World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 12.06.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په یوه نوې څېړنه کې افغانستان د نړۍ په تر ټولو نا ارامه هیوادونو کې یاد شوی دی. د پاکستان صدراعظم د اداري فساد د تحقیقاتو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د جوزا ۲۲مه د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنیوي نړیواله ورځ ده

افغانستان هغه هېواد دی چې ۱عشاریه ۹ میلونه کارګر ماشومان لري چې له ډلې یوازې ۱ عشاریه ۲ یې هغه ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا شاقه کارونه کوي تمیم اخګر په دې ویډیويي راپور کې د هغو ماشومانو پر ژوند کار کري کوم چې د یوه کور سرپرستي ور ترغاړې ده. ویډیو: ذکریا صفري تدوین: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

کونړ: د ناړۍ -غازي‌اباد او غازي‌اباد- اسمار ترمنځ عملیات پیل شوي

د کونړ ولایت د ناړۍ -غازي‌اباد او غازي‌اباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک اوږدو کې د وسله‌والو طالبانو د شته ګواښونو د له‌منځه وړلو او په یاده لاره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره عملیات پیل شوي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د ناړۍ – غازي‌اباد او غازي‌اباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ لاره کې وسله‌والو طالبانو د عامو خلکو او د افغان ځواکونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې چې د همدې ستونزو او ګواښونو لېرې کولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: د سولې په اړه رغوونکي بحثونه روان دي

د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان، د امريکا متحدو ايالاتونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د سولې په اړه رغوونکي بحثونه روان دي. محمد اشرف غني دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره په کتنه کې وکړې. د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي چې جرمني به د سولې په مسئله کې د اسانتيا برابروونکي نقش ولوبوي. په وروستيو کې جرمني د بين الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى ښوولى و. د اعلاميې په حواله، ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې ترافیکي اشارې نصبېږي

د کابل د ترافیکو مدیریت او کابل ښاروالۍ په ګډه په کابل کې د ترافیکي اشارو نصبول پیل کړي دي او تر اوسه د ښار په یو شمېر واټونو کې دا کار شوی هم دی. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي د کابل ښار څو څلور لارو ته تللی او په‌دې اړه دا ویډیوي راپور برابر کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

جاپان: هيله لرم د واشنګټن-تهران د کړکېچ کمولو کې همکاري وکړم

د جاپان صدراعظم شينزو ابه چې ايران ته روان دى وايي، هيله لري د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې همکاري وکړي. تمه ده شينزو ابه ايران ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر حسن روحاني او د ايران له رهبر ايت الله علي خامنه‌اي سره وګوري. په تېرو څه باندې ٤٠ کلونو کې ابه د جاپان لومړى برحال صدراعظم دى چې ايران ته سفر کوي. وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالاتونو د ٢٠١٥میلادي له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې پوليسو په لسګونو لاريون کوونکي نيولي

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې نن د چهارشنبې په ورځ د نيول شويو مظاهره چيانو شمېر تر ٢٠٠ واوښت. دغه کسان پر چارواکو د فشار راوستلو لپاره په لاريون راوتلي وو، څو د ايوان ګولونوف په نوم تحقيقاتي خبريال خوشې کړي. دغه خبريال د مخدره موادو په تړاو نيول شوى، هغه قضيه چې د ده پلويان يې جعلي ګڼي. د مسکو په مرکزي برخه کې نن د لاريون پر مهال د نيول شويو کسانو په منځ کې د اپوزيسيون مشر الکسي ناوالني او ګڼ ژورنالېستان شامل دي. د مسکو پوليس وايي، په دغو مظاهرو کې شاو خوا ١٢٠٠ کسانو برخه اخېستې وه چې تر ٢٠٠... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې په کريميا کې د پانګونې پر منع کېدو موافقه وکړه

د اروپايي ټولنې سفيرانو د يوه بل کال لپاره هم په کريميا ټاپو وزمه کې د پانګونې پر منع کېدو موافقه وکړه. هغو سرچينو چې دا موضوع له نږدې څاري ازادي راډيو ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، دغه بنديزونه به په را روانو دوو اوونيو کې د وزيرانو په سطحه غونډه کې تمديد شي. د اروپايي ټولنې له‌خوا دغه بنديزونه په ٢٠١٤ میلادي کال کې وروسته له هغې ولګول شول چې روسيې د اوکراين کريميا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په جنوب کې یوې حملې ٢٦ ملکيان ټپيان کړي

د سعودي عربستان په جنوب کې پر يوه هوايي ډګر د حوثي ياغيانو د ميزائيلو په حمله کې ٢٦ ملکيان ټپيان شوي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف نن د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، پر ابها هوايي ډګر د ميزائيلو لګېدو له کبله په ټپيانو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي. دغه هوايي ډګر د سعودي عربستان او يمن ترمنځ سرحد ته نږدې پروت دى. د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف اعلاميه وايي، دا حمله ثابتوي چې حوثي ياغيانو له ايرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړي دي. اعلاميه زياتوي چې دا حمله ښايي يو جنګي جنايت وبلل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په لعل‌پورې کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت په لعل‌پورې ولسوالۍ کې د سولې د جام تر عنوان لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې. د ننګرهار د کرکټ مسؤلین وايي چې دغه سیالۍ ۲۲ ټیمونو ترمنځ نن د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او هدف یې د سولې په اړه عامه پوهاوی او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د سیالیو پرمختګ دی. دوی وايي چې یادې سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم شول

د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله. د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې. په خبرپاڼه کې راغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: افغانستان د امنيت له اړخه په وروستي کتار کې راغلى

په يوه نوې څېړنه کې افغانستان د امنيت له اړخه تر ټولو په وروستي کتار کې راغلى دى. د سولې په کلني نړيوال فهرست کې چې نن خپور شوى ايسلنډ د يوولسم کال لپاره تر ټولو امن هېواد ياد شوى دى. دغه څېړنه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې نړۍ د اول وار لپاره «لږه نوره» هم سوله‌ييزه بلل شوې ده. خو څېړنه وايي، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په منځني ختيځ کې د شخړو، د ټرورېزم د زياتوالي، د کډوالو د زياتېدو او نورو عواملو له مخې نړۍ يوڅه ناامنه ګڼل شوې ده. په اسټراليا کې د اقتصاد او سولې څېړنيز انسټيټيوټ د سولې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د اپوزیشن په احتجاج کې بجټ وړاندې کړ

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړ. د اپوزیشن سیاستوالان وايي، دا بجټ پر ولس بار زیاتوي خو حکومت یې دفاع کوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.