World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 10.07.2025

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي، اوس خلک له بانکونو ډېرې پیسې اخیستی شي، خلکو خلک بانکونه هومره پیسې نه ورکوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له دې اعلان سره هممهاله چې له افغانۍ انفرادي حسابونو څخه یې د میاشتني برداشت کچه لوړه کړی، د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو  یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې بانکونه د طالبانو د اعلان پر بنسټ عمل نه کوي او د اړتیا وړ پیسې نه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د غلام خان لارې تړل کېدو له وجې لسګونه لارۍ ایسارې دي

په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر نواب امیرزی وايي، پاکستان باید د غلام خان لارې تر تړلو وړاندې افغان تجاران خبر کړي وای چې له تاوانه بچ پاتې شوي وای. نوموړي د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، پاکستان او افغانستان دواړه باید داسې اقدامات وکړي چې له وجې یې سوداګر او موټرچلوونکي له زیانونو خوندي پاتې شي. بل پلو، په غلام خان بندر کې د افغانستان لوري ته ولاړ پاتې د لسګونو لاریو ډرېوران وايي، د پاکستان او د طالبانو حکومتونه دې د ټرانسپورټ مسله نه سیاسي کوي او لارې دې پرانیستې وساتي. پاکستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کواټ کې د اېف سي سرتېرو د تښتولو او وژنې ضد مظاهره شوې

د خیبر پښتونخوا د کواټ اوسېدونکو د سورګلو سیمې د دوو اېف سي سرتېرو د تښتونې او وژنې پرضد احتجاجي لاریون کړی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د جولای پر څلورمه وسلوالو په لکي مروتو کې د اېف سي ځواک درې سرتېري وتښتول چې ورڅخه یې دوه د کواټ اوسېدونکي ول. دوی دعوه کوي چې وسلوالو د هغوی د وژنې ویډیو خپره کړې. مشال راډیو د هغې ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولای خو د یو سرتېري ورور د جولای پر نهمه تر احتجاج وروسته خبري غونډې ته د خپل ورور وژنه تایید کړه او زیاته یې کړه چې چارواکي دې ورسره د مړي په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو پر راپور ورکوونکې بندیزونه لګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر اشغال لاندې د فلسطینۍ سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر خپلواکې رپورټ ورکوونکې فرانچېسکا البانیزې بندیزونه لګوي.البانیزې په فلسطینیو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې کوي او ملګرو ملتونو ته رپورټونه ورکوي. روبیو د جولای پر نهمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې دعوه کړې چې د هغې "غیر قانوني او شرمناکه هڅې د جنایتونو نړیوال عدالت د امریکايي او اسراییلي چارواکو، شرکتونو او د کاروباري شخصیتونو پر وړاندې اقدام ته اړ باسي." د ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شاعران وايي، د طالبانو له لوري د مشاعرو د تنظیم قانون د شاعرانو د ازادۍ او خلاقیت مخه نیسي

د طالبانو حکومت له خوا د مشاعرو د تنظیم قانون د یو شمیر افغان شاعرانو غبرګونونه پارولي دي. دوی دا قانون د شعر او شاعر په وړاندې محدودیت ګڼي ټینګار کوي چې دا به د شاعرانو ازدي او خلاقیت اغیزمن کړي.

Mashaalradio.com 

کتونکي سیف الرحمان سلیم د جلا اسلوب شاعر ګڼي

سیف الرحمان سلیم د پښتو له هغو شاعرانو دی چې یوازې په یوه شعري ټولګه یې لوی نوم ګټلی دی. پوهان وايي، هغه د جلا اسلوب لرونکی شاعر وو. نوموړی په ۱۹۲۹ز کال کې زېږېدلی وو او په ۲۰۰۷ز کال کې ومړ. د هغه یوازې یو وړوکی کتاب "سندریز شفقونه" چاپ شوی وو. سیف الرحمان سلیم څنګه وکولی شول چې په محدودې شاعرۍ د پښتنو له لا محدودې مینې برخمن شي؟ د دې او نور پوښتنو ځواب په رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د ناروي د کډوالو شورا: د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دومره ګڼ شمېر راستنیدونکو ته د مرستو برابرولو توان نه لري

د ناروی د کډوالو شورادخبرداری ورکړی  چې د ایران له لوري د افغان کډوالو  په جبري ایستلو کې د راغلي زیاتوالي له امله د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دې شمېر راستنیدونکیو ته د بیړنیو مرستو د برابرولو چمتوالي نه لري.

Mashaalradio.com 

په هسپانیا کې د غوایانو د ځغاستې جشن روان دی

په هسپانیا کې د دوبي له جشنونو څخه یې یو د غوایانو د ځغاسته ده چې پکې خلک هم له غوایانو سره منډې وهي. دا جشن د جولای پر شپږمه پیل شوی او د میاشتې تر ۱۴مې به روان وي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سرپرست سفیر په قزاقستان کې د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي سره کتلي دي

په قزاقستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست سفیر محمد الرحمن د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي دي. په قزاقستان کې افغان سفارت پرون ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې کتنې خبر ورکړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، د کډوالو وضعیت، وروستیو سیلابونو او کارموندنې په اړه خبرې اترې کړي دي. وړاندې د توکوموف په حواله راغلي چې قزاقستان له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکارۍ ته چمتو دی. که څه هم د قزاقستان حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روبیو؛ د بشري حقونو پر مدافع وکیلې فرانچسکا البانزه تحریمونه وضعه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د ملګرو ملتونو پر خپلواکې څیړنکې فرانچسکا البانزه چې په فلسطیني سیمو کې يې د بشري حقونو د نقض په اړه راپور چمتو کړی تحریمونه وضعه کوي. وربیو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د البانزه سیاسي او اقتصادي جګړه نوره د زغم نه ده، موږ په ګډه له خپلو مشروعو حقونو دفاع کوو". د اسوشیټډپرس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا داسې مهال پر البانزه د تحریمونو د وضعه کولو پریکړه کوي چې پر ملګروملتونو د واشنګټن هغوو فشارونو پایله نه ده ورکړې چې غوښتل يې هغه له دندې لیرې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې میشت افغان کډوال؛ حکومت ۱۵ ورځې مهلت راکړی چې له دې هېواده ووځو

په تاجیکستان کې یو شمېر میشت افغان کډوال وايي، د تاجیک چارواکو له خوا ورته په شفاهي ډول خبرداری ورکړل شوی چې په ۱۵ ورځو کې دننه باید له دغه هیواده ووځي. له دوی څخه یوه چې یوې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، د غږ د بدلولو په شرط د چهارشنبې په ورځ (د جولای په نهمه) ازادي رادیو ته وویل، سره له دې چې قانوني اسناد لري، خو یو ورځ مخکې د تاجیکستان امنیت اړوند کسان د دوی کورته ورغلي او ورته یې ویلي چې باید هېواد پرېږدي. "زمونږ د کورونو دروازو ته د امنیت خلک راځي، وايي ووځئ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن سهار پر اوکرایین تازه د بې پیلوته الوتکو بریدونه کړي

روسیې نن سهار د اوکرایین پر پلازمینه کیف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. اوکرایین چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکو پاتي شونو په څو سیمو کې اور بل کړی دی. د راپورونو له مخې، دوه کسان ټپیان شوي او د اوکرایین په ډیرو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي. اوکرایین یو ځل بیا د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې له خپلو لویدیزو متحدانو د دفاعي وسلو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د اسیان سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي. دا کتنه په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکرایین د جګړې له دوامه ناخوښ دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین يې د سولې په اړه په "بې مانا" څرګندونو تورن کړی دی. ټرمپ په وروستیو کې اوکرایین ته د دفاعي وسلو له ورکړې سره موافقه کړې او پر روسیې د نویو تحریمونو د وضعه کولو په اړه فکر کوي. خو مسکو بیا د ټرمپ په ځواب کې ویلي، " له واشنګټن سره د خپلو اړیکو رغولو ته دوام ورکوي".... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند ګجرات کې د پل نړېدو ۱۰ تنه وژلي دي

د هند په لویدیز ایالت ګجرات کې د یو پله نړېدو له وجې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي. ځايي چارواکي وايي، د جولای پر نهمه د پل له نړېدو سره پینځه ګاډي سیند ته پرېوتل. د ژغورنې ادارو کارکوونکو ترڅنګ ځايي خلکو هم په مرستندویه چارو کې برخه اخیستې. د پل پرېوتو لامل لا معلوم نه دی خو هندۍ رسنۍ وايي چې اعلاوزیر د پېښې د پلټنو امر کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې افغان سفارت د افغانانو لپاره د پاسپورټ بیې ۵۰ ډالرو ته راټېټه کړي دي

د طالبانو حکومت په ایران کې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو بیې راکمې کړي دي. په تهران کې افغان سفارت پرون چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، "د لوی مشر د هدایت پر بنسټ او په ایران کې د افغانانو ستونزو ته په پام د پاسپورټ بیه له ۱۲۰ ډالرو ۵۰ ډالرو ته راښکته شوې ده". په خبرتیا کې راغلي چې له دې وروسته په ایران کې میشت افغانان کولی شي په نوې بیه خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. د طالبانو حکومت دا پریکړه په داسې حال کې کوی چې د ایران حکومت په وروستیو څو اونیو کې په زرهاوو افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.