World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 13.02.2018

Mashaalradio.com 

"ترهګري او سختدريځي سوهېلي او منځنۍ اسيا دواړه ګواښي"

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په یو امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی.په دې کنفرانس کې د افغانستان ترڅنګ د امریکا لوړ پوړي قوماندانان او د منځنۍ اسیا چارواکي هم ګډون لري.

Mashaalradio.com 

د یوې کورنۍ دوه بچیان

نعیم او صادق دواړه زده کوونکي وو. هغوی د کابل په وزیرکلا سیمه کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: راډیو تر اوسه ځانګړی ځای لري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د تصویري او چاپي رسنیو پر فعالیت سربېره راډیو تر اوسه په افغانستان کې ځانګړی ځای لري. د دې وزارت ویاند صابر مومند نن د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسیله په افغانستان کې په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې ډېر اورېدونکي او مینه‌وال لري. دی وايي: "له کله چې راډیو په افغانستان کې په کار پیل کړی تر اوسه‌یې په ټولنه کې خپل ارزښت او اورېدونکي ساتلي دي." د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې راډیو د لومړي ځل لپاره د غازي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراقي چارواکي: د داعش ډلې مشر ژوندی دی

یو عراقي چارواکی وایي چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر اوسه ژوندی دی او نوموړی وروسته له هغې چې په هوایي برید کې ټپي شوی و، په سوریه کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. د عراق دولتي ورځپاڼې الصباح د دوشنبې په ورځ د عراق د استخباراتو د مشر ابو علي البصري له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، موږ د دغې ترهګرې ډلې په دننه کې د سرچینو پر اساس کره شواهد او اسناد لرو چې البغدادي تر اوسه ژوندی دی او د سوریې په شمال ختیځ جزیره سیمه کې پټ دی. د اسلامي دولت ډله سره له دې چې په وروستیو کې ډېره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته تللی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن د سېشنبې په ورځ په یو امنیتي کانفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی.

Pa.azadiradio.com 

د لوی درستیزانو په غونډه کې پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي؟

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو د پوځ د لوی درستیزانو او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په غونډه کې به د ترهګرۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي. د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دې غونډې په اړه چې نن په کابل کې جوړېږي ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې به تقریباً ۱۲ لوی درستیزان ګډون وکړي او پر دواړو د ترهګرۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کېږي او اساسي لارې چارې به ورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: د اسرائیل او فلسطین ترمنځ سولې ته باید کار وشي

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې اوس‌یې وخت دی چې د اسرائیل او د فلسطیني ادارې ترمنځ د دوامداره سولې لپاره کار وشي. ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې مخکې تر دې چې په مسکو کې د ده او د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس ترمنځ کتنه وشي، کړې دي. پوتین له غونډې مخکې عباس ته ویلي چې ده له ټرمپ سره د اسرائیل او فلسطین د کړکېچ په اړه خبرې وکړې. پوتین وویل، خبرې پر دې څرخېدې چې د اسرائیل او فلسطینیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس وايي، د کرنې وزارت په مرسته په دغه ولایت کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي. ډاکټر عبدالنصیر عالمیار نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې سره به د جلغوزو له قاچاقه مخنیوی وشي. نوموړي وویل، په دې تړاو یوه نوې طرحه هم جوړه شوې چې په اساس به یې پنځه د پروسس مرکزونه جوړ شي. جلغوزي د افغانستان مشهوره وچه مېوه ده چې په طبعي توګه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون، د نهو ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له تېرې یوې نیمې میاشتې پر افغاني پنبې بندیز لګولی

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې، پاکستان د تورخم له لارې د افغاني پنبې په صادراتو بندیز لګولی دی. د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بې‌روزګاره شوي دي. نوموړي وویل: "تر زرو کسان بې‌کاره شوي او همدارنګه تر سلو فابریکو ډېرې په ټپه ولاړې دي، پاکستان له افغانستان څخه د پنبو صادراتو ته اجازه نه‌ورکوي." نوموړي وویل، دا مهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له تېرې یوې نیمې میاشتې رهیسې پر افغاني پنبې بندیز لګولی

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې، پاکستان د تورخم له لارې د افغاني پنبې په صادراتو بندیز لګولی دی. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بې روزګاره شوي دي. نوموړي وویل: "تر زرو کسان بې کاره شوي او همدارنګه تر سلو فابریکو ډېرې په ټپه ولاړې دي، پاکستان له افغانستان څخه د پنبو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. " نوموړي وویل، دامهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین ضبط کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د تره‌خېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي. افغان چارواکي وايي چې مخدره مواد د ترورېستي ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پر ضد غوڅه مبارزه کوي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین ضبط کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د تره خېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي. افغان چارواکي وايي چې مخدره مواد د ترورېستي ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پرضد غوڅه مبارزه کوي. د کورنیوچارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ۳مه ۵۰ اوره سيالي نن په پام کې ده

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ درېيمه یو ورځنۍ لوبه نن سې شنبه په شارجه کې ده. دا لوبه د افغانستان او زېمبابوې د لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو یا ۵۰ اوره لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ده چې د ماسپښین په ۳ بجو پیلېږي. د دواړو ټیمونو دوه مخکنۍ ۵۰ اوره لوبې یوه افغانستان او بله زېمبابوې ګټلې وه، خو د همدې لړۍ دوه ۲۰ اوریزې لوبې دواړه افغانستان ګټلې دي. د افغانستان او زېمبابوې د ټیمونو ترمنځ څلورمه لوبه د فبرورۍ په ۱۶مه او وروستۍ د فبرورۍ په ۱۹مه ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ۳ مه ۵۰ اوره سيالي نن په پام کې ده

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ درېيمه یو ورځنۍ لوبه نن سې شنبه په شارجه کې په پام کې ده. دا لوبه د افغانستان او زیمبابوې د لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ده چې د ماسپښین په ۳ بجو پیلېږي. د دواړو ټیمونو دوه مخکنۍ ۵۰ اوره لوبې یوه افغانستان او بله زیمبابوې ګټلې وه، خو د همدې لړۍ دوه شل اووریزې لوبې دواړه افغانستان ګټلې دي. د افغانستان او زیمبابوې د ټیمونو ترمنځ څلورمه لوبه د فبرورۍ په ۱۶مه او وروستۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پام کې دي.

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو د لوېدلې الوتکې د ترلاسته شویو معلوماتو څېړل پیل کړي

روسي چارواکو د هغې الوتکې د ثبتوونکو وسیلو د معلوماتو څېړل پیل کړي چې وړمه ورځ مسکو ته نېږدې نسکوره شوه. د روسیې مرستیال صدراعظم ارکادي دورکوویچ تېره شپه د کابینې غونډې ته وویل چې د بېړنیو مرستندیو ډلو د الوتکې اړوند معلومات او د اواز ثبتوونکې وسیلې موندلي. هغه زیاته کړه چې دا به د الوتکې د نسکورېدو د علت په معلومولو کې اغېزمن رول ولوبوي. د ساراتوف هوايي شرکت انتونوف ۱۴۸ الوتکه چې د اورال سیمې اورسک ښار ته د الوتنې په حال کې وه، د یکشنبې په ورځ د مسکو له هوايي ډګر ه له الوتو څو شېبې وروسته... Читать дальше...