World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 31.12.2018

Mashaalradio.com 

د قرېشي د وروستيوو سفرونو اصلي هدف څه وو؟

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د دسمبر په څلور ويشتمه سيمه ييزو هېوادونو ته د سفر لومړۍ دمه په افغانستان کې وکړه. هغه تر دې څو ورځې مخکې هم د افغان چارواکو سره خبرو لپاره ورغلی وو او دا یې په لسو ورځو کې دوهم سفر وو.

Mashaalradio.com 

رحمان ملک: په ECL قانون کې بدلون کوو

د پاکستان په سېنټ کې د داخله چارو کمېټې د ايکزيټ کنټرول ليسټ يا ECL قانون بدلون لپاره يو بيل منظور کړی دی. د دې قانون تر مخه هغه کسان له ملکه نه شي وتلی چې په دغه ليسټ کې يې نومونه راغلي وي. د پاکستان سېنټ په خپل ويب پاڼه ليکلي چې دا بيل د دسمبر په ۳۱مه د پيپلز ګوند سينېټر ميا رضا رباني وړاندې کړ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

د ايران د بهرنیو چارو وزارت تاييد کړه چې د طالبانو استازو د يکشنبې په ورځ د ايران له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. د خبريالانو نړيوال فدراسیون نن اعلان وکړ چې ۲۰۱۸م کال د خبریالانو او رسنيو د کارکوونکو لپاره له تر ټولو خونړیو کلونو څخه وو.

Pa.azadiradio.com 

ولایتي شورا: په سمنګان کې د طالبانو ترورېستي فعالیت زیات شوی

په سمنګان کې د طالب وسله والو د ترورېستي فعالیت زیاتېدو د ولایتي شورا د غړو اندېښنه راپارولې او په شورا کې د خلکو استازي له حکومته د طالبانو په ضد د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي. د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې په خرم-سارباغ او په دره صوف ولسوالیو کې د طالب وسله والو فعالیت زیات شوی او هغوی د تخریبي فعالیتونو ترڅنګ، سیمه ییز مخور او قومي مشران هم وژني او له پراختیایي پروژو باج اخلي. په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي سره له دې چې په دې ولایت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې لسګونو کډوالو بېلابېل کسبونه زده کړل

په خوست کې ۱۲۰ تنو چې اویا سلنه يې وزیرستاني کډوال دي، په څلورو بېلابېلو برخو کې د کسبونو د زده کړو شپږ میاشتنی پروګرام پای ته ورساوه. یاد پروګرام چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR په مالي لګښت پلی شو، په پای کې هر یو فارغ کس ته د کاروبار د پیلولو لپاره د (۲۲۹۰۰) افغانیو په ارزښت وسایل او توکي هم ورکړل شول. د دې برنامې ګډونوالو په دې خوښي څرګندوله چې تر دې وروسته کولای شي چې ځانته کاروبار پیل کړي او خپلو کورنیو ته ګټه وټه وکړي. دغو کډوالو او ځايي اوسېدونکو ته د خیاطۍ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سیمې اوسېدونکي: وسله والو د غزني – پکتیکا لاره وتړله

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وایي، له تېرې روژې میاشتې راهیسې د غزنی- پکتیکا لاره د غزني ولایت د ارزو او سلطان باغ د سیمو ترمنځ د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. خو وسله ‎وال طالبان دا خبره نه مني. نور د حبیب تاثیر په راپور کې کتلای شئ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په غزني کې د ځانمرګو بریدونو ۲ واسکټونه کشف او خنثی شول

د غزني چارواکي وايي، ښار ته څېرمه يې له یوه نیم کاره کوره د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه کشف او خنثی کړل. د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه د دې قضيې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغو واسکټونو د قضيې په تړاو يو کس نيول شوى، تحقيقات ورڅخه روان دي." د غزني د والي وياند وايي، ځانمرګو بريدکوونکو غوښتل چې دغه واسکټونه د ترورېستي بریدونو لپاره پلازمېنې کابل ته انتقال کړي.

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيول شوی

د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، په مسکو کې يې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيولى دى. د دولتي اژانس تاس د ننني راپور په حواله، دې ادارې ويلي چې دغه امريکايي وګړى تېره جمعه نيول شوى او جنايي تحقيقات پيل شوي دي. تاس اژانس راپور ورکړى، که دغه امريکايي وګړى مجرم وپېژندل شي، ښايي له ١٠ تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم شي. اژانس په دې اړه نور جزيات نه دي وړاندې کړي. دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پرون وويل، مسکو له واشنګټن سره ديالوګ ته لا هم چمتووالى لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې د مشخص کېدو هرکلى وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې د مشخص کېدو هرکلى وکړ. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د جمهوري رياست انتخابات به د ولسوالۍ شوراګانو، ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې له ځنډېدلو انتخاباتو سره يوځاى د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه وشي. يوناما نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې باور لري دغه نېټه له فعالانو، مدني ټولنې او حکومت سره تر مشورې وروسته مشخصه شوې ده. يوناما د راتلونکو انتخاباتو د تفصيلي جدول د خپرولو او په ټول بهير کې د معلوماتو پر شريکولو ټينګار کړى دى. Читать дальше...