World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 02.07.2025

Pa.azadiradio.com 

دملګروملتونو د کړنې او خوړو اداره؛ وچکالي د افغانستان ټولو سیمو ته غځیدلی ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، شدیده وچکالي د افغانستان له شمالي، شمالي لودیز او خیتځو سیمو اوس ټول هېواد ته غځیدلی ده. دغې ادارې نن چهارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د وچکالۍ له کبله زیانمن افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري". د دغې ادارې په ټکو، وچکالۍ د کرنې سربیره مالدارۍ ته هم لوی تاوان رسولی دی. له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما خبرداری ورکړی وو چې د وچکالۍ په سبب د افغانستان پنځوس سلنه کرنیز محصولات کم شوي دي. د افغانستان اتیا سلنه خلک په کرنۍ خپل ورځینۍ ژوند تیروی.

Pa.azadiradio.com 

د کابل اوسیدنکي؛ په کابل ښار کې څو پوړیزې ودانۍ د نړیوالو معیارونو خلاف جوړیږي

پلازمینه کابل چې ورځ بلې ته د پراختیا په حال کې ده او له دودیزې پخوانۍ بڼې یې کورونو په چټکۍ په لوړپوړو او عصري ودانیو بدلېدونکي دي، اوسېدونکي یې انتقاد کوي چې اړین ودانیز مسایل په پام کې نه نیول. دوی دا هم وايي چې دا ودانۍ په کابل کې د نفوسو د زیاتوالي لامل هم شوي چې په بیلابیلو برخو کې یې د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي. د کابل ښار د څلورمې کارتې یوې اوسېدونکې د نوم نه ښودو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل، " په کابل کې اپارتمانونه ډیر جوړ شوي دي، د کابل ښکلا ډیره ښه شوې ده، خو یوازنۍ ستونزه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د ځايي اوسیدنکو او طالب وسله والو ترمنځ د کوکنارو په سر شخړه کې ۱۶ کسان وژل شوي

په بدخشان کې سیمه ییزې سرچیني وايي د دې ولایت په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د فصلونو د لمنځه وړولو په سر د ځايي اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ رامنځته شوی کړکیچ او د خلکو اعتراضونه نن د درېیمې ورځې لپاره هم روان دي. د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یو سیمه ییز خبریال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې په رامنځته شوي تاوتریخوالي او اخ ډب کې تر اوسه لږ ترلږه ۱۵ ځای اوسېدونکې وژل شوي او تر ۶۰ نور ټپیان شوي دي. دغه سرچیني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریټانیا حکومت د افغان همکارانو او پخوانیو پوځیانو د بیا میشتیدو پروګرام تړلی دی

د بریتانیا حکومت له کومې مخکې ورکړل شوې خبرتیا پرته د دې هیواد د ځواکونو او دولتي بنسټونو د پخوانیو افغان همکارانو لپاره د بیا میشتېدنې پروګرام تړلی دی. د برېټانیوي ورځپاڼې ډیلي میل د راپور پر بنسټ چې نن د جولای په ۲ مه خپور شوی "د افغانانو د بیا میشتنېدنې او ورسره د مرستې سیاست ځانګړی پروګرام "ARAP" په نوم د دې پروګرام د تړلو پرېکړه د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا د کډوالۍ د نویو مقرارتو په تړاو د یو توضیحي یادښت له لارې اعلان شوی ده. د دې پرېکړې له مخې دا بپروګرام د جولای د لومړۍ نېټې سې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه کې د ګرمي له کبله دوه کسان مړه شوي دي

په فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله دوه تنه مړه شوي دي. فرانس پریس نن چهارشنبې د فرانسوي چارواکو په حواله ویلي، "۳۰۰ تنه نور د ګرمۍ اړونده ناروغیو په سبب تر درملنې لاندې دي". دا دویم کال دی چې د جولای میاشت په فرانسه کې تر ټولو ګرمه میاشت وي. له دې مخکې په ایټالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله دوه کسان مړه شوي وو. فرانسه، هسپانیا، پرتګال او ایټالیا هغه هېوادونه یاد شوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کې هوا سخته ګرمه وي.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت د ۸ ضلعو د روغتیايي افسرانو دندې ځنډولې دي

د روغتیا صوبايي وزیر مجیب پانیزي د جولای پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د کلا عبدالله، کلا سیف الله، بوري (لورالایي)، سېوۍ، ډېره بګټي، چاغي، کچي او جل مګسي ضلعي روغتیايي افسرانو په خپل کار کې ناغېړي کړې نو ځکه یې دندې ځنډوي.

Pa.azadiradio.com 

استانبول کې په پراخو مظاهرو کې۲۴کسان نیول شوي دي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د پرون شپې په پراخو مظاهرو کې ۲۴کسان نیولي دی. دا مظاهرې د استانبول د پخواني ښاروال اکرام امام اوغلو د نیولو او له دندې د لیرې کیدو د سلمې ورځې په مناسبت ترسره شوې وې. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، "مظاهره کوونکو ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی دی". په زرهاوو کسان پرون شپه د استانبول د ښاروالی ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، او د "د فاشیسم پر وړاندې اوږه په اوږه" او "ولسمشر امام اوغلو" شعارونه يې ورکول. امام اوغلو چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر مسکو ته رسیدلی دی

د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر ګل حسن د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د پیل لپاره پرون سه شنبې مسکو رسیدلی دی. فرانس پرس د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په حواله راپور ورکړی چې ګل حسن به ډیر ژر په مسکو کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده پیل کړي. په مسکو کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي هم دا خبر فرانس پریس ته تایید کړې دی. ګل حسن هغه لوړپوړی ډیپلوماټ دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې مسکو کې د سفیر په توګه دنده پیلوي. هغه له دې وړاندې د پاکستان په کویټه کې د طالبانو د کنسول په توګه دنده ترسره کړې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا وايي د پېنټاګان تر ارزونې وروسته اوکراین ته ځینې وسلې نه لېږدوي

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جولای پر لومړۍ په بیان کې وویل چې د دفاع وزارت له لوري له نورو هېوادونو سره د امریکايي پوځي ملاتړ ته تر بیاکتنې وروسته "د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو" پرېکړه شوې.

Pa.azadiradio.com 

ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري ځنډوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان فرمان ورکړی چې هېواد يې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري ودروي. رویترز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن چهارشنبه د پزشکیان د دغې پریکړې خبر ورکړی دی. د ایران ولسمشر دا اقدام وروسته له هغې کوي چې امریکا تیره میاشت کې د ایران درې اټومي تاسیسات په فردو، نطنز او اصفهان کې په نښه کړل. له وړاندې د ایران د اسلامي شورا مجلس د سرطان په څلورمه د تهران او تل ابیب ترمنځ له اوربند یوه ورځ وروسته، د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د همکاریو د خنډیدو طرحه تصویب کړه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پوتین او مکرون د اوکراین پر جګړې او د ایران پر اټومي پروګرام ټېلېفوني خبرې کړې دي

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو د اوکراین جګړې او د ایران پر اټومي پروګرام ټېلېفوني خبرې کړې دي.دا په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې اېمانوېل مکرون له ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې. د فرانسې خبري اژانس وايي، مکرون د جولای پر لومړۍ نېټه په یو ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند غوښتنه وکړه خو پوتین د جګړې پړه د لویدیزو هېوادونو غاړې ته واچوله. روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري. مکرون او پوتین د ایران پر اټومي پروګرام هم وغږېدل. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خوست ځوانان د کرکټ میدانونه او نور وسایل غواړي

خوست د افغانستان یو له هغو سیمو څخه ده چې د کرکټ ملي لوبډلې ته یې وخت په وخت ستوري لوبغاړي ورکړي دي. په دې ولایت کې له کرکټ سره د ځوانانو مینه او ولوله بې سارې ده. خو دغلته نوي ځوانان وايي په کمو او نیشت برابر وسایلو کرکټ کوي. دوی د لوبو د میدانونو، وسایلو او روزونکو غوښتنه کوي. بل پلو، د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې یې ځینې د کرکټ پروژې ترلاس لاندې دي چې زر به یې ځوانانو ته ګټه ورسېږي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې: