World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 17.12.2018

Mashaalradio.com 

طالبانو د افغان چارواکو سره نه، خو امريکايي چارواکو سره وکتل

په متحده عرب اماراتو کې په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان روانې جګړې لپاره د حل لارې موندلو کوښښ شوی. د جګړو په اړه شمېرې راټولوونکي ويب سايټ، اکليډډاټا ډاټ کام (AcledData.Com) ليکلي چې يوازې د روان کال له پېل راهيسې په افغانستان کې جګړې څلور څلوېښت زره شپږ سوه پنځه پنځوس خلک وژلي دي.

Mashaalradio.com 

پاکستان: نفوس زیاتوالي د تعلیم برخه اغیزمنه کړې

د پاکستان په نفوس کې هر کال د دریو تر څلورو میلینو نور وګړي زیاتیږي. په ابادۍ کې دا زیاتوالی د تعلیم او روغتیا په برخه کې ورځې تر بلې یو بوج جوړیږي. په دې اړه د اې ایف پي ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په متحده عربي اماراتو کې نن دوشنبه د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو او امریکايي پلاوي خبرې روانې وې. په هندي کشمیر کې سږ کال ۲۴۲ وسله مخالفین وژل شوي او یوه فلیپینۍ پیغله د نړۍ د ښکلا ملکه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا فضا ته د جي پي اېس د پرمختللي سټلایټ د استولو چمتووالی نیسي

د امریکا هوايي ځواک فضا ته د جي پي اېس د یو پرمختللي سټلایټ د استولو لپاره چمتووالی نیسي. د دې سټلایټ د استولو هدف د روسیې په شمول د دښمن د ګواښ په وړاندې د لا ډېر دقت او امنیت رامنځته کول ښودل شوي دي. ټاکل شوې چې دا سټلایټ سبا د فلوریډا ایالت د کیپ کاناویرال په نوم د هوايي ځواک له مرکزه له ۹ توغندیو سره وتوغول شي او وروسته په فضا کې نصب شي. دا جي پي اېس ۳ لومړنی سټلایټ دی چې په فضا کې به د امریکا د زړو سټلایټونو ځای ونیسي. د امریکا پوځ وايي، پر ځمکه د موقیعت معلومولو دا سېستم د جي پي اېس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نابغه خوشحال څلور ورځنی علمي سیمينار پیل شو

د افغانستان د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون په کوربه توب د نابغه خوشحال څلور ورځنی علمي سیمينار پیل شو. د کابل پوهنتون استاد او په علمي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون ازادي راډيو ته وویل چې دغه علمي سیمينار د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي. نوموړی وايي چې د دغه سیمينار لپاره لسګونه پښتو علمي او څېړنیز کتابونه هم چاپ شوي چې د سیمينار په ګډون والو به ووېشل شي. د ښاغلي ازمون په وینا، د سیمينار په ترڅ کې په علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او ارګ کې پر غونډو سربېره، کندهار ته یو علمي سفر هم شامل دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ: په سومالیا کې د الشباب ډلې ۶۲ وسله وال وژل شوي

د امریکا پوځ وايي، د سومالیا په بنادیر ولایت کې یې د الشباب له سخت دریځې ډلې سره تړلي ۶۲ وسله وال وژلي دي. په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، د الشباب ډلې ۳۴ وسله وال د شنبې په ورځ په څلورو هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۲۸ تنه نور یې د یکشنبې په ورځ په دوو بریدونو کې له منځه وړي دي. د امریکا د پوځ افریقايي قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا هوايي بریدونه دوی او سومالیايي شریکانو یې کړي، څو په لېرې پرتو سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو او جلب جذب مخه ونیسي. د الشباب سخته دریځه ډله په سومالیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: له پرون راهیسې ۷۹ دولت ضد وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې له ورځې راهيسې په بېلابېلو عملیاتو  کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ییزو قوماندانانو او ۶ تنو داعشیانو په ګډون، ۷۹ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۴ ټپیان دي. دفاع وزارت وايي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، کندهار، زابل، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې شوي دي. په خبرپاڼه کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ۱۶ وسله والو د وژل کېدو او د هلمند ولایت د واشیر، نهر سراج، ګرشک او سنګین په ولسوالیو کې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په دایکنډي کې ۸ پولیس، دوه ملکیان او ۱۶ طالبان وژل شوي

په دایکنډي کې چارواکي وايي، د طالبانو او پولیسو ترمنځ په وروستیو نښتو کې دواړو لورو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سیمه ییز چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان سیمه کې دغه نښتې یوه شپه وړاندې رامنځته شوي او پر مهال یې د پولیسو درېیو امنیتي پوستو هم سقوط کړی دی. د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو نښتو کې ۸ ملي پولیس، دوه ملکیان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، سیمې ته تازه دمي مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي او جګړه یې مهار کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پیدایښتي معلولین له حکومتي نه‌پاملرنې شکایت لري

په بغلان کې له موره پیدا شوي معلولین وايي، حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کوي. دا چې دا معلولین له کومو ستونزو سره مخامخ دي د بشیر احمد غزالي په دغه وېډیويي راپور کې ترې خبرېږئ. اېډېټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ د بې‌وزلۍ له امله ماشومه لور پلوري

د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالۍ یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د جوزجان د شبرغان ښار ته کډه شوي وایي که مرسته ورسره ونه‌شي خپله ماشومه لور به وپلوري تر څو د کورنۍ نور غړي یې ژوندي پاتې شي. وېډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی