World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 24.07.2025

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې افغانان دې په زور خپل هېواد ته نه استوي

راپور له ۴۹ کسانو سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی او پکې ښځې او نجونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان تر ټولو زیات زیان پذیره بلل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د سوات په مدرسه کې د زده‌کوونکي وژنه؛ تره یې کیسه کوي

د سوات په خوازه خېله کې د یوه زده کوونکي تر وژنې وروسته پولیسو مدرسه تړلې او د هغه د مرګ او ورباندې د تاوتریخوالی په تړاو یې نهه تنه نیولي دي. د ۱۴ کلن ماشوم تره صدر ایاز وايي، وراره یې مدرسې ته تګ نه غوښت او ده چې وپوښت نو هغه ورته وویل چې هلته یې ښوونکي وهي او "غلطې" غوښتنې ورڅخه کوي. ایاز وايي، دی له وراره سره ولاړ او هلته یې له ښوونکو پوښتنه وکړه نو هغوی ورته پر "قران لاس کښېښود"، قسم یې وخوړ چې ماشوم "درواغ وايي" او ډاډ یې ورکړ چې وراره ته به یې هېڅ تکلیف نه وي. دی وايي، وراره یې هلته پرېښود... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو راپور: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ایستل شوي افغانان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، له ګاونډیو هیوادونو ایستل شوي افغانان چې بېرته طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، د شکنجې، خپل‌سري توقیف او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له خطر سره مخ دي.

Mashaalradio.com 

د بنو باغوانان لویو ښارونو کې د اینځرو خرڅلاو لپاره حکومتي مرسته غواړي

په بنو کې د اینځرو ډېر باغونه دي. باغوانان وايي، هغه مېوه خورا نازکه ده او ژر خرابېږي نو په ارزانه بیه یې پلورلو ته مجبور دي. دوی وايي، حکومت دې ورسره نورو ښارونو ته د اینځرو په لېږد کې مرسته وکړي. په دې اړه لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د سوات مدرسې د زده کوونکي تره یې د وژنې کیسه کوي

د سوات په خوازه خېله کې د یوه زده کوونکي تر وژنې وروسته پولیسو مدرسه تړلې او د هغه د مرګ او ورباندې د تشدد په تړاو یې نهه تنه نیولي دي. د ۱۴ کلن ماشوم تره صدر ایاز وايي، وراره یې مدرسې ته تګ نه غوښت او ده چې وپوښت نو هغه ورته وویل چې هلته یې ښوونکي وهي او "غلطې" غوښتنې ورڅخه کوي. ایاز وايي، دی له وراره سره ولاړ او هلته یې له ښوونکو پوښتنه وکړه نو هغوی ورته پر "قران لاس کښېښود"، قسم یې وخوړ چې ماشوم "درواغ وايي" او ډاډ یې ورکړ چې وراره ته به یې هېڅ تکلیف نه وي. دی وايي، وراره یې هلته پرېښود او لږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه؛ که چیرته د افغان کډوال راستنیدل سم مدیریت نشي په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) کمشنر خبرداری ورکړی، که د افغان کډوالو د ستنېدو ستونزمن وضعیت په سم ډول مدیریت نه شي، داسې غبرګون به رامنځته شي چې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي. فلیپو ګراندی له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو په سخاوتنندانه ډول لسیزې کوربه توب ته په پام، دا ناورین په دقت او سم ډول اداره کړي. نوموړي دا څرګندونې د هرات ولایت اسلام قعله ته د خپل سفر پر مهال کړي او ویدیو یې د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۲۳مه د (یو این ایچ سي ار) په ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپره شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي

د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي. لومړی لوبه سهار مهال د امو نهنګانو او سپین غږ بازانو ترمنځ ده او بله لوبه ماسپښین کې د بست ساتونکو او بندامیر ښارمارانو ترمنځ ترسره کیږي. دغې لوبې له پرونۍ دمې وروسته د نن پنجشنبې لپاره پلان شوي دي. د شپږیزې لیګ لسم پړاو د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام به دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ۱۲۲ افغان بندیان راخوشي کړي دي

د پاکستان حکومت ۱۲۲ افغان بندیان راخوشي کړي دي. په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لیږد امر بخت جمال ګوهر وايي، "دغه کډوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، پرون افغان لورې ته سپارل شوي چې یو شمیر يې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري ". د ګوهر په ټکو، راخوشي شوو کډوالو له دوو ورځو نیولې تر دریو کلونو په پاکستان کې د بند موده تیر کړې ده. هغه وړاندې ویلي، راخوشي شوي کسان د ننګرهار، لغمان، پروان، کابل، خوست او پکتیا ولایتونو اوسیدونکو وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي. د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له افغان سوداګرو څخه راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې له افغان سوادګرو د مرستې غوښتنه کړې ده. دغه وزارت پرون په کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د کارموندنې په غونډه کې پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د هېواد دننه پانګونه وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، "افغان سوداګر دې د ترکیې او نورو هېوادونو پر ځای افغانستان کې پانګونه وکړي، څو له خپلو تولیداتو او صنعت مو ملاتړ وشي". د طالبانو حکومت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خیبرپښتونخوا کې سیلابونو ۱۳کسان مړه کړي

په خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي دي. په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په مړه شوو کسانو کې نهه ماشومان، درې ښځي او یو سړی شامل دي. د دغې ادارې په خبره، د سیلابونو له کبله درې نور کسان ټپیان شوي او په زرهاوو کرنیزې ځمکې او کورونه يې ویجاړ کړي دي. د سیلابونو له کبله دا مرګژوبله په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د وروښتونو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو وړاندوینه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی

د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی. د بشري مرستو د رسونو ۱۱۱سازمانونو له هغې ډلې د بې پولې ډاکټرانو سازمان پرون چهارشنبې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د "دوی د کارکوونکو په ګډون خلک د مرګ په حال کې دي". دغو ادارو په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې او پر ښکیلو خواوو يې غږ کړی چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د بشري مرستو رسونو سازمانونو ته د مرستو د رسولو اجازه ورکړي. د اسراییلو حکومت په وروستیو کې په غزه کې د پراخې قطحۍ او لوږې له کبله له فشارونو سره مخامخ دی.... Читать дальше...