قاسمي: تهران کې د سوېډن استازی د دوشنبې په ورځ احضار شوی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې یې د سویډن سفیر پر هغه څه د اعتراض له کبله احضار کړی چې دې هېواد په ایران کې پر مرګ یو محکوم بندي ساینسپوه ته چې په استکهلم کې اوسېده سویډنی تابعیت ورکړی. د ایرنا دولتي خبري اژانس د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي، په تهران کې یې د سوېډن استازی د دوشنبې په ورځ احضار کړی و. تر دې دوه ورځې مخکې سویډن تأیید کړې وه چې احمد رضا جلالي تهیې سویډنی تابعیت ورکړی دی. د سویډن د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه وویل، دوی... Читать дальше...