په چین کې قومي اویغوریان د افراطیت ضد مرکزونو کې ساتل کېږي او په ميلیونونه نور هم د بیا روزنې کمپونو ته اړ ایستل شوي چې دې کار د چین د اویغوریانو سیمه په داسې یوې سیمې بدله کړې چې هغه یوه لوی توقیف ځای ته پاتې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دولتي رسنۍ: د چین په شینجن کې د یوه ستر ناورین مخه نیول شوې

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو یوې کمېټې اعلان وکړ چې په چین کې د شااوخوا یوميلیون اویغوریانو د بې‌ځایه کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري، د چین دولتي رسنۍ نن دوشنبه د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې په لیرې لوېدیځ شینجن ولایت کې یې د یوه ستر ناورین مخه نیولې ده. د ملګرو ملتونو د تبعیض له مخې، د نژادې تصفیې کمېټې د اګست په ۱۰مه وویل چې په چین کې قومي اویغوریان د افراطیت ضد مرکزونو کې ساتل کېږي او په ميلیونونه نور هم د بیا روزنې کمپونو ته اړ ایستل شوي چې دې کار د چین د اویغوریانو سیمه په داسې یوې سیمې بدله کړې چې هغه یوه لوی توقیف ځای ته پاتې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل-کندهار د لارې په تړل کېدو د ورځې یو میلیون ډالر زیان اوړي

د کابل-کندهار د لویې لارې د تړل کېدو له امله، خصوصي سکټور ته هره ورځ یو میلیون ډالر زیان اوړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دا یوه ټرانزیتي لاره ده او د پاکستان د کراچۍ ډېری سوداګریز توکي له همدې لارې افغانستان ته انتقالېږي. نوموړي وویل، د دې لارې د تړل کېدو له امله د خوراکي موادو او ساختماني توکو ډکې زرګونه لارۍ بندې پاتې دي. د ښاغلي الکوزي په خبره، په ډېرو دغو لاریو کې یو شمېر اړین توکي بار دي او که چېرې له اختره مخکې انتقال نه‌شي، ټول به له‌منځه ولاړ شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتین وايي، د پښتنو اییني او قانوني حق غوښتو ته دوام ورکوي

د اګست پر ۱۲مه په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته لسګونه داسې کسان ورغلي ول چې خپل، خپلوان یې ورک دي. غونډې ته په وینا کې د غورځنګ مشرانو وویل، د ورکو کسانو تر پیدا کولو پورې هلو ځلو ته دوام ورکوي. منظور پښتین وویل، د پښتنو د وسایلو پوښتنه هم کوي. د صوابۍ جلسې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: د بدخشان د سرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړونونه تأیید شول

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوه. جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ناسته تېره ورځ د ولسمشر په مشرۍ ترسره شوه او په‌کې د بدخشان او بلخاب د سرو زرو د کانونو د داوطلبۍ په تړاو بحثونه وشول. په غونډه کې له هر اړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه، تأیید شوه. ولسمشر غني ویلي چې څرنګه چې دا اکتشافي مرحله ده، باید واضح... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مولوي ترخیل پلویانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې تړلي

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د ایستل شوېو کاندیانو د اعتراضونو په دوام له دغه لېسته د ایستل شوي کاندید مولوي ترخیل محمدي پلویانو هم نن په یوه اعتراضیه حرکت سره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې تړلي دي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي او ویاند حفیظ الله هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا شان حرکتونه د دوی ورځنۍ چارې او کارونه له خنډ سره مخ کولی شي. په ورته وخت کې مولوي تره خیل محمدي ازادي سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې دا کار د ده پلویانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مولوي تره‌خیل پلویانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې تړلي

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د ایستل شویو کاندیانو د اعتراضونو په دوام له دغه لېسته د ایستل شوي کاندید مولوي تره‌خیل محمدي پلویانو هم نن په یوه اعتراضیه حرکت سره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې تړلې دي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي او ویاند حفیظ‌الله هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا شان حرکتونه د دوی ورځنۍ چارې او کارونه له خنډ سره مخ کولای شي. په ورته وخت کې مولوي تره‌خیل محمدي ازادي سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې دا کار د ده... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

چارسده کې د بابړې پېښې یادغونډه شوې

د اګست پر ۱۲مه د بابړې د عامه وژنې په مناسبت په چارسده کې غونډه شوې. په ۱۹۴۸ز کال کې د هغه وخت حکومتي سرتېرو د خدايي خدمتګارو پر یوه لاریون ډزې وکړې چې پکې سلګونه کسان ووژل شول. یادغونډې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین وویل، د ترهګرۍ مخنیوي ادارې (نېکټا) ورته ویلي دي چې وسله والو یې د وژنې پلان جوړ کړی. تفصیل په ويډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ځیني نوماندان والي او یو شمېر وکیلان په جعلکارۍ تورنوي

د افغانستان ولسي جرګې ته ځينو احتمالي نوماندانو چې شمېر یې له ۱۰ زیات و، د یکشنبې په ورځ په یوه رسنیزه ناسته کې چې په ګردېز کې جوړه شوې وه، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوم لیکنې، د تذکرو د وېش او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له‌خوا د کارمندانو په ګمارنه کې د پکتیا ځيني برحال وکیلان په مداخلې او جعل‌کارۍ تورن کړل. دوی د پکتیا پر والي شمیم خان کټوازي هم تور پورې کړ چې شمیم خان کټوازی د نواب منګل، راضیې منګل، ګل پاچاه مجیدی او ابراهیم غښتلي چې د ولسي جرګې برحال غړي دي، ملاتړ کوي او د دوی په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زابل امنيه قوماندان: د کلات-کندهار د لارې د خلاصون عملیات کوو

د زابل امنيه قوماندان وايي، امنیتي ځواکونه د کلات-کندهار د لویې لارې د خلاصون لپاره چې نن طالبانو تړلې ده عملیات کوي. سمونوال غلام جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر مسافر پر دې لویه لاره بند پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د روانې جګړې له امله له څلورو ورځو راپه دېوا د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. په کندهار ولایت کې شااوخوا دوه زره مسافر چې له کندهار، هلمند، فراه او هرات څخه مرکز کابل ته تلل، بند پاتي او وايي چې له راز راز ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

کامراني: کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوو

د غزني د ولایتي شورا مرستیال وايي، د دوشنبې په سهار په کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوي. امان الله کامراني پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ښار کې وسله‎والو طالبانو پراخ بریدونه کړي او دولت باید د امنیت د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي. نوموړی وايي: "د غزني خلک چې په کابل کې دي که وکیلان دي که مدني فعالان دي له ټولو اقوامو به دلته په عیدګاه جومات کې مظاهره کوي. د دې په خاطر چې غزني ته توجه نه کېږي لکه څنګه چې لازمه ده له غزني دفاع نه‎ده شوې." د افغانستان دفاع وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل کندهار لویه لار د څلورمې ورځې په مخه تړلې پاتې

د کابل کندهار لویه لار نن دوشنبه د څلورمې ورځې په مخه په غزني کې د جنګ په خاطر تړلې پاتې ده. پرون په کندهار کې شااوخوا دوه زره مسافر چې له کندهار، هلمند، فراه او هرات مرکز کابل ته تلل ایسار پاتې و او ویل‌یې چې له ستونزو سره مخ دي. د مسافرو له ډلې احمدالله ازادي راډيو ته وویل: "له موږ سره چې کومې پيسې وې هغه ټولې په هوټلونو کې رانه مصرف شوې. د خرڅ پیسې نه‎لرو. له هره پلوه ستونزو سره مخ یو. موږ له دفاع وزارت او داخلې وزارته غواړو چې ژر تر ژره دا لاره خلاصه کړي څو مسافر ژر تر ژر خپل مقصد ته ورسېږي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل کندهار لویه لار د څلورمې ورځې په مخه تړلې پاتې ده

د کابل کندهار لویه لار نن دوشنبه د څلورمې ورځې په مخه په غزني کې د جنګ په خاطر تړلې پاتې ده. پرون په کندهار کې شاوخوا دوه زره مسافر چې له کندهار، هلمند، فراه او هرات مرکز کابل ته تلل ایسار پاتې و او ویل یې چې له ستونزو سره مخ دي. د مسافرو له ډلې احمدالله ازادي راډيو ته وویل: "له موږ سره چې کومې پيسې وې هغه ټولې په هوټلونو کې رانه مصرف شوې. د خرڅ پیسې نه‎لرو. له هره پلوه ستونزو سره مخ یو. موږ له دفاع وزارت او داخلې وزارته غواړو چې ژر تر ژره دا لاره خلاصه کړي څو مسافر ژر تر ژر خپل مقصد ته ورسېږي."... Читать дальше...