د تراب مینوال؛ مطیع الله د مشاعرو مالګه وه او د هغه نشتون کې مشاعرو کې خوند نه وو
پښتو ژبې مشهور شاعر مطیع الله تراب د زړه د دریدو له امله د ۵۴ کلونو په عمر د زړه د درېدو له امله ومړ.
پښتو ژبې مشهور شاعر مطیع الله تراب د زړه د دریدو له امله د ۵۴ کلونو په عمر د زړه د درېدو له امله ومړ.
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه له اسدالله لودین څخه واوری
د اوکراین پارلمان نن د "پوځي حکومت او عمومي بسیج" قانون د ۹۰ نورو ورځو په مخه وغځوه. دغه قانون کې د جګړې د مهال اقدامات شامل دي او دا یې شپاړسم ځل دی چې موده یې تمدیدېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو له اوکراین سره د روسیې په ضد جګړه کې د نوې پوځي مرستې ژمنه کړې ده.
داسې مهال چې د پاکستان حکومت په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د ویزو د تمدید پروسه تر نامعلومې مودې ځنډولې په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وايي د پولیسو له لوري د بې ویزې افغانانو د نیولو او حاجي کمپ ته یې د انتقال پروسه یو وار بیا تېزه شوې ده. حاجي کمپ په راولپیڼدۍ کې هغه ځای چې له نیول کېدو وروسته افغانان ورته انتقال او له بایمټریک وروسته له دې هیواده په جبري ډول ایستل کیږي. د اسلام اباد په جی ۹ سیمه کې میشت یو افغان عبدالله چې متحده ایالاتو ته د ایس اي وي کیس لري وايي همدا پرون د... Читать дальше...
د جولای پر ۱۵مه د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر مطیع الله تراب د ننګرهار په خوږیاڼیو کوزبیار کلي کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د افغانستان پر خاورې او خلکو مین شاعر وو او دا مینه یې په شعرونو کې له ورایه ښکارېده. پښتانه شاعران او لیکوالان وايي، تراب که د خپل قام او وطن سره مینه کړې ده نو په افغانستان او پاکستان کې مېشتو پښتنو ولسونو هم نوموړی خپل ګڼلی، د هغه شاعري یې اورېدلې او خوښه کړې یې ده. د پښتنو فرهنګیانو په وینا په اوس وخت کې هېڅ کوم بل شاعر په دومره اندازه په ولس کې له شهرت څخه برخمن نه وو، لکه تراب چې وو. Читать дальше...
له تېرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان د کورنیو رسنیو له خوا د ځان وژنو پېښې ډیری راپور شوي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) وايي په خیبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان، د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر، اسلام اباد او ورڅېرمه په راولپېنډۍ کې د سېلابونو اټکل کوي.
د طالبانو حکومت په میدان وردګو کې یو میوزییم پرانیستی چې پکې یې هغه چوونکي توکي او وسلې نندارې ته ایښي دي چې وسلوالو یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام حکومت او سرتېرو پرضد کارولې. په هغو کې کورني جوړ بمونه، د ځانمرګو بریدونو لپاره کارېدونکي واسکټونه، چسپکي ماینونه او نور شیان شامل دي. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د اسراییلي پوځ ټانکونه د جولای پر ۱۵مه د غزې ښار مرکزي سیمو ته د پرمختګ په حال کې لیدل شوي دي. د پوځ ویاند پر فلسطینیانو غږ کړی دی چې ځانونه دې د خان یونس الماواسي خوندي سیمې ته ورسوي ځکه دوی عملیات لا نور سختوي. نور حال د رایټرز اژانس له وېډیو جوړ په دې راپور کې.
په داسې حال کې چې په اسټرالیا کې د ۱۹ هېوادونو پوځي تمرینونه پیل شوي دي هغه هېواد د اوږده واټن توغندیو نظام ازمویلی دی. تمرینونه د جولای پر ۱۳مه پیل شول چې پکې د کوربه اسټرالیا ترڅنګ د اسټرالیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په ګډون د نورو هېوادونو تر ۴۰،۰۰۰ پورې سرتېري برخه اخلي. د تالېسمن سېبر په نوم دا تمرینونه هر دوه کاله وروسته کېږي چې هدف یې په سیمه کې د چین پوځي پراخوالي د مخنیوي لپاره چمتووالی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
مطیع الله تراب چې د ژوند اوږده کلونه یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په خوست کې تېر کړي، اصلاً د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي چې د ایراني سرتیرو په ډزو کې یو افغان وژل شوی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان عبدالمنان نورزهي نومیږي چې د فرا ولایت اوسیدونکی و خو له ډیره وخته د ایران زاهدان کې اوسېده. راپور کې راغلي، نوموړي چې له ایرانه اخراج شوی و بیرته غوښتل د کورنۍ لیدو لپاره زاهدان ته ولاړ شي چې د هیرمند په پوله کې پرې ډزې وشوې. حال وش لیکلي، د ډزو پیښه د شنبې په ورځ شوې، خو په خبره یې د دغه افغان جسد پرون دوشنبه لارویانو موندلی او نیمروز ته یې لېږدولی دی. د ایران... Читать дальше...
په ابازو کې د امونو یو لوی باغ دی چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې اباد دی. دغلته د څو قسمه امونو ونې دي چې هر کال په جولای میاشت کې یې حاصل تیار وي. باغوانان وايي د امونو شوکولو لړۍ به د سېپټېمبر میاشتې تر پایه روانه وي. دوی وايي، د پښتونخوا امونه د پاکستان د نورو سیمو د امونو په شان خواږه دي او که لاره ورته برابره شي او نورو ملکونو ته هم ولېږدول شي نو په نورو ملکونو کې به یې هم خلک خوښوي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.
د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې د مړینې په تایید سره پر پیښه خواشیني ښودلې ده. د تراب جنازه نن ( سه شنبه د چنګاښ ۲۴مه) په کابل او جلال اباد کې ترسره کیږي او بیا به د ننګرهار خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي. تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل او د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل. مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې له ایرانه ستنو شویو افغانانو سره له نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه. روزا اوتونبایوا اسلام قلعه بندر ته تر سفر او هلته له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدو کتو وروسته نن سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړېږي. خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې له وړاندې وچکالۍ ځپلی، بشري ناورین په کې دی او ۷۰ فیصده خلک یې بې وزله دي، په یوازې سر د راستنېدونکو د څپې منلو ته چمتو نه دی. یوناما ویلي، د... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ خبرداری ورکړ ی چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي. ټرمپ د جولای پر ۱۴مه په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک رته سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په اسټرالیا کې د ۱۹ هېوادونو پوځي تمرینونه پیل شوي دي هغه هېواد د اوږده واټن توغندیو نظام ازمویلی دی. تمرینونه د جولای پر ۱۳مه پیل شول چې پکې د کوربه اسټرالیا ترڅنګ د اسټرالیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په ګډون د نورو هېوادونو تر ۴۰،۰۰۰ پورې سرتېري برخه اخلي. د تالېسمن سېبر په نوم دا تمرینونه هر دوه کاله وروسته کېږي چې هدف یې په سیمه کې د چین پوځي پراخوالي د مخنیوي لپاره چمتووالی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په متحدو ایالتونو کې د استیناف یوې محکمې د افغان وګړو لپاره د موقتي خوندیتوب حالت د لغوه کولو لپاره د ولسمشر دونالد ټرمپ په موقت ډول وځنډاوه. د محکمې له پرېکړې سره سم، هغه افغانان چې د دې محافظتي اسنادو لرونکي دي او د شړلو له ګواښ سره مخامخ وو، لږ تر لږه د جولای تر ۲۱ پورې کولی شي پرته له قانوني ستونزې په امریکا کې پاتې شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع اداره چې CASA نومېږي، د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د کورني امنیت وزارت پر ضد محکمې ته عریضه وړاندې کړه او د دې فرمان د لغو کولو غوښتنه یې وکړه. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي. ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره... Читать дальше...
له پرون دوشنبې څخه د زرګونو افغانانو د موقت خوندیتوب حالت یا (TPS) پای ته ورسېد. دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خونديتوب حالت په نوم په امریکا کې د اوسیدو اجازه ورکړل شوه، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه. خو وووروسته له هغه چې یوه فدرالي قاضي د نژدې ۱۲ زره افغان کډوالو د “موقتي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام ختم کړ، دا کسان له متحدوایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي. د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ایران او پاکستان لهخوا په بې ساري ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو پر ستنولو جدي اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د عاجلو اړتیاوو لپاره یې د بېړني بشري ملاتړ غوښتنه وکړه.. د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې له ایران څخه یوازې په یوه ورځ تر ۴۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان له مخکې څخه کمزورې زیربناوې او کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې راوړي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړو سرحدي... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی. نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي. اوتونبایوا له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي. Читать дальше...