World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 17.02.2018

Mashaalradio.com 

لوګر کې پاکستان ضد لاریون شوی

په لوګر کې لسګونو کسانو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې پاکستان سره دې سوداګریزې او سفارتي اړیکې پرې کړي.

Pa.azadiradio.com 

مودي: ایران او هند په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرسته کوي

ایران او هند په افغانستان کې د سولي او ثبات د راوستلو لپاره له دغه هېواد سره د همکارۍ د ډېریدو ژمنه کړې ده. د هند صدراعظم نریندرا مودي نن شنبه په ډهلي کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره تر لیدو وروسته دا اعلان وکړ.  مودي وویل، د دواړو هېوادونو هدف دا دی چې د ایران د چاه بهار او هم د سړکونو او اورګاډۍ پټلۍ د پراختیا له لاري، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د رسېدو لپاره د انرژۍ امنیت او سیمه ییز ټرانسپورټي ارتباطات ښه کړي. د ایران ولسمشر وویل، ایران او هند د ګازو او تېلو په برخه کې ګډو پروژو ته چمتو دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د اتو ماشوماتو پر قتل تورن کس په اعدام محکوم شو

په پاکستان کې یوې محکمې په ګڼو قتلونو یو تورن کس وروسته له هغه په اعدام محکوم کړ چې د اتو ماشومانو په وژلو مجرم وپېژندل شو.  په دې کې پر یوې اوه کلنې نجلۍ جنسي تېری او وژنه هم شامل دي چې په پاکستان کې یې پراخ اعتراضونه راوپارول. پولیسو د جنورۍ په نیمایي کې د زینب انصاري مړی د لاهور ښار په قصور سیمه کې تر لادرکۍ څلور ورځې وروسته وموند.  پولیسو ویلي چې د عمران علي د «ډي. ان. اې» نمونې د زینب په ګډون د اتو ماشومو نجونو پر جسدونو له موندل شویو نمونو سره سر خوري. له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د لاهور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د اتو ماشومانو پر قتل تورن کس په اعدام محکوم شو

په پاکستان کې یوې محکمې په ګڼو قتلونو یو تورن کس وروسته له هغه په اعدام محکوم کړ چې د اتو ماشومانو په وژلو مجرم وپېژندل شو.  په دې کې پر یوې اوه کلنې نجلۍ جنسي تېری او وژنه هم شامل دي چې په پاکستان کې یې پراخ اعتراضونه راوپارول. پولیسو د جنورۍ په نیمایي کې د زینب انصاري مړی د لاهور ښار په قصور سیمه کې تر لادرکۍ څلور ورځې وروسته وموند.  پولیسو ویلي چې د عمران علي د «ډي. ان. اې» نمونې د زینب په ګډون د اتو ماشومو نجونو پر جسدونو له موندل شویو نمونو سره سر خوري. له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د لاهور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: د کیف د ځواک او د روس پلوو د جګړې انتخابونه دې وارزول شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اوکراین په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک جوړېدل به، د روسیې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د تدریجي لېري کېدو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.  سیګمار ګابریل دا څرګندوني نن شنبه د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډو کې وکړې. دا د نړۍ د مشرانو ، لوړ پوړو چارواکو او پالېسۍ جوړوونکو کلنۍ غونډه ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اوکراین په ختیځ کې د کیف ځواکونو او روس پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ، د جګړې پای ته رسولو لپاره باید ټول انتخابونه وارزول شي. په دغې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د سوات یخني او د گاځرو توده حلوه

د خېبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکي وایي چې په ساړه ژمي کې د گاځرو حلوه خوړل يې يو له مهمو دودونو څخه دی. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ذکي: د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه پيل شوي

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزیر وایي، د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه یې پیل کړه. فیض الله ذکي په کابل کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو پر لور په نوم یوه سیمینار کې وویل چې د دې پروسې هدف شفافیت او د فساد مخنیوی دی. ښاغلی ذکي وایي، راتلونکې اوونۍ به په ټولو ولایتونو کې په یوه وخت رسماً د شهیدانو د ورثې د بایومټریک لړۍ پیل کړي: "نننی سیمینارد دې بهیر پیل دی، د کار او ټولنیزو چارو ریسان رابلل شوي دي چې په مرکز کې د یوه عالي کمېسیون تر څار لاندې او په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: په راتلونکو ۲کلونو کې باید ټول افغان کډوال هېواد ستانه شي

د افغانستان ولسمشر وایي، په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې باید ټول افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شي. اشرف غني دا خبره نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹ کالیزي د لمانځ غونډې پر مهال وکړه: "په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې هغه څه چې زه یې غواړم دا دي چې ټول افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راشي، موږ غواړو خپل ټول لومړیتوبونه بدل کړو څو افغان کډوال له پاکستانه بېرته راشي." ولسمشر غني زیاته کړه چې افغان حکومت نه غواړي د افغان کډوالو د کړنو په اړه پاکستاني چارواکو ته یوه پلمه پاته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مستغني: د کابل پروسې دوهم ناسته کې د سولې به اړه خبرې کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې د ترورېزم پر وړاندې پر مبارزې او د سولې خبرو پر مخ وړلو په اړه بحث کېږي. د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت په دغه غونډه کې د سولې بهیر په اړه خپل لید لوری د غونډې له ګډونوالو سره شریکوي او هیله لري چې هېوادونه یې د دغو نظریاتو ملاتړ وکړي. ښاغلی مستغني د دې غونډې د اجنډا په اړه وویل: "د کابل پروسې د دوهمې غونډي اجنډا پر دوو مهمو او اساسي مواردو تمرکز کوي، لومړی سوله او دوهم د تروریزم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د جهاد بریا یوازې په جهادي تنطیمونو پورې اړه نه لري

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د جهاد بریا یوازې په جهادي تنطیمونو پورې اړه نه لري بلکې دغه جهاد د افغانستان د خلکو د جهاد بریا ده. ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې. ښاغلي عبدالله پخواني شوروي پلوه حکومتونو ته په پام سره وویل، پکار ده چې د ملي وحدت حکومت مشران په خپلو پرېکړو کې د خلکو خوښه په پام کې ونیسي او هغو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي کوم چې ډېر مهم او ضروري دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه د افغان سوداګرو اندېښنې

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان ته د داغمه وسپنې قاچاق په دغه ولایت کې د اووسپنې د ویلي کولو یو شمېر فابریکو ته ستونزې پیدا کړي. د دغه خونې رئیس شمس الحق مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې لا هم داغمه وسپنې د ولسمشر فرمان خلاف پاکستان ته قاچاق کېږي او له همدې امله د وسپنې د ویلي کولو د اکثرو فابریکو کار له سقوط سره مخ دی. ښاغلی مجاهد زیاتوي هره ورځ د وسپنې د ویلې کولو فابریکې له ۳۰ تر څلوېښت ټنه اوسپنه تولیده وي، خو د نوموړي په وینا که د اووسپنې د قاچاق مخه ونیول شي، نو دغه رقم به اتیا تر سلو ټنو پورې لوړ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لویو درستیزانو په کابل کې د نشه یي موادو په ضد پرمبارزې ټینګار وکړ

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لویو درستیزانو او نظامي استازو تر منځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشه يي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه. د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه يي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي. تر دې وړاندې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد د ګاونډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوی درستیزانو په کابل کې د نشه‌یي موادو پر ضد په مبارزې ټینګار وکړ

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لوی درستیزانو او نظامي استازو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشه‌يي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه. د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه‌يي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي. تر دې وړاندې د افغانستان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشه‌يي مواد د ګاونډیو... Читать дальше...