World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 21.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشرانو پر روسیې د بندیزونو د تمدید هوکړه وکړه

د اروپايي ټولنې مشرانو موافقه کړې چې په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په خاطر پر دې هېواد بندیزونه تمدید کړي. دې مشرانو پرون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپله غونډه کې د شپږو میاشتو لپاره پر روسیې د لګول شویو بندیزونو پر تمدید موافقه وکړه. په دې بندیزونو کې عمدتاً د روسیې بانکي سېستم په نښه شوی دی. اروپايي مشرانو همداراز موافقه وکړه چې په کریمیا کې د پانګونو د ممنوعیت لپاره بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړي. د اروپايي شورا د مشر ډونالد ټوسک ویندوی پریبین امن پر ټوېټر په یوه پیغام کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی

د ازبکستان ولسمشر لوی څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه کړی دی. مرادوف په ازبکستان کې مطبوعاتو ته د ازادیو د ورکولو د پالېسۍ په پیلولو مشهور دی. ولسمشر شوکت میرضیایف نوموړی د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د لوی څارنوال پر دنده ټاکلی و. د ولسمشر د فرمان له مخې چې پرون خپور شو، د پارلمان د مشرانو جرګې رئیس نعمت الله یولداشیف د مرادوف پرځای ګمارل شوی دی. په فرمان کې د مرادوف د لېرې کولو علت نه دی بیان شوی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی دی. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر الوته.

Pa.azadiradio.com 

د جون۲۱مه د یوګا نړېواله ورځ، کابل کې د «یوګا» نوې څپې

ملګرو ملتونو له ۲۰۱۴ میلادي کال را په‌دې‌خوا د جون میاشتې ۲۱مه نېټه د یوګا د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي په کابل کې د یوګا پر کلب دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. ویډیو او ایډيټ: شفیع کریمي