World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 01.06.2019

Pa.azadiradio.com 

کرکټ کې افغانستان استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه

د افغانستان د کرکټ لوبډلې استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه. د لوبې ټاس افغانستان وګاټه، د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه، که څه هم دواړه افغان پیلونکي منډه جوړونکي حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړي او دوهم اورونو کې په صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، حشمت شاهدي ۱۸، د ګلبدین ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له دوه سوه پورته کړ. افغان لوبغاړي هم د پاکستاني او سریلانکا یي لوبغاړو په شان د ټاکلو پنځوسو اورونو په لوبولو ونه توانېده. اوس به استرلیا د د یاد هدف په تعقیب لوبه پیلوي. د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د مطالعې د دودولو هڅي

د کتاب ټولني غړي وایي تراوسه یې له يوشت زره څخه زيات د ازادي مطالعې او د ښوونځیو تعلیمي کتابونه راټول کړي او غواړي چې د ښوونځيو پر زده کوونکو او کتابتونو باندي يې وويشي. ویډیو راپور : صادق رښتینی ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

ملا هبت الله: په نږدې راتلونکې کې د اوربند احتمال نه شته

د طالبانو مشر ملا هبت الله تلویحاً ویلي چې د دې ډلې له خوا په نږدې راتلونکې کې د اوربند احتمال نه شته. اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې له متحده ایالاتو سره یې د خبرو دروازه لا هم پرانیستې ده. د طالبانو مشر دا پیغام وروسته له هغې خپروي چې د امریکايي له هیئت سره په قطر کې د طالب استازو شپږم پړاو خبرې تېره میاشت پرته له کوم لوی پرمختګه پای ته ورسېدې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې میاشتې په لومړیو کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په ټول افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې وه، خو وسله والو طالبانو دا وړاندیز رد کړ. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د مطالعې د دودولو هڅې

د کتاب ټولنې غړي وایي، تراوسه یې له ۲۱ زرو زيات د ازادې مطالعې او د ښوونځیو تعلیمي کتابونه راټول کړي او غواړي چې د ښوونځيو پر زده کوونکو او کتابتونو باندې يې ووېشي. ویډیو راپور: صادق رښتینی اېډېټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

د چارسدوالو څپلیو موڅیان خوشاله دي

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې موڅیان وايي، کوچني اختر ته یې پوره تیاریاني کړې ده او خلک د چارسدوالو څپلیو اخیستلو لپاره له لرې سیمو ورځي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ننګرهار: چاودنې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو پښې پرې کړي

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوې مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو پښې پرې کړي دي. د دوی په کلي کې نېږدې ښوونځی نشته خو دوی بیا د ډېرو کړاوونو برسیره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. ویډیو: اې اېف پي ايډيټ: هدایت سلطاني

Mashaalradio.com 

د ۴۰ يتيمانو پالونکې مېرمن

د ننګرهار ولايت نياز بي بي ۳ زامن او ۳ لمسيان داعش ووژل. دې ته ۴۰ يتيمان پاتې شول. هغه وايي خاوند یې په بچو پسې ړوند شو. نیاز بي بي سره حکومت مرسته نه کوي او د خلکو په کومک ماشومان ساتي. خو سره له دې هم د سولې ارمانجنه ده او وايي طالبان او دولت دې سوله وکړي. د هغې له درده ډکه کيسه د ای ايف پي خبري اژانس په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې لږترلږه یولس تنه ووژل شول

د امریکا د متحده ایالتو په ویرجینیا ایالت کې لږترلږه یولس تنه ووژل شول. داسې ښکاري چې د ویرجینیا بيچ په ساحلي ښار کې یوه ناراضي مامور پر یوې حکومتي ودانۍ ډزې کړي دي. پولیسو پرون وویل، دغه وسله وال د یوه پولیس په ګډون شپږ تنه نور ټپیان کړي دي. برید کوونکی د ځوابي ډزو پرمهال وژل شوی دی. د پولیسو مشر جیمز سیرویرا وویل، برید کوونکي د ویرجینیا بیچ ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کې له یوه سره پر مامورینو ډزې وکړې. چارواکي وایي چې دا برید کوونکی له اوږدې مودې راهیسې له خپله کاره ناراضي و.

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان د بیت المقدس په اړه ځينې پرېکړې رد کړې

د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا د متحده ایالتو او یو شمېر نورو هېوادو دا پرېکړه وغندله چې دوی په اسرائیل کې خپل سفارتونه بیت المقدس ته انتقال کړي دي. د اووه پنځوسو هېوادو د مشرانو په غونډه کې چې د سعودي عربستان په مکې مکرمې کې پرون وشوه، همداراز د متحده ایالتو پر دې پرېکړې اعتراض وشو چې د سوریې د جولان لوړې سیمې یې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلې دي. د جولان لوړې د نولس سوه اووه شپېتم کال د عربو او اسرائیل د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال اسرائیل لاندې کړې. د همدې جګړې په ترڅ کې اسرائیل د بیت المقدس ختیځ لوری هم ونیو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یوې محکمې درې افراطیان د ترهګرۍ په تور زنداني کړل

په پاکستان کې یوې محکمې درې افراطیان د ترهګرۍ په تور زنداني کړل. د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې پرون په یوې اعلامیې کې څرګنده کړه چې دا کسان زندان ته واستول شول. په اعلامیه کې د دې کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو ویل شوي دي چې د جیش محمد د منع شوې ډلې غړي دي. دا ډله د فبرورۍ په څوارلسمه د هند په کشمیر کې د برید مسؤله بلل شوې ده. په دې برید کې څلوېښت هندي سرتېرې وژل شوي وو. دې پېښې د هند او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې کړې او په سیمه کې یې د یوې لویې جګړې وېره پیدا کړه.

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا تهران د وسله والو ترهګرو په ملاتړ تورن کړ

د سعودي عربستان پاچا تهران د وسله والو ترهګرو په ملاتړ تورن کړ. سلمان بن عبدالعزیز پرون په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې وویل چې دا ترهګر د نړۍ په کچه د تېلو سرچینو ته په یوه ګواښ بدل شوي او د سیمې امنیت تهدیدوي. پاچا سلمان په دې ترڅ کې په وروسیتو کې د متحده عربي اماراتو په اوبو کې د تېلو پر ټانکرونو بریدونو ته اشاره وکړه او د سعودي عربستان د تېلو پر پایپ لاینونو یې د بې پیلوټه الوتکې برید یو ترورېستي عمل وباله. پاچا سلمان زیاته کړه چې د دې ترورېستي بریدونو هدف یوازې... Читать дальше...