World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 17.06.2019

Mashaalradio.com 

اپوزيشن: د پارلمان قېد غړي اسمبلئ ته راولئ

په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه وايي په پارليمان کې د تحريک انصاف حکومت سپېکر د قامي اسمبلۍ بنديان غړي ځکه نه ورغواړي چې پر بجټ د رايې ورکولو په وخت د مخالفو سياسي ګوندونو رايې کمې شي.

Pa.azadiradio.com 

د انګلیستان په وړاندې د افغانستان د کرکټ ټیم تیاري

افغانستان د ۲۰۱۹ په نړیوال جام سیالیو کی له انګلیستان سره مخامخ شي دا مسابقه به سبا د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۲ بجې د مانچستر په اولډ ترافورد لوبغالي کې پیلېږي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته ځي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له انګلستان سره سبا د لوبې چمتووالی نيسي. په اسرايل کې یوه سیمه د ټرمپ په نوم ونومول شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې محکمې ته وروستل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې علي وزیر نن په ډاډه زړه محکمې ته ورغی او دوی به له قانون سره سم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي. ده وویل: عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمئین و او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅ څوک موږ نه شي ډارولی، زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي او موږ به د قانون تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نریندرا مودي د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

نریندرا مودي نن د دوهمې دورې لپاره د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. له مودي سره پر يوه وخت په هندوستان کې د شپږو اوونیو پر مهال په شویو انتخاباتو کې بریاليو استازو هم د وفادارۍ لوړه وکړه. د لوړې مراسم د هندوستان په مرکزي پارلمان یا لوک سبها کې جوړ شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې سلګونه کسان د نس ناستي په ناروغۍ اخته دي

په کندهار کې سلګونه کسان د نس ناستي په ناروغۍ اخته دي. د دغه ولایت چارواکي وايي، د هوا له تودېدو سره په نس ناستي د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. د دوی په خبره چې په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰۰ کسان د نس ناستي په ناروغۍ اخته شوي دي. راپور: صادق رښتینی ویډیو او اېډېټ: ذکریا صفري

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې ځينو ځایي اوسېدونکو د لاریونونو خبرداری ورکړ

د ارزګان ولایت یو شمېر خلکو نن په مرکز ترینکوټ ښار کې د حکومت له خوا د دوو پخوانیو قوماندانانو په نیولو اعتراض وکړ. د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، د دغو کسانو شمېر شااوخوا دوه سوه تنو ته رسېده او د ولایت په انګړ کې یې اعتراضي ناسته کړې وه. دوی ټینګار کاوه چې د ارزګان د امنیت پخوانی امر نورزی او په دغه ولایت کې د لویو لارو پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس باید بېرته خوشې شي. د ارزګان ولایت او امنیه قومانداني په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي. د ارزګان یوې باوري امنیتي سرچینې تأیید کړې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلاګر بلال ووژل شو

په پاکستان کې پوليس وايي، بریدګرو یو بلاګر او د ټولنيزو رسنيو فعال په چړو وژلی دی.

Pa.azadiradio.com 

ایران: تر ۱۰ ورځو به بډای شویي یورانیم له ټاکلې اندازې واوړي

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، تر لسو ورځو پورې به د بډای شوي یورانیم له ټاکلي اندازې واوړي. د دې ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اراک د درنو اوبو له زېرمې د رسنیو د استازیو د لیدنې پر مهال وویل چې له نننه به د بډایه شویو یورانیمو له درې سوه کیلوګرامه ټاکلې اندازې د اوښتو ورځې شمارو. هغه وویل د جون په ۲۷ به ایران له دې اندازې واوړي. د ایران د اټمي انرژۍ سازمان داسې وخت د بډایه شویو یورانیمو له ټاکلي اندازې د اوښتو خبره کوي چې دا هېواد باید د نړۍ له اټمي قدرتونو سره د تړون پر اساس له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات بډایه شوي یورانیم ونه ساتي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ای ایس ای نوی مشر

د پاکستان پوځ د هغه هېواد د استخباراتي ادارې د مشر لېفټننټ جنرل عاصم منير پرځای، چې يوازې اته مياشتې يې پر دغه څوکۍ کار وکړ، لېفتننټ جنرل فيض حميد د يادې ادارې مشر ټاکلی.

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي: د برښنا د مزو پرې کېدو لکونه افغانۍ زیانونه اړولي

د غزني اوسېدونکي وايي، هره ورځ د برښنا د مزو پرې کېدو لکونه افغانۍ زیانونه اړولي دي. دوی وايي، په دولتي دفترونو، کاروباري مرکزونو او ځینو نورو ځایونو کې د برښنا نه شتون یې کارونه په ټپه درولي دي. بل لوري ته د غزني د برښنا شرکت هم د برښنا د لاینونو پرې کېدل د ولسي خلکو، تجارانو، وړو کارخانو، برښنا شرکت او افغان دولت ته یوه ستره اقتصادي ضربه بولي. د برښنا شرکت رئیس انجنیر جان محمد ازادي راډیو ته وویل: "د تېر یوه نیم کال په دوران کې زرګونه متره لاینونه پرې شوي او غلا شوي چې یو متر یې په ۲۲ ډالره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پروان په هوفیان چوک کې اورلګېدنې دوکانداران زیانمن کړي

د پروان ولایت په هوفیان چوک کې نن له غرمې مخکې اورلګېدنې دوکاندارانو ته تاوان اړولی دی. دوکانداران وايي چې لومړی د تیلو یو دوکان اور اخېستی و او وروسته اور د بازار ګڼو نورو دوکانونو ته ورسېد. معلومه نه‌ده چې دوکاندارانو ته څومره تاوان رسیدلی دی. د پروان د اور وژنې مامورینو دا اور مړ کړی دی. دوکانداران د پروان د اور وژنې اداره تورنوي چې سیمې ته ډېره ناوخته ورسېدل.

Pa.azadiradio.com 

د جون اولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده

نن د جون اولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ په نړۍ کې د دښتو د سمسورلو او د شاړو ځمکو د تخریب د مخنیوي د هڅو په هدف لپاره لمانځل کېږي. که څه هم سږ کال د افغانستان په ګڼو سیمو کې ورښتونه شوي، خو لا هم په ځینو سیمو کې د وچکالیو خطر موجود دی. جوزجان یو له هغو سیمو دی چې مالداران یې له وچکالیو اندېښمن دي. د جوزجان یوه اوسیدونکي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "ما درې سوه پسونه درلودل، اوس لس دانې هم نه لرم. وچکالۍ هر څه ختم کړل. موږ خپل پسونه په دوه زره افغانیو خرڅ کړل خو اوس د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب روسیې ته ولاړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د دوشنبې په ورځ روسیې ته ولاړ څو په اوفا کې د لوړپوړو امنیتي استازیو په لسمه غونډه کې برخه واخلي. د ملي امنیت شورا نن په خپله ټویټرپاڼه دا خبر کړې ده. ښاغلی محب د روسیې په اوفا ښار کې دې غونډې ته د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي په بلنه ورغلی دی. تمه ده د لوړ پوړو امنیتي استازیو غونډه د جون له اتلسمې تر شلمې د روسیې په اوفا ښار کې ترسره شي. د لوړپوړو امنیتي استازیو غونډه د روسیې د ملي امنیت شورا له‌خوا ترسره کېږي چې دا وار د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بنده ازاد شوي کسان د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت کوي

په کندز کې د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان شکایت کوي چې د طالبانو له خوا له دوی سره غیر انساني او ناوړه چلند شوی دی. په دې وروستیو کې یو شمېر ملکي وکړي او دولتي کارکوونکي د کومانډو ځواکونو په ځانکړو عملیاتو کې د کندز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي چې د دغې ډلې له لوري ورسره د غیر انساني چلند خبره کوي. دوی زیاتوي چې د بند پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا شکنجه شوي، وږي ساتل شوي او دومره سخت وهل شوي چې اوس سم ګرځېدی نشي. د کندز والي عبدالجبار نعیمي له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي سالنګ لار له رغېدو وروسته بیا خرابه شوې

د شمالي سالنګ لویه لاره چې تېرکال قېر ریزي شوې وه اوس د بېلابېلو لاملونو له امله بیا ځلي خامه او خرابه شوې ده.  بشیر احمد غزالي په‌دې ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ:لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

شبرغان کې د جوګیانو ژوند او ستونزې یې

په شبرغان ښار کې جوګیان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. جوګیان بې‌وزله قوم دی چې په سختو ستونزو کې ژوند کوي. د ازادی راډیو خبریال عالم رحمانیار په جوزجان ولایت کې د جوګیانو د ژوند په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ: لېمه هادي