د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیولو له حکم وروسته غبرګونونه
د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیولو له حکم وروسته غبرګونونه
د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیولو له حکم وروسته غبرګونونه
د امریکا په ټېکسس او نیو میکسیکو ایالتونو کې په وروستیو کې تر سخت ورښت وروسته سېلابونو لسګونه کسان وژلي او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي. په ټېکسس کې د نجونو د زده کړو یو کیمپ کې ګڼ کسان ووژل شول. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د ترکیې د پي کې کې ګوند بندي مشر عبدالله اوجالان یو ځل بیا له خپلو پلویانو غوښتي چې له وسله والې مبارزې په شا شي. هغه چې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۶کالونو کې په یوه ویډيو کنفراس کې راڅرګند شوی وو، له خپلو پلویانو وغوښتل چې وسله واله مبارزه دې پریږدي. د اوجلان دا خبرې د جون په ۱۹ نیټه ثبت او پرون سه شنبې د ای این اف تلویزیوني شبکې له لارې خپرې شوي. اوجلان له ۱۹۹۰ کال راهیسې استانبول ته نژدې په یوه ټاپو کې په زندان کې ساتل کیږي. هغه د فبرورۍ په میاشت کې خپل ګوند منحل کړ او له پلویانو يې وغوښتل چې وسله واله مبارزه پریږدي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په تیرو ۲۴ساعتونو کې دوه ځلې په سپینه ماڼې کې کتلي دي. په دې کتنه کې چې، چې پرون (سې شنبې وشوه) او یو ساعت يې دوام درلود دواړو خواوو د غزې د وضعیت په اړه خبرې کړي. ټرمپ له دې وړاندې د غزې وضعیت بحراني بللی و. د ټرمپ او نتانیاهو په داسې حال کې سره لیدلي چې ویل کیږي د اسراییل او حماس ترمنځ به د امریکا په منځګریتوب دوه میاشتنۍ اوربند وشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل "له شرمه ډک" بللي دي. هغه چې په واشنګټن کې د کابینې په ناسته کې خبرې کولې وویل، "په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا چانس په لاس ورکړ چې پر اوکرایین برید وکړي". امریکايي ځواکونه د دوحې د تړون پر اساس، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له مشرانو سره لاسلیک کړی و، له افغانستانه ووتل. د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشر په دوره کې ویلي و، "اړ دی د ټرمپ د حکومت د موافقې پر بنسټ له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي".
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پراخه کچه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بیرته راستنیدو په افغانستان کې یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې، د اپریل میاشتې له پیله تراوسه څه باندې ۸۳۶زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې راستانه شوي په ځانګړې توګه ماشومان، امیدوارې میندې او زاړه خلک پر اوبو او خوړو سربیره له روغیتايي خدمتونو بې برخې دي.
هغه افغان محصلین چې د ترکمنستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې زده کړه کوي، وایي د ځايي محصلینو د تبعیض، بد چلند او آن فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي. دوی په ځانګړي توګه د "سېيتنظرج سېيدي" نومي د ترکمن دولتي روزنیز پوهنتون او د مرو په ولایت کې د دولتي انرژۍ انستیتوت کې له دا ډول پېښو شکایت کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو د حکم پریکړې ته درناوی لري، خو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره دې سیاسي بهیر دوام ومومي. ستفن دوجاریک وړاندې وویل، ملګرې ملتونه کولی شي د دغې محکمې له خوا تورن شویو کسانو سره تعامل ولري او له غړو هېوادونو يې وغوښتل چې د محکمې له پریکړې ملاتړ وکړي. د جرمونو نړیوالې محکمې پرون سه شنبې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ. د طالبانو دغه دوه مشران د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد په جرمونو تورن دي. Читать дальше...
د خیبر سفاري په نوم په بخار د چلېدونکي اورګاډی ماشین په لنډي کوتل کې د سیلانیانو لیدو ته ایښوول شوی دی. په هغه اورګاډي کې به سیلانیان له پېښوره تر لواړګي تلل، تاریخي ځایونه به یې لیدل او له مېچنۍ پوستې به یې تورخم او د ننګرهار ولایت نظاره کوله. خو په ۲۰۰۷ز کال کې په سېلابونو کې د پټلۍ له ړنګېدو راهیسې ورباندې رېل ګاډي تګ راتګ نه دی کړی. البته په وروستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ بیارغولو ژمنه کړې ده.
د هند په لودیز کجرات ایالت کې د یوه پل د نړیدو په پېښه کې لس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. رویترز خبري اژانس لیکلي، پېښه پرون سه شنبې هغه مهال رامنځته شوه چې پر پل ګڼه ګوڼه زیاته وه. تراوسه معلومه نه ده چې پل ولې نړیدلی خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په اړه يې پلټنې پیل شوي دي. له دې وړاندې د هند په شمال خیتځ کې د ریل ګاډي لپاره د یو پل د نړیدو په پېښه کې ۲۶کسان وژل شوي وو.
د هند په لویدیز ایالت ګجرات کې د یو پله نړېدو له وجې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي. ځايي چارواکي وايي، د جولای پر نهمه د پل له نړېدو سره پینځه ګاډي سیند ته پرېوتل. د ژغورنې ادارو کارکوونکو ترڅنګ ځايي خلکو هم په مرستندویه چارو کې برخه اخیستې. د پل پرېوتو لامل لا معلوم نه دی خو هندۍ رسنۍ وايي چې اعلاوزیر د پېښې د پلټنو امر کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په جرمني کې د افغانیک په نوم د افغانانو د ادغام او کلتوري پروګرامونو وړاندې کولو دفتر د سې شنبه په ماښام د ملي اتڼ د یو هنري پروګرام کوربه و. دا پروګرام چې په بن ښار کې جوړ شوی و د ملي اتڼ لسګونو مینوالو په کې ګډون کړی و. د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحیی وردګ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام له جوړلو د دوی هدف بهرمیشتو افغانانو او د دوی نوي نسل ته د ملي اټن ښودل او د دې ملي دود پالل دي. د جرمني په بن ښار کې د ملي اتڼ پروګرام دا پروګرام د سه شنبه په ماښام ( د جولای په اتمه) په جرمني کې د افغانیک... Читать дальше...
د طالبانو پر دې ټینګار سربېره چې هغه نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني، افغانستان د یو دولت یا ریاست په توګه د جنایتونو نړیوال عدالت غړی دی او امرونه یې ورباندې لازم الاجرا دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی. ریچارد بینیټ د سې شنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې د دې حکم صادرېدل، د عدالت په لوري یو ګام دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره. نړیوالې جزایي محکمې ( آی.سي.سي) پرون سه شنبه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ. محکمې دغه طالب مشران بشریت ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۷مه) بیا په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل. دا په ۲۴ ساعتونو کې د دواړو مشرانو دویم ځلي لیده کاته و. رویټرز اژانس لیکلي چې بیګني ملاقات څه باندې یو ساعت وخت اخیستی او داوړه مشران د غزې پر ناورین غږیدلي دي. تر دغه ملاقات وړاندې ډونالډ ټرمپ خبریالانو سره خبرو کې د غزې وضعیت یو " ناورین" بللی او په خبره یې دی او نتنیاهو دواړه غواړي چې حل شي. دغه لیده کاته داسې مهال ترسره کیږي چې د راپورونو له مخې د غزې د جګړې دواړه لوري... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان ته د را ستنو شویو کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د روغتیایي اړتیاوو په اړه ژوره اندیښنه لري. دغه سازمان پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۱۷مه) یوه راپور کې ویلي، وروستیو میاشتو کې د کډوالو بې ساري ستنېدنه د افغانستان په بیړنۍ بشري ستونزې بدله شوې ده. دوی ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د راستنو شویو کسانو په منځ کې د ټپونو، عفونتونو او خوارځواکۍ د زیاتوالي شاهدان دي، تر ډیره ماشومانو او عمر خوړولو کډوالو کې دا ستونزې لیدل شوي. د روغتیا نړیوال سازمان په باور، اکثره... Читать дальше...
نړیوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د حکومت د سترې محکمې د مشر( قاضيالقضات )عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی. دې محکمې پرون ویلي، داسې موجه دلایل شته چې ښيي دې دواړو کسانو د بشريت پر ضد جرمونو کې ، چې د جنسیتي او سیاسي دلایلو له مخې د ځورونې بڼه لري، رول لرلی دی.